ليکوال : پوهنوال رسول باوري
د علامه حبيبي د تاريخ مختصر افغانستان ځني ځانګړتياوي
د تاريخ پيژندنه به هر چا په خپله رايه کړې وي خو يوه رايه دا ده چي ، تاريخ يو داسي تفصيلي نوم دۍ چي په هغه کي د (( زمان )) او (( مکان )) د يوالې بيان شته . دا دوه مفاهيم په حقيقت کي د دې علم بنسټ او هم يې دعلمي شته والۍ اساسي فکتورونه ګڼل شويدي . تاريخ د خپل اوږد ژوند په بهير کي بيلا بيل موقفونه درلودلي او يا ورکول شويدي . د يوې سپيرې کيسې او ساده نکل څخه بيا تر عقيدتي مضمون پوري ؛ د پيښو د ساده بيان څخه بيا تر فلسفي يون پوري يې ټول پړاودنه لرلي دي . خو هغه وخت چي د زمان او مکان مفاهيمو د تاريخ په تدوين کي بنسټيزه ونډه واخستل ، تر هغه وروسته بيا ديوه علمي دسپلين په څير معرفي او خپله لاره يې روښانه کړل .
د نولسمي پيړۍ په لومړيو کلونو کي د مورخينو تر منځ دوو محوري طرحو پرا ختيا وموندله ، چي په حقيقت کي دا د مورخينو تر منځ د دوو سترو فکري جريانونه تمثيل وو . يو شمير مورخين په دي عقيده دي چي بشري تمدن واحده منشا لري او ديوې لرغوني مدني حوزي څخه را پيل شوېدۍ . اليوت سميت ( Elio Smith ) ګوردن چايلد ( Gorden Cahild ) تاينبې ( Arnold Tainbe ) او مورګان ( Morgan ) د همدې فکري لوري په سر سر کي پيژندل شويدي .
د خپريدني يا ( Diffiusion ) يو نامتو پلوي ګوردن چايلد د دې نظريې ملاتړ تر هغه سرحده وکړ چي هغه يې د نړۍ پر تاريخي افکارو تر لسګونو کالو پوري واکمنه او بريالۍ وځلول . نوموړي د مصر ، بين النهرين او سند مدنيتونه تر څيړني لاندي ونيول او د دې مدنيتونو تر منځ يې ورته او مشابه ټکي را برسيره کړل او په نتيجه کي يې د ټولو مدنيتون منشا د مصر څخه را پيل شوې اعلان کړل . چايلد د خپل نامتو اثر (( سير تاريخ )) تر عنوان لاندي خپله را يه برملا کړيده ، او په خاصه توګه (( د ښار اوښتون )) تر سر ليک لاندي يې د دې نظريې د پوره ثبوت هڅه کړيده . په دي تر تيب د چايلد او دهغه د نورو ملګرو نظريه چي د تاريخ د يوه مهم فکتور (( مکان ))په اړه مطرح وه تر زياتو زمانو پوري يې خپل حاکميت وساتۍ .
پخوا تر دې چي د (( خپريدني )) تر نوم لاندي يوه ټاکلې تاريخي تيوري تدوين شي ، په ختيځ کي زيات شمير مورخينو او ليکوالانو د مذ هبي تمايلاتو تر تاثير لاندي په يوه يا بل ډول د همدې تيورۍ ( خپريدني ) په محدوده کي عملي ګامونه پورته کړيدي . دا حقيقت د اسلامي نړۍ د پراختيا پر مهال او يا په بله وينا په منځنيو پيړيو کي پوره جوت دۍ . د هغه مهال په زياتو اثارو کي د يوې واحدي منشا څرک شته ، خاصتا په پخواني افغانستان کي زيات شمير مورخينو د خپل ليکل شوي تاريخ لومړنۍ فصل د انبيا ( عليهم ) څخه را پيل کړيدۍ . چي د بيلګي په توګه اخبار الطوال ( دينوري ) زين الاخبار ( عبدالحۍ ګرديزي ) تاريخ ګزيده ( احمد الله مستوفي ) تاريخ مرصع ( افضل خان خټک ) رو ضته الصفا ( ميرخواند ) تاريخ طبري ( جرير طبري ) تاريخ ګلستانه ( احمد ګلستانه ) تاريخ فرشته ، مطالع النوار ، او يو زيات شمير نور د همدې ډول اثارو څخه شميرلای شو چي د واحدي منشا مانا ځني اخستل کيدای شي .
د مورخينو دوهمه ډله هغه شمير پوهان دي چي د چاپير يال پر اصالت او د محيطي امکاناتو په رول متکي نطريه يې خپله کړيده . د دوۍ په نظر د مدنيتونو منشا يوه نه ده اود نړۍ مدنيتونو د يوه مدنيت څخه انکشاف نه دۍ کړۍ ، بلکي د هري سيمي د چاپيريال مطابق او د هغې سيمي د محيطي امکاناتو په محدوده کي ځانګړۍ مدنيت منځ ته راغلۍ او وده يې کړيده . خو دا شمير پوهان د مدنيتونو د خپلواک ايجاد تر څنګ د مدنيتونو تر منځ اړيکي هم ارزښتمني ګڼي جوليان استوارد ( Julian Ostward ) ميرمن بوسر اپ ( Ms. Buser Aupe ) کاسمينسکي ( Kazminisky ) او يوشمير نور د دې نظريې د مخکښانو څخه شميرل کيږي .
جوليان استوارد په خپل يو اثر کي چي د ( فرهنګي بدلون پروسه ) تر سر ليک لاندي خپور شويدۍ ، په دې اړوند ليکي : د خپريدني پلويان د ټولنو پر مشابه او ورته ودي زور اچوي ، په داسي حال کي چي د لومړيو مدنيتونود پيژندلو معياري او معقوله لار د کلتوري اقليم ( Cultural Ecology ) څخه ګټه اخيستل دي .يوازي د همدې روش او متود په خپلولو او کارولود لومړنيو مدنيتونو د پيدايښت زمينې او د ودي لاري په رښتيني توګه پيژندلاي او تر لاسه کولای شو . د دې ډلي يو بل نامتو پلوي کاسمينسکي دي ، چي په خپل يو ه اثر کي ( د ارنولد تاينبې پر فلسفه انتقاد ) تر سر ليک لاندي يې خپور کړيدۍ ، ليکلي چي : لومړني مدنيتونه په بيلا بيلو سيمو او بيلا بيلو زمانو پوري اړه لري ، هر مدنيت ځانګړي او ټاکلي مميزات لري چي د همدې خاصو مميزاتو د لرلو په وجه ويلای شو ، دا مدنيت په خپلواک ډول منځ ته راغلۍ دۍ ، وده يې کړې او پيژندل شويدۍ . د دې نظريې پلويان د کلتوري ، جغرافيايې او ايکالوژيکي تاثيراتو ارزښتمندۍ ته زياته پاملرنه کوي .
په ختيځ کي د دې نظريې د پلويانو شمير زيات نه دۍ ، خو د کيفيت له مخي يې وزن او وړتيا په لوړو پوړيو کي ښودل شويده . ابن خلدون او البيروني او يوشمير نورو مورخينو بيله دې چي د تاريخ ليکني روش او ډول ته يې پام اړولۍ وي ، د تاريخي پيښو تصوير يې په يوه يا بل ډول داسي تر تيب شويدۍ چي افاده يې د مدنيتونو پر خپلواکۍ متکي دۍ خو د تاريخ ليکني دا تيوري چي پخواني مدنيتونو د خپل چاپير يال مطابق وده کړې ، د منځنۍ اسيا په هيوادونو کي ډير لږ پلويان در لودل . يوازي د شلمي پيړۍ په پيل کي يو شمير مورخينو د مدنيتونو د خپلواک منځ ته راتللو او ودې کولو ته پام وکړ . په افغانستان کي د دې ډلي مورخينو په سر کي علامه حبيبي او د تاريخ ټولني دوه تنه نور مورخين خدای بخښلۍ استاد احمد علي کهزراد او خدای بخښلۍ مير غلام محمد غبار وو . په هندوستان کي ه . ش . ډانګې او ، ب . ن . پوري په ايران کي عبدالحسين زرينکوب اوحسن پيرنيا او په تاجکستان کي بابا جان غفوروف له دې ډلي مورخينو څخه شميرل کيږي .
د منځنۍ اسيا په هيوادونو کي د ياد شويو مورخينو له خوا ليکل شوي او خپاره شوي اثار د شهرت لوړو پوړيو ته رسيدلي دي ، تاريخ در ترازو د ښاغلي عبدالحسين زرين کوب تاريخ قديم ايران د حسن پيرنيا ليکنه هغه اثار دي چي په ايران کي دننه او بهر د پاملرني وړ ځای لري ، په هندوستان کي د د هند تمدن ، هند د کوشانيانو تر واکمنۍ لاندي ، او هند د لومړي کمونيزم څخه تر مرئيتوب پوري چي په پر له پسې توګه د هندي مورخينو شيري واستوا ، ب . ن . پوري او ه . ش . ډانګې له خوا ليکل شويدي ، هم د هغو هندي نامتو اثارو په شمير کي راغلي چي د چاپيريال پر امکاناتو متکي دي ، په تاجکستان کي د بابا جان غفوروف ليکنه هم د همدې لړۍ يو بل اثر دۍ .
په افغانستان کي د علامه حبيبي د زياتو اثارو تر څنګ تاريخ قديم افغانستان او افغانستان در مسير تاريخ هم له هغو اثار څخه شميرل کيږي چي بنسټيږ اډانه يې د چاپيريال پر شتو او امکاناتو تکيه لري ، چي د مرحوم استاد احمد علي کهزاد او مرحوم مير غلام محمد غبار په زيار ليکل شويدي . د دې سترو مورخينو تر څنګ يوشمير نورو افغان مورخينو هم د علامه حبيبي پر قدم ګامونه پورته کړيدي اوداسي تاريخي اثار يې تدوين کړي چي د افغانستان په تاريخ او تاريخ ليکنه کي وياړلي ځايونه لري چي د ټولو را يادول په دې لنډه ليکنه کي شونې کار نه دۍ .
د علامه حبيبي د افغانستان لنډ تاريخ ، افغانستان بعد از اسلام ، د پښتو ادبياتو تاريخ ، سنګ بنشته ها و خطوط کهن افغانستان ، تاريخ مشروطيت در افغانستان ، کابل شاهان ، صفاريان او تر ١٣٥ ټوکه زيات څيړنيز او بديع خپاره شوي اثار د افغانستان په تاريخ کي ارزښتمن او دشهرت لوړو پوړيو ته رسيدلي دي . حبيبي د يوه مبتکر او خلاق مورخ په توګه داسي تاريخي اثار تاليف او خپاره کړل چي عملا يې د مدنيتونو پر خپلواک منځ ته راتللو او د محيطي امکاناتو پر ارزښتمن تاثير ، د تائيد او ترجيح اثار ګڼلای شو . په دې برخه کي د تاريخ مختصر افغانستان څخه څو بيلګي په ګوته کوو او د دې ادعا دثبوت لپاره يې تاسو درنو لوستونکو ته وړاندي کوو .
علامه پوهاند حبيبي د تاريخ افغانستان په لومړي ټوک کي د ويدي تمدن په اړه ليکي : (( در حدود ١٤٠٠ ق . م . مدنيت باشکوه تحت عنوان ويدي در سرزمين افغانستان باستان حاکم بود ، که از کتب چهار ګانه ويدا ، ميتوان به وجوه ګونه ګون ان مدنيت پی برد . نامهای بعضي از اماکن ، قبايل و دريا ها در اين سرود ها امده و تاکنون باقی مانده است . کلمه پکتها ( پښتون ) الينا ( مردم شمال لغمان ونورستان ) سند ( سيند ) کوبها ( کابل ) هيروتی ( دهراوت )و غيره را ميتوان ياد کرد . ))
د دې متن څخه په ډاګه کيږي چي ويدي مدنيت د افغانستان د لرغونو اوسيدنکو ځانګړې لاسته راوړنه ده ، چي د اړوندو سيمو يادونه يې جغرافيا يې محدوده ټاکي . حبيبي د همدې مدنيت د ټولنيز او سياسي جوړښت په اړه ليکي : (( خانواده ارين ها را کولا ( در زبان پښتو کهول ) ميګفتند و اساس زنده ګی اجتماعی ان جمعيت ها را تشکيل ميدادند که از ان عشاير به وجود مي امد و رئيسی به نام پتي داشت هنګاميکه چند کولا باهم جمع ميشدند ګرامه يا ويسه را تشکيل ميدادند . و مسکن شاهی را پور ميګفتند اين کلمات تاهنوز در اسما واماکن مشهود است . بګرام ، ميروېس ، شير پور وغيره ؛ رئيس خانواده پاتي معادل پدر کنونی رئيس عشيره را کوترا پتي ، رئيس ويا ملک قبيله را ګرام پاتی رئيس قريه را ويس پاتی و شاه را به نام راجان ياد مينمودند .همه ارين ها بالترتيب از مقام پدرو رئيس خانواده الی مقام شاه احترام ميګذاشتند . ))
علامه حبيبي د ويدي او اوستايې مدنيتونو تر منځ هم ځانګړتيا ته پام کړيدۍ ، او دا دوه مدنيتونه چي يو د راغلو اريايې قبيلو سره يوځای وده کړې او بل يې څه نا څه دوه سوه کاله وروسته په لرغوني افغانستان او په ځانګړي توګه بلخ کي پيل شوۍ ، داسي ليکي : (( در حدود ١٢٠٠ قبل از ميلاد مدنيت اوستا يې که از لحاظ محتوا با مدنيت ويدي تفاوت داشت در سر زمين افغانستان شګوفان ګشت ، در اوستا امده است : يمه به اهورامزدا امر فرمود ، يک ( واره ) را ساخت که طول وعرض ان به اندازه يک اسپرس ( يک ميدان اسپ دوانی ) بود ودرا ن حيوانات و جانوران مانند ګسفند ، ګاو ، و مرغان وغيره را نګاه داشت وجای اب را هم به درازی يک هانه ( ميل ) کند ودر ان واره بازارها ، ګذرها وخانه ها را به ترتيب مخصوص ساخت ، ولی مردم عليل ، دروغ ګو ، و پيس را در ان شهر جای نداد. ))
هغه کلي حکم چي ټول مدنيتونه يوه ريښه لري ، عملا د علامه حبيبي په هغو ټولو تاريخ اثارو کي چي د افغانستان د تاريخ په اړه يې ليکلي دي ، له پامه ليري پريښودل شويدي . علامه حبيبي خپل نامتو اثر تاريخ مختصر افغانستان د منځني ختيځ څخه نه بلکي د منډيګګ څخه پيل کړيدۍ . دا پيل چي د پخواني معمولې دود څخه خلاف وو ، خو دومره موثر وو چي په ډيره لږ موده کي د پوره پاملرني وړ وګرځيد ، او د افغانستان ټولو لوستو او نالوستوافغانانو ته د هيواد دتاريځ دپيل حد څرګند شو او د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ خبره دهر ي علمي او سياسي غونډي تر ټولو منلی او معمولي وينا وګرځيدل او دا دۍ اوس د افغانانو تر منځ د يوې معقولي علمي مقولې په څير منل شوېده .
علامه حبيبي د تاريخ مختصر افغانستان په خپرولو سره په حقيقت کي د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ پر له پسې رښتنۍ مسير روښانه کړ . او د پنځه زره کلن اوږد زماني واټن ټولي پيښي يې په خپل خلاق استعداد ګام پرګام داسي وڅيړلې او ووډلې چي له يوې خوا يې د دې ليري زماني واټن يو ا حتی نيم کال هم پټ پرينښوداو له بلي خوا يې د هري ادعا د ثبوت لپاره مطمئن او باوري اسناد وړاندي کړل او په دې ترتيب يې د افغانستان تاريخ هويت او عظمت نړيوالو سياسي او علمي کړيو ته جوت کړ . لنډه دا چي د علامه حبيبي ځای او مقام د افغانستان په تاريخ کي هومره اوچت دۍ لکه د يوشمير سياسي نامتو څيرو او شخصيتونو چي د افغانستان په له سره جوړښت ، ساتلو او يا وده ورکولو په اړوند د درنښت وړدي ، که سياسيونو د افغانستان سياسي هويت ګټلۍ او ساتلۍ دۍ ، علامه پوهاند حبيبي د همدې هيواد تاريخي هويت تدوين او ثابت کړيدۍ .
د علامه حبيبي سره زما يوه خاطره او د هيواد مورخينو ته دهغه يوه توصيه :
خاطره : په ١٣٦١ لمريز کال د کوشاني پير په اړه پنځم نړيوال څيړنيز سيمنار د يونسکو په مرسته په کابل ښار کي داير شو . د سيمنار مرکزي موضوع د کوشاني امپراتورۍ سياسي سرحدونه او د هغو حدود او ثغور ، څرګندول وه . د دسيمينار د درې ورځنيو علمي غونډو په ترځ کي د کوشاني شاهانو د عقيدې او مذهب په اړه د برخه والو پوهانو ترمنځ مباحثه توده شوه . په سيمنار کي د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو نامتو پوهانو او څيړونکو ګډون درلود ، د بهرنيو پوهانو له ډلي څخه هندي نامتو مورخ پروفيسور ب . ن . پوري جاپاني څيړونکي پروفيسور کويا ما ، فرانسوي نامتو پوه پروفيسور فوسمن ،د پخواني شوروي نامتو څيړونکۍ و. ي . سريانيدي او د يوشمير نورو هيوادونو لکه تاجکستان ، ايران ، ايتاليا ، المان ، ترکيې ، انګلستان څخه زيات شمير پوهانو برخه درلوده .
زياتو څيړونکو او د سيمنار ګډونوالو د کوشاني پير او کوشاني پاچاهانو د مذهب او عقيدې په اړه خپله را يه څرګنده کړل ، لکه نن داسي مي ياد دي چي علامه حبيبي ته د رايې څرګندولو نوبت ورسيدۍ ، علامه حبيبي د دې سره سره چي د سپيږيريتوب بيلګي يې په اواز او څيره کي ښکاريدې ، د کوشاني دورې د مذهبي او عقيدتي نظام او روش په اړه يې په خپل ځانګړي اوخلاق استدلا هر اړخيزه مالومات وړاندي کړل . د علامه حبيبي څرګندونو د سيمنار د برخه والو دومره پاملرنه ځان ته وګرځوله چي د حبيبي د بحث وروسته سمدلاسه ټولو برخه والو په يوه ږغ وړانديز وکړ چي د کوشاني څيړنو د راتلونکي نړيوال سيمينار عنوان دي د کوشاني پاچاهانو د مذهب او عقيدې جوتولو ته ځانګړۍ شي . همداسي وشول د سيمنار پريکړه ليک يونسکو ته د برخه والو وړانديز څرګند کړ او د يونسکو مرکزي دفتر له لوري هم دا وړانديز ومنل شو .
د کوشاني څيړنو د پينځم نړيوال سيمنار د وړانديز او د يونسکو د موافقې سره سم شپږم نړيوال سيمنار د کوشاني پاچاهانو د عقيدې تر سرليک لاندي په ١٣٦٦ لمريز کال د کابل په ښار کي داير شو .له بده مر غه هغه مهال علامه حبيبي له دې دنيا رحلت کړۍ وو . او د سيمنار برخه وال يې د خپل حضور څخه محروم کړي وه ، خو د سيمنار د علمي غونډو په جريان کي د ټولو لوستل شويو مقالو څخه چي د کورنيو او بهرنيو څيړونکو له لوري ولوستل شوې ، د علامه حبيبي هغه مقاله چي د افغانستان د علومو اکاډمۍ د يوه تن غړي له خوا ولوستل شوه او هغه مقاله په ١٣٥٩ لمريز کال د کوشاني څيړنو مجلې له خوا خپره شوې وه ، تر ټولو ښه مقاله او د سيمينار تر ټولو ښه تيزيس ومنل شو .
يوه توصيه : په افغانستان کي د کيڼ اوښتون د پيل سره ځيني ځانګړي اصطلاحات رايج شول ، او اوښتوبيانونو زور واخست ، له هرې خولې او له هر ځايه به د اوښتون خبره لومړۍ وه . هر وينا او خبره به د اوښتون په نوم پيل کيدل دا چي اوښتون ته يې څومره عقيده درلوده ؟ ايا دا ريښتينې وه او که د ځينو ملاحظو پر بنسټ به يې د اوښتون اوښتون ويناوي کولې ؟ په هر صورت د ورځي د موډ خبره اوښتون ګرځيدلې وه .
