د کندهار د ښه ځوانانو په اړه شعرونه
شاعر : عبدالصمد ثاني سندرغاړۍ : سيد محمد
په صفت ارزي
په صفت ارزي دا هر يو ځان ته نامي دۍ
صفت د کنداري دۍ اوس ټوله درښيمه ؛؛ کندهاري ؛؛
په صفت ارزي ملا امد اخند زاده دۍ ؛؛ ملا احمد اخند زاده ؛؛
بل يې غښتلۍ په نام جګ اخند زاده دۍ
د عمرو قيد ملارحمت اخند زاده دۍ
تر اوسه پوري لنډو ورک په فراري دۍ
صفت د .................................................
په صفت ارزي حبيب الله ماما په نامه
حاجي لطيف اکا لري نام او نښانه
ټينګ احوالدار اکا بيخي دۍ په خپل ځانه
غلام فاروق خانه خوشاله ځوانه معرفي دۍ
صفت د ...............................................
په صفت ارزي په پاشمول کي مدد خان دۍ
دادماد يې هم داسي غښتلۍ په خپل ځان دۍ ؛؛ داد محمد ؛؛
بل د مرجې عبدالصمد کاکو نيک نام دۍ
باقي خان ماته رامالوم د سنزري دۍ
صفت د ....................................................
په صفت ارزي د شوين حبيب الله دۍ
عبدالعزيز د پير پايمال نامي خورا دۍ
دتابين ګل ماما ټينګ سوۍ په رښتيا دۍ
ښې پيژنمه سرور خان د سنزري دۍ
صفت د ...................................................
په صفت ارزي د تابين رازق مدامه
غښتلۍ ورور لري په نامه عبدالرحمانه
و د پاشمول محمد عزيزفقير ښه ځوانه
تللۍ ډير نوم د جمعه ګل او پستکي دۍ
صفت د ................................................
په صفت ارزي حميد خان مشر سړۍ وو
لالو هم مړدۍ بيله شکه توريالۍ وو
غوثو کاکړ د دغه ښار عجب زمرۍ وو
نور محمد هم خوشاله ځوانه معرفي دۍ
صفت د .................................................
په صفت ارزي جبارخان د سرپوزې دۍ
عيدي ماما د د ې ښار کوره خانې دۍ
بل توره باز چي د ښکاپر د دروازې دۍ
فيض ا لله دۍ د مناري اوس لا بند دۍ
صفت د ................................................
په صفت ارزي شاپسند د نيش دۍ خانه
سيف الدين ورور رستم زمرۍ دۍ پهلوانه
بل وطندار يې د هغه دځای قيوم خانه
سر دار نورزۍ څومره غښتلۍ ازلې دۍ
صفت د .............................................
په صفت ارزي په نامه طالب جلاله
د ګوشخانې شامد نامي په هره لاره ؛؛ شا محمد ؛؛
څه شوه خيرو او ملا غفار چي سوه په داره
يو امين جان بل داود شاه د ناخوني دۍ
صفت د ......................................................
په صفت ارزي ملا کمال اخند نوميږي
د بالا قرض حسن خو کلک را مالوميږي
د قلعه چې حسام الدين قصاب ياديږي
صالح هم دۍ د قلعه چي اوس فراري دۍ
صفت د ...................................................
په صفت ارزي رازمحمد دريادومه
د د دوان نبو د سنزري لا لۍ منمه
بل براهيم خان او ؛؛ رازمامد؛؛ معلم ښيمه ؛؛ رازمحمد ؛؛
بل ماما ګۍ او تر بالا عبدالباري دۍ
صفت د ............................................
په صفت ارزي نظر جان فقير ښه ځوانه
نوم د کبلي او د کوبات دۍ په دا شانه
امين ا لله اوپير محمد دي غيږ بازانه
خوشاله ځوانه ملا؛؛ لال ماد؛؛ ډير مابتي دۍ ؛؛لعل محمد؛؛ ؛؛ محبتي ؛؛
صفت د ................................................
په صفت ارزي ملا منان د نيش د خاکه
بل د ملا اخند دکلي ماد ايساکه ؛؛ محمد اسحق ؛؛
مد اعظم د دې موسي دۍ ډير چالاکه ؛؛ محمد اعظم ؛؛
بيا د سپيروان ګلمادخان خوښ د هر سړي دۍ ؛؛ ګل محمد خان ؛؛
صفت د ...............................................
په صفت ارزي د بولدک ولي ښه ځوانه
حاجي محمد او غلام دواړه دي ناميانه
تر کاڼي کلک د دېخوجې دۍ رمضانه
د کرزتورجان وو توره باز نوم يې جاري دۍ
صفت د ............................................
څه سو نانۍ او زهير جان د زنګاواته
نوم د دانور او شابوزي تر اوسه پاته
د چوک نامي داود فقير ولاړۍ عقبا ته
شير مادخان ورور دۍ دسردار عجب سخي دۍ ؛؛ شير محمد خان ؛؛
صفت د ............................................
کلک وو بور ماد اکا تر پيش کابل سلامه ؛؛ بور محمد اکا ؛؛
سردار مامد او د پاشمول و صمد خانه ؛؛ سردار محمد ؛؛
سيد مابوب شاه اغامغروره عجب ځوانه ؛؛سيد محبوب شاه اغا ؛؛
د سر پوزې عبدالاحد خورا جنګي دۍ
صفت د .................................................
په صفت ارزي دغه ټوله کنداريان دي ؛؛ کندهاريان ؛؛
هر يو بيشکه په خپل ځای کي شنه زمريان دي
غښتلي خلک پر هرچا باندي ډير ګران دي
ثاني عبدالصمد تشير په شاعري دۍ
صفت د د کنداري دۍ ، اوس ټوله درښيمه