دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
(( افغاني لرغوني کلتور ته درناوۍ )) تر سرليک لاندي غونډه جوړه سوه

د سلام فرهنګي ټولني خبر يال : نجيب باوري

 

سلام فرهنګي ټولني د هلند هيواد په اسن ښار کي د((  افغاني لرغوني کلتور ته درناوۍ ))  تر سرليک لاندي د ٢٠٠٥ زيږديز کال د اکتوبر په اومه نيټه د هيواد نامتو موزيم پوه ښاغلي عمراخان مسعودي په وياړ کلتوري غونډه جوړه کړه  . په دې غونډه کي ،  په هلند کي د ميشتو يو شمير افغان ليکوالو او د کلتوري هڅو مينه والو سره يوځای د بلجيم  دافغانانود تفاهم  مرستي اودوستۍ ټولني مشرتابه ، په جرمني کي د کلتوري ودي ټولني مشرتابه او په جرمني د افغان سينما تياتر مرکز مشرتابه  هم ګډون درلود .

د غونډي تر پيل وړاندي ښاعلي حاجي امين باوري ميلمنو ته په سيمه ايز وخت د روژماتي خبرتيا واورول او تر روژه ماتي  ، لمونځ او ډوډۍ خوړلو وروسته د حاجي امين باوري په وياندۍ د غونډي لومړۍ برخه پيل سوه .

 

               

 

                                             د غونډي وياند حاجي امين باوري

 

 د غونډ وياند په يوه لنډه سريزه کي  د سلام فرهنګي ټولني  د هڅو په اړه وويل :  د سلام فرهنګي ټولني  لومړنۍ بهرنۍ څانګه په (  ٢٠٠٠ ) دوه زره زيږديز  کال  په هلند کي پرانستل سوه چي تر اوس مهاله يې  د خپلو کلتوري اصولو پر بنسټ  خپلو هڅو ته پايښت ورکړيدۍ ، او له دې وروسته يې هم هوډ دادۍ چي و خپلو ټاکلو ارونو ته په پام سره به مخ پر وړاندي درومي  . دې ټولني تر اوسه  په خپل لګښت  پنځه  ادبي او تاريخي کتابونه  خپاره کړيدي . د دوو کلو نو راهيسي  سلام فرهنګي  ټولني په خپل نوم   ( www.salaamtolana.org  ) يوه انټرنيټ پا ڼه په پرله پسې توګه هڅانده ساتلې ده . په هلندکي د ميشتو افغانانو سره يې  د ملي او کلتوري ورځو په نمانځنه کي  پوره او ټاکونکې ونډه  اخستې ده ،او دادۍ اوس يې د هيواد د نامتو موزيم پوه ښاغلي مسعودي په وياړ غونډه رابللې ده چي د ټولني په هڅو کي د خپل ډول  لومړنۍ  ده  . د غونډ وياند د دې  لنډي سريزي د اورولو وروسته  په هلند  کي د سلام فرهنګي ټولني مشر رسول باوري ته  د وينا بلنه ورکړه .

                

 

               

                 په هلند کي د سلام فرهنګي ټولني مشر پوهنوال رسول باوري غونډ ته د وينا پر مهال

 

پوهنوال رسول باوري دد خپلي وينا په ترځ کي د ښاغلي مسعودي سره د ديرشو کلنوپه ترځ کي  يو څو په زړه پوري خاطرې چي په هغو کي د ښاغلي مسعودي مسلکي پوهه ، کاري سپيڅلتوب ،او د هيواد دلرغونو اثارو سره يې رښتينې مينه برملا کيدل   د غونډ ي برخه والو ته واورولې .

تر هغه وروسته په اروپا کي ميشت د يوشمير کلتوري ټولنو پيغامونه چي د دې غونډي او په ځانګړي توګه ښاغلي مسعودي ته د درناوي لپاره رارسيدلي وه ، ياد سول او د ايسکي په ډول د سويدن څخه  د دوستۍ ټولني  په استازيتوب د ښاغلي حبيب الله غمخور او د دنمارک څخه د افغانانو د علمي مرکز په استازيتوب د ښاغلي هيواددوست  پيغامونه ولوستل سوه .             

د پيغامونو تر لوستلو ورسته په جرمني هيواد کي د کلتوري ودي ټولني مشر زرين انځور ته بلنه ورکړل سوه چي غونډي ته په اروپا کي د ګډو کلتوري ټولنو پيغام ولولې .

