د افغانستان سرحدونه او په ځانګړي توګه ختيزي او سهيلي کرښي د يوې ستري ستونزي په توګه د افغان اولس او ټولو افغاني دولتونو او حکومتونو په وړاندي وې او لا پاته دي . افغانستان په خپل معاصر تاريخ کي چي د ستري احمد شاهي امپراتورۍ سره يوځای راپيليږي ، د زياتو لوړو ژورو او بيلا بيلو پيښو سر ليکونه لري . خو هغه څه چي اغيزي يې تر اوسه شته هغه د دې هيواد د سياسي پلو او سرحدي کرښوټاکنه ده ، که د هيواد تاريخ ته ځير شو نو د لوۍ احمد شاهي امپراتورۍ د پيل څخه بيا تر اوسه چي د ښاغلي حامدکرزي د واکمنۍ مهال دۍ ، زموږ د هيواد سرحدي کرښي دوه ځله ټاکل شويدي ، لومړۍ ځل هغه وخت چي افغانانو لويه امپراتوري درلوده او د واک چاري د اعليحضرت احمد شا بابا سره وې ( ١٧٤٧ __ ١٧٧٣ ميلادي ) او دويم ځل هم هغه وخت چي امير عبدالرحمن خان واک ته ورسيدۍ ( ١٨٨٠ __ ١٩٠١ ) . خو د دې دواړو تر منځ بيلوال دا و چي ، په لومړۍ دوره کي افغاني واکمنو پرګاونډيانود خپلو ارادو دمنلو توان درلود او په دويمه دوره کي ګاونډيو واکمنو پر افغانستان د خپلو ارادو د تحميل ځواک درلود .
د اعليحضرت شاه زمان تر واکمنۍ وروسته بيا د امير عبدالرحمن خان تر واکمنۍ پوري د افغاني لويې امپراتورۍ ټولي برخي په يوه او يا بل ډول د سيمه ايزو او خپل سرو واکمنوتر منځ ووېشلې شوې او کله نا کله يې ځني برخي لامالکه يا بې خاونده پاته شويدي . د سدوزو کورنۍ په منځ کي شخړي او بيا د محمد زو د کورنۍ تر منځ جګړي او د دې تر څنګ پر افغاني سيمو د بهرنيانو له لوري يرغلونه او تحديدونه د دې سبب شول چي د افغانانو پخوانۍ لويه امپراتورۍ د روسانو او انګريزانو تر منځ و ويشل شي او د هغې امپراتورۍ د نيوکليوس ( Nucleus ) هستې څخه داوسني افغانستان سياسي او جغرافيايې جوړښت منخ ته راشي . هغه وخت چي د اوسني افغانستان سرحدي کرښي ټاکل کيدلې ، دