دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د بابوزي څو شعرونه

                                  

               

 

برخليک

ما ، د غره له څوکو ګړنګو ته حواله کړۍ

ټوټي ټوټي بدن مي جګو غروته حواله کړۍ

 

اور،را باند بل کړۍ په ګټو مي سنګسار کړۍ

خو حق د برخليک مي پښتنو ته حواله کړۍ

بابوزئ

                                        

                   دعا             

ورانوې را ته کورونه بې حسابه  جنازې دي  

پر ټټر مې  د ځوانانوستا  د شوبلو  علامې  دي

زه  د زغم  دعا  کومه ، سر ټيټئ  مي  عادت  نه ده

ګوره ته هم هيري نه کړې د ګروموف برايډن قيصې دي

 

                               پردئ

ځان   لکه    هوښيا  رګڼي  او بل   ته   ليونئ    وايې

سر   نه  دئ   کډو   دئ   چي   ډيري  ته  لږه کئ وايې

 نن   وي   که  سبا  به د لعنت  حلقه  په  غاړه      وړي

ښکار به دزمري  شي و پښتون ته چي پردئ وايې

بابوزئ

 

                                                          اه

                                                اه را ووت له ګوګله  سترګي سرې شوې       

                                                 پر کمبله   چي  مو بيا د غم نارې  شوې

                                                سوې چيغه شوه،مرګي (  نوميالئ ) يووړ

                                               اسماني تندر راپريوت  هيلي مړې شوې

                                                                                                 با بوزئ

 

 

ولاړ

خود به ژاړو افغانانو چي رشاد ولاړ

ستر عالم او لوئ فاضل مو د هېواد ولاړ

ها د پوهي پر اسمان څرګنده ستورئ

موږ غمجن يو خو هغه په خپله ښادولاړ

بابوزئ 

 

 

مه راځه اختره

ورکه خوشالي ده ،  او اختر په فاتحوبدل

سپين کفن  يې راکړ، د اختر په ښوجامو بدل 

لاندي  ترسپيرو خاورو،زياتي ځواني هيلي شوې  

وران يې ټوله کلئ او جومات په هديرو بدل

څومره به لا نوري  ، ککرئ  خاورو ته لاړي شي

نه چا جنت وګټئ ، نه خوار په سرمايو بدل

وران موخپل وطن کړ ، او لافي د غيرت وهو 

څوک  پاتي *خواره شوه او څوک په ډالرو بدل

نه مې  زيارت جوړشو او نه مي خورکئ ولېدم

  زما  ټوټې ټوټې بدن ، د نورو په چړچوو بدل

مه راځه اختره ، چي به ته هم غمځپلئ شې

دلته نفاق ډير دئ ، يو تر بله په پلمو بدل

 زما له توره بخته  چي مي باغ د ګلوورژيد  

 نورو ته چي ګورم سره اغزي يې په ميوو بدل

بابوزئ

٢٢  اکتوبر ٢٠٠٦

غزل

چي يې يار په بل ديار وي څه به خوب کا

چي نهيلئ له روېبار وي څه به خوب کا 

خوار پښتون لره چي واک د مېنې نه وي

که اېساف يې پهيره دار وي څه به خوب کا

ځاله نه نسي بازان په ټيټو سموڅو

القاعده چي يې لاشخوار وي څه به خوب کا

غورو پور پر شنه اسمان د الوتکو

چي پر سر يې ټکهار وي څه به خوب کا

بابوزي ته د پرديو چال مالوم دئ

چي يې ورور پرسره انګار وي څه به خوب کا

٠٩\٠٤\٠٦

 

 

 

  غزل 

يم په غمو اوښتۍ،  د خپل نګار سره

غوښي مي وريتي پر اور،دهغه يار سره

 

دا ليونۍ زړګۍ مي  د اشنا مينه غواړي

اشنا  خو دا نه کوي ، ځي د اغيار سره

 

زه د وصال په هيله مرګ ته په منډه ورځم

هغه پۍ مخۍ اشنا ځي له خونکار سره

 

 

دا د قيامت زلزله ، ده پر زړګي راغلې

که  شوخ نظر د اشناراغۍپه ښکار سره

 

د عشق په هر کرښه ، خو سوځيدل دي په کار

                                             خوند د کباب وي هميش د سره انګار سره

 

 

را نغلم

زه له عدمه په رضا را نغلم

کله چي راغلمه پخلا رانغلم

 

دغه غوښتنه مي له سره نه وه

ځکه نړۍ ته په خندا رانغلم

 

چا محکوم  کړي په هستي يو ټوله

چي له نېستيه زه تنها رانغلم

 