 

         

                په جرمني کي د کلتوري ودي ټولني مشر زرين انځور غونډي ته د وينا پر مهال

 

 ښاغلي انځور په اروپا کي د د کلتوري ټولنو د ګډي جرګې له لوري  دمنل سوي ستاينليک  متن ولوست او د هغو ټولنو د استازو د هلند څخه د ښاغلي نظيف تکل او ښاغلي  حسن شور د بلجيم څخه د ښاغلي نجيب احمدزي او د جرمني څخه د ښاغلي داکتر واحد نظري  او ښاغلي  احمد شاه باوري  او ښاغلي غريب  څخه  هيله وکړه چي په ګډه   هغه ستاينليک ورکړي . نوموړو ښاغلو په ګډه ښاغلي مسعودي ته  د هغوۍ د ټولنو له خوا منل سوۍ ستاينليک ورکړ .

                      

د ښۍ خوا : ښاغلۍ احمدزۍ، ښاغلۍ غريب ، ښاغلۍ شور ، ښاغلۍرسول باوري ،ښاغلۍ مسعودي ، ښاغلۍ حاجي امين باوري ښاغلۍ نظيف تکل او ښاغلۍ نظري دستاينليک دورکړي پر مهال ليدل کيږي .

           

         

                                        ښاغلۍ مسعودي غونډي ته د وينا پر مهال

بيا ښاغلي مسعودي ته د وينا بلنه وسوه . ښاغلي مسعودي د هيواد دموزيمونو او لرغونو سيمو او دهغوۍ تير مهال ته تر لنډي کتني وروسته  يې د خپلو روانو هڅو او کارونو په اړه د غونډي برخه والو ته په زړه پوري مالومات ورکړل  . نوموړي د خپلي وينا په يوه برخه کي وويل چي : د ملي موزيم کارکونکو د دريو کالو را په ديخوا د افغانستان ملي موزيم ودانۍ ورغول ، په موزيم کي را پاته اثار يې د نندارې لپاره چمتو کړل ؛ په موزيم کي يې د يوه فني او تخنيکي ورکشاپ د پرانستلو زمينه برابره کړل ؛ د دوه زره تاريخي او لرغونو اثارو د ژغورني په هڅوکي  بريالي سول ؛ او تر اوسه يې تر شل زرو تاريخي اثارو د لړۍ کار بشپړ کړيدۍ  ؛ ښاغلي مسعودي د يوشمير ارزښتمنو اثارو د بيا پيدا کولو خبر ه هم وکړه چي د يونسکو او يو شمير بهرنيو هيوادونو او کلتوري موسسو په مرسته ترلاسه سويدي . ښاغلي مسعودي   يوشمير پوښتنو ته هم ځوابونه ويل . د ښاغلي مسعودي  وينا  د ګډونوالو له لوري په پر له پسې چکچکو بدرګه کيدل .

وروسته د غونډي وياند  د ښاغلي واحد نظري څخه هيله وکړه چي په جرمني  کي ميشت د افغان سينما تياتر د مرکز له خوا هغه فلم چي په دې ورستيو کي په جرمني او هلند هيوادونو کي جوړ سوۍ وو ، ډالۍ کړي . بيا ښاغلي واحد نظري او د افغانن سينما تياتر بل غړۍ ښاغلۍ مطيع الله سره سټبج ته راغۍ  لومړۍ يې د سلام فرهنګي ټولني څخه مننه وکړه چي دا داسي غونډي تياري يې نيولې ده او بيا يې  د هجرت په نوم فلم  ښاغلي مسعودي ته وړاندي کړ.

 د غونډي وياند د دواړو ښاغليو څخه په دي اړه مننه وکړه .او بيايې  د يو بل افغان موزيم پوه  ښاغلي حسن شور څخه هيله وکړه چي د ښاغلي مسعودي سره د خپل کار پر مهال خپلي خاطرې د غونډي برخه والو ته واوروي .

وروسته ښاغلۍ شور دريځ ته راغۍ او د خپلو په زړه پورو خاطرو په يادولو يې د غونډي برخه والو ته د ښاغلي مسعودي او د ملي موزيم  په اړه تير يادونه راتازه کړل ، چي د غونډي د برخه والو له خوا په چکچکو بدرګه کيدل  .