په داسي يوه فضا کي د علومو اکاډمۍ له خوا يو سمپوزيم د ١٣٥٩ لمريز کال په ورستيو کي داير شو . په سمپوزيم کي د هيواد نامتو پوهان او څيړونکي برخه وال وه د ګډون کونکو له ډلي څخه يو تن چي د کابل پوهنتون د تاريخ د څانګي د استاد په توګه يې دنده درلوده ، په بربنډو ادبياتو د(( تاريخ مختصر افغانستان )) په انتقاد پيل وکړ او د دې انتقاد منځنۍ ټکۍ داو چي دا تاريخ د طبقاتي لرليد او انقلابي ايديالوژۍ پر بنياد نه دۍ ليکل شوې ، ضروري ده چي يا مصادره شي او يا يې ليکوال د اصلاح لپاره کار وکړي . او په دي ډول يې خپله رايه په داسي شکل څرګندوله چي ګويا د حاکمي سياسي فضا ملاتړ ورسره شته .
علامه حبيبي د دې مسلې په اړه يو منلۍ او غوڅ دريځ وښود ، ويې ويل : که مورخ هيله لري چي د هيواد تاريخ وليکي ، بايد د هيواد تاريخ وليکي ، نه داچي د هيواد تاريخ تر نوم لاندي د يوه قشر ، يوې ډلي او يا يوه سياسي نظام تاريخ وليکي . علامه حبيبي زياته کړه چي : مهمه خبره داده چي د لومړنيو مدنيتونو د پيل څخه بيا تر اوسه سياسي واکمنانو د ټولني عمومي چاري پر مخ بيولي دي ، واکمنو به د خپل سياسي واک د پايښت لپاره يو مذهب يا بل مذهب ، يو دين او يا بل دين ځان ته غوره کاوه او هغه به يې د خپل حاکميت د دوام لپاره وسيله ګرځوله ، خو په دې تفاوت چي په اوسنيو پر مختللو ټولنو کي د ايزم خبره ده . زما رايه داده چي ټول خلک خاصتا مورخين بايد تر هر څه وړاندي خپل هيواد ته رښتنيني وي ، ځکه چي منحريف مورخ د خپلي ټولني لپاره د اوبا اپيدمي ده .
پای
دوې يادوني
لومړۍ ، دا ليکنه لومړۍ په افغاني شمله نومي ټولګه کي خپره شويده ، چي د ټولو لو زيار يې ښاغلې داکتر طارق رشاد کښلۍ دۍ .
دويم : اخځونه د تخلص پر ترتيب او هغه هم د الفبا په لومړيتوب ليکل شويدي .
اخځونه :
١ : باوري ، رسول . مدنيت های اوليه افغانستان . کابل . پوهنتون کابل . ١٣٧٥ .
٢ : پيرنيا ، حسن . تاريخ قديم ايران . تهران . پوهتنو ن تهران . ١٣٤٦ .
٣ : پوري . ب . ن . هند تحت تسلط کوشانيان . مترجم ضمير ساپۍ . کابل . پوهنتون کابل . ١٣٥٧ .
٤ : حبيبي ، عبدالحۍ . تاريخ مختصر افغانستان . کابل . مطبعه دولتي . ١٣٤٦ .
٥ : حبيبي ، عبدالحۍ . ( برخي ايزدان کوشاني ) تحقيقات کوشاني . کابل . اکادمي علوم . ١٣٥٩ .
٦ : چايلد ، ګوردن . سير تاريخ . مترجم : بهمنش . تهران .پوهنتون تهران .١٣٤٦ .
٧ : ضمير ساپۍ ، حسن . تاريخ قديم افغانستان . کابل . پوهنتون کابل . ١٣٦٣ .
٨ : د کوشاني څيړنو د شپړم سيمنار د مقالو مجموعه . کابل . علومو اکاډمي . ١٣٦٦ .