که بل زما او زه د بل په توګه

چا ته معلومه چي همدا رانغلم

 

دې سلسلې مي اندېښنې خفه کړې

چي ولي وروسته يا پخوا رانغلم

 

د بابوزي قلم د عرش تصديق دئ

چي په وعده راغلم قضا رانغلم

 

١٣٧٦ لمريز کال

 

 

 

اذان

 

د سهار په اذانو به ختمي شپې سوې

وار په وار به د ګهيځ وړانګي خپرې سوې

 

برکت د اذانو  شپې لنډه ولې  

څه را وسوه چي مو شپې نوري اوږدې سوې

 

چي را ګډ په کلي شور د اذانو سو

هر اذان سره مو شپې نوري درنې سوې

 

با بوزئ په اذانونو شکمن سوئ

چي ملا يانو ته يې جوړي څو کعبې سوې

١٣٧٦ لمريز کال

 

 

 

لوح محفوظ

 

زه وم تر چا وروسته څوک په ما پسې راځي

څه راز دئ پټ سوئ  چي دنيا پسې راځي

 

يو تر بله وروسته د ژوندون سلسله پايو

پرون وه ځني نن او څوک سبا پسې راځي

 

هر يو چي راغلئ پاته نه سو بيرته ولاړئ

مرګونه ډول ډول خامخا پسې راځي

 

چا نه کړه معلومه چي په څه پسې راغلئ

همدا ارمان يې پاته چې ژړا پسې راځي

 

ليدلي بابوزي  هغه د لوح محفوظ ټکي

په غټو تورو ليک وه چي عقبا پسې راځي

 

١٣٧٦ لمريز کال

 

 

ولي نه ؟

 

د غليم په پلمو سوځمه پوهيږم ولي نه ؟

له دې کنډو کپرو ورتيريږم ولي نه ؟

 

څپيړي مي پر مخ د زمانې ډيري خوړلي

د سرو لمبو په منځ کي به ورتيږم ولي نه ؟

 

ځواني هيلي يو سره وسپيرو خاورو ته لاړې

دنګ زلمي مي مړاوي کيږي نو ژړيږم ولي نه ؟

 

خپله مېنه ورانه زه د بل پر کوڅو سر يم

وايه ای نصيبه چي ورکيږم ولي نه ؟

 

سترګو چي مي لاري د وطن په لوري وکړې

چي نه يې سم ليدلای نو ړنديږم ولي نه ؟

 

با بوزي د زړه په مينه دا وينا ده غوره کړې

لمبه سومه ، سوځيږمه ، پخيږم ولي نه ؟

 

١٣٧٦ لمريز کال

 

 

ارام

 

د زړه ماتو مهاجرو

د محتاجو د سائلو

سټه نسته

تنه نسته

ښاخ مو نسته

 دغه شتون مو څنګه شتون دئ؟

اوښکو وڅاڅئ

را ډيري سئ

سيلاب سئ

ما لاهو کئ وڅپو ته !

چي مي پورته کړې بيا کښته

او بياکښته

لا کښته

چي ارام سم !

 

با بوزئ

١٣٧٦لمريز کال

 

به فراخوان  مشاعره جام  غور

وطندار

ای دوست

نميرسـد بـار کـج ، تـامـنـزل ارمان ای دوست               نه سالک کجرو رسدبه قـصـر کـنـعـان  ای دوست

هرکی از خـود ګذرد، ګردُن فـلـک بـا اوسـت                چشم  طماع نبرد زء خزاين ، فـراوان ای دوست

ګر داد ، خــواهی  زء نوشيروان  عادل مجو                سـر حسيـن  بـه ، از يـزيـد سـلطان  ای دوست

مـه پـوش جـامـه حـرير ، زء اهريمن بد ذات                 کـربـاس بـپـوش  در وصلت  انسان ای دوست

ازپـروانه ، سـوخـتـن آمـوز و از ليث عـياری               راه مرو ، يـار مباد ، با نامردان ای دوست

چـو(جام غور) باش سر به فلک ای(وطندار)                بسـاز( نـدا) ی (حيدری) را(طوفان) ای دوست

يا داشت :

١ -  ( ندا )  داکتر نصير ندا .

٢ - ( حېدری )  عابد حیدری .

٣- (طوفان )  نصر الله طوفان .

د کابل يوه خاطره

يوه ورځ په کابل کي د ده افغانانو د بس تم ځايه په يوه مينو بس کي د افشارو په لور وخوځيدم .د بس په وروستۍ برخه کي زما د بخته يوه تشه چوکۍ وه

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006