              

                              افغان موزيم پوه ښاغلۍ حسن شور غونډي ته د وينا پر مهال

د ښاغلي شور تر وينا وروسته  دغونډي وياند ښاغلي حاجي امين باوري د سلام فرهنګي ټولني مشر ته بلنه ورکړل چي  په جرمني کي ميشته اغلي خور مينه غريب ته  د سلام فرهنګي ټولني له خوا منظور سوې ډالۍ ( په پښتني دود پوړنۍ  ) وسپاري  . ښاغلي رسول باوري يوځل بيا دښاغلي مسعودي څخه هيله وکړه چي اغلي خور مينه غريب ته  د سلام فرهنګي ټولني ډالۍ  ( پوړنۍ او ستاينليک ) وروسپاري ، وروسته ښاغلې مسعودي دريځ ته راغۍ او برابره سوې ډالۍ يې  په  پښتني دود ميني غريب ته وسپارل ، چي هره لحظه يې د ګډونوالو په تودو چکچکو بدرګه کيدل . وروسته مينه غريب سټيج ته راغلل او د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه څخه يې مننه وکړه چي په ستاينليک او پوړني يې ونازول او هم يې د ښاغلي مسعودي څخه مننه وکړه چي د غونډي د مشر په توګه يې دا ډالۍ ورکړه ، تر هغه وروسته يې  خپل هغه ټوټه نثر ولوست چي د يوې پښتني پيغلي احسا س  پکښي له ورايه څرګند وو .

                        

                                                  اغلې مينه غريب غونډي ته د وينا پر مهال

اغلي مينه غريب د خپلي وينا په يوه برخه کي وويل چي : د یوې پښتنې د پاره د هغې پوړنی څه معنی لري، دا فقط یوه پښتنه احساسولی شي!.بابرزی صاحب یی په خپل خواږه او زړه وړونکی شعر کی زموږ هيواد د شملو وطن گڼی.لکه چی وایي :

 د شملو وطن ته راشه                           چی شملی درته په سر کړو

ته رڼا د ستورو راوړه                            موږ به وینی د زړه درکړو

خو د هیرولو باید نه وي چي د وخت شمله ور د پوړني  تر سیوری لاندي غوړیدلي، روزل شوي او اتلان شوي دي.درنو مشرانو د شملوله وطنه لري تاسو ماته دا پوړنی  را پرسر کړ او ډیره مینه مو راوبخښله، او مسؤلیتونه هم ورسره . نو زه به خپله پوره هڅه کوم چي ددې پور ادا کړای شم. ستاسو د میني او لاس راکښلو تر څنگ دا غواړم یاده کړم چي دا ټولي زما د مور او پلار هڅي وې او دي چي موږ یې مسلمان او پښتانه ساتلي یو. د ميني غريب وينا په پر له پسې توګه د ګډونوالو له خوا په  چکچکو بدرګه کيدل .

بيا په هلند کي د بينوا فرهنګي ټولني او ښکلا مجلې  استازي ښاغلي عبدالله احسان هغه پيغام ولوست چي د سلام فرهنګي ټولني په نوم  د همدې غونډي په اړه را ليږل سوۍ وو .

                     

                      ښاغلۍ احسان غونډي ته د بينواکلتوري ټولني او ښکلا مجلې پيغام لولي

ښاغلي احسان د ښکلا مجلې او بېنوا ويبپاڼي دکارکوونکو په استازيتوب د ټولني د پيغام په ترڅ کي د افغانستان د ملي موزيم ، د تاريخي اثارو د ساتني او په دې لړ کي د ښاغلي مسعودي د هاند او هڅو ستاينه وکړه ، او نوموړي ته يې د پرنس کلاوس د جايزې د ګټلو په مناسبت مبارکي وويله .

                                                

                                                      د غونډي يو شمير برخه وال

                

       

                                              د غونډي يوشمير برخه وال

 

                       

      

                                           ويلم پوخلسانګ اود غونډي نور  برخه وال

 

 

                      

 په انځورکي له ښۍ خوا  ښاغلۍ حاجي ايوبي ، ښاغلۍداکتر تاج محمد، ښاغلۍ شور،  ښاغلۍ  مياخيل او ښاغلۍ نجيب سهاک او يوشمير نور ليدل کيږي       

 

              

    په انځور کي له ښۍ خواښاغلۍ وليدساپۍ ،ښاغلۍ استاد يارمحمد او ښاغلۍ حميد ليدل کيږي

         

وروسته د پروګرام دويمه برخه ټنګ ټکور پيل سو چي د هيواد پيژندل سوي هنر مند ښاغلي يار محمد  په خپل خواږه اواز کي خوږي سندري د غونډي برخه والو ته واورولۍ چي داسندريزه يرخه په يوه ملي سندره  پيل سوه  . 

                        

                   

                                                                د لويانو ملي اتڼ

                                                                                                                                                

              

          

          

              

                                                     د ماشومانو ملي اتڼونه

            

غونډه د شپې په سيمه ايز وخت په دولس بجو پای ته ورسيده .

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006