ليکوال : هوګو دي وريس
ژباړه : پوهنوال باوري
دا ليکنه د ليکتوراما ،د انسکلوپيديا د (( تي لرونکي ژوي ) د ( L ) ټوک څخه د ( د انواعو اوښتون ) مقالې ژباړه ده چي پر له پسې به يې په وړو وړو برخو کي خپريدوته وړاندي کړم . ژباړونکۍ
لومړۍ برخه :
د انواعو د پيدايښت ستونزه او د هغې حل د عملي ازمايښتي څيړنو له لاري شونۍ دۍ .
هوګو دی وريس
د انواعو اوښتون
د ١٨٦٠ ميلادي کال د جون په مياشت کي داروين يو لنډ خو ارزښتمن کار تر سره کړ . هغه د انواعو اوښتون تر سرليک لاندي يو کتاب خپور کړ . په دې کتاب کي نوموړي د خپلو هغو خيالاتو په اړه خبري وکړې چي د چينيتيکي پوهي په اړه يې نوي بدلونو نه رامنځ ته کړل . نوې تيوري چي د ( داروين د ودي تيورۍ ) په نوم ياديږي (van Darwin Evolutie – theorie ) . دانوې تيوري په انواعو کي دننه دوروراوښتونونواو بدلونونو پر شتون وډل شوۍ وه . په پيل کي زياته وننګول شوه .يو له هغو مخالفينو څخه د اکسفورد عيسوي ټولني مخکښ ښاغلۍ ويل بير فورد ( Wilberford Samuel ) وو . نوموړۍ تر ډيره وخته د جنتيکي ودي په وړاندي ودريدۍ ، تر څو چي په دې اړه يو شمير پوښتني د ها هوکسلي ( H . Huxley ) په وسيله حل شوې . د ودي تيورۍ ملاتړ د انسان د ريښې په اړه تر زياتو پوهيدو وروسته وشو، هغه چي د لوۍ انا او لوۍ نيکه جرړه ورته څرګنده شول .هوکسلې هغه ګروپ ته يو مناسب جواب ووايه چي : زه لا تر اوسه هم ترجيح ورکوم چي زما جرړه يوې بيزو ته رسيږي نه يوه پادري ته . په هغه وخت کي دا يو ډير ناڅاپي او لوۍ بدلون وو چي د علمي څيړنو لپاره يې لاره پرانيستل .
داروين د ژوند په ورستيو کي
په دې منځ کي تر سلو کالونو لا زياته زمانه تيره شوه چي د داروين تيوري ميدان ته راوتې او خپره شوې وه . د (ودې تيوري ) د لا مارک ( Lamarck ) له لوري پر مخ يوړول شوه . دا لړۍ د هغو نويو موندنو پر بنسټ چي د ګريګوري مندل ( Gregor Mendel ) له خوا وړاندي شوه چي په هغو کي د وراثت منځپانګيزه وده او پر مختګ څيړل شوې وو . دا څيړنه چي اوس وړاندي کيږي د نباتپوه هو ګو د وريس ( Hugo Vries ) له لوري د اوښتونونو او بدلونونو او په دې اړه د اوس مهال د نامتو څيړنکو ټوليزي لاس ته راوړني دي چي په دې لاره کي نوۍ پيل دۍ . دا يوه وړه برخه د هغو وړاندي شويو جوابونو ده چي د بيلا بيلو پوهانو له خوا د پښتونو په څير مطرح شوي وې .او اوس د دې پوهي يا د مځکي پر مخ د ژوند تاريخ په څير ورته کتل کيږي .
لا مارک ( ١٧٤٤ -- ١٨٢٩ )
دارودين ، ميندل او دی وريس ، فرضيې او لاسوندونه :
زيات بيلا بيل ډولونه : د مځکي پر مخ بې شميره بيلا بيل ژوي شته ، چي د نباتاتو او حيواناتو په څير ژوند کوي . دا ژويې په پوره ډول يو له بله بيل دي . يو شمير له دغو ژويو څخه دومره واړه دي چي يوازي د غښتلي مايکرسکوپ په وسيله د ليدلو وړ دي . او يو يوشمير نورو بيا زياته وده کړې او ستر شويدي . داسي ژوي هم شته چي د نباتاتو او يا حيواناتو په لړۍ کي يې د شميرلو حد ستونزمن کار دۍ .
مځکه هيڅ کله د يوه ځانګړي ژوي استوګنځای نه وه ، بلکي دژويو تنوع او بيلا بيلو ډولونو د مځکي پر مخ ژوند کړيدۍ . پوهان د له منځه تللو ژويو په اړه په څيړونو بوخت دۍ او په دې برخه کي د پاليو اانتولوجي ( Paleontologie ) په مرسته د هغو ژويو څرګندونه کوي چي د مځکي پرمخ يې په بيلا بيلو پيړيو او زمانو کي ژوند کړ ۍ او بدلون يې موندلۍ دۍ . لومړني ژوي څه ناڅه پنځه سوه ( ٥٠٠ ) مليونه کاله پخوا د کامبريم ( Cambrium ) په دوره کي را څرکند شويدي . دا ژوي هغه وخت دپريميتيف ( Primitieve ) يا ( نيمګړۍ ؛ هغه چي پوره وده يې نه وي کړې ) حيواناتو په څير وه ، داسي بريښي چي هغه مهال به هم ټولو پريميتيف ژويو بيلا بيل ډولونه درلودل ، خو له بده مرغه چي موږ لا تر اوسه د هغوۍ څخه څه شۍ يا نښانې نه دي ترلاسه کړۍ . تر هغه مهاله بيا سل ( ١٠٠ ) مليونه کاله ورسته يو څه څرګند تيا شته . هغه څه چي رښتيني دي هغه د لومړني ماهي د هډوکو پاتي شوني دي . د ماهي دا اسکليت او هډوکي د ديوون ( Devoon ) په مهال پوري اړه لري چي زماني واټن يې څه ناڅه درې سوه پنځه ويشت ( ٣٢٥ ) مليونه کاله پخوا ټاکل شويدۍ . دماهي دا پخواني هډوکي د اوسنيو پيژندل شويو ماهيو د هډوکو څخه بيخي بيل دي ، خو دا څرګندوي چي تر پنځوس مليونه کاله پخوايې په اوبو کي ژوندکړيدۍ . د هغوۍ تر هغه مهاله د رسيدو بيلا بيلي دورې تيري کړيدي ، او په ځانګړي توګه د کاربون د پيرم ( Perm ) پر مهال يې زياته وده کړې او اوښتونونه يې منلي دي ، چي تاريخ يې ( ٣٠٠ __ ٢٠٠ ) له درې سوه مليونه کاله څخه تر دوه سوه مليونه کاله پخوا زمانو پوري رسيږي . د پيرم تر مهال وروسته حشرات او خزنده ګان هم را پيدا شويدي . او دا مهال د مځکي په تاريخ کي د مسيو زوئيکيوم ( Mesozoicum ) په نوم ياديږي ، چي پر مځکه د ژويو پايښت څرګندوي . اوزماني واټن يې د ( ٢٠٠ -- ٧٠ ) دوه سوه مليونه کاله څخه تر اويا مليونه کاله پخوا زمانې په بر کي نيسي . په همدې مهال کي لومړني تې لرونکي ژوي او هم لومړني الوتونکي را څرګند شويدي . دا وده او پرمختيا تر کينيو زويزم ( Kenozoicum ) پوري دوام کوي ، دا پير د ( ٧٠ ) اويا مليونه کاله پخوا زمانو څخه را پيليږي ، او په دا را وروسته يو څو سوه زره کاله کي د لومړني انسان نښانې د مځکي پر مخ څرګندي شويدي ، او موږ کولای شو ووايو چي د انسان اوسنۍ ډول د مځکي د تاريخ د ژويو تر ټولو نوې او ځوانه برخه ده .
د لومړۍ برخي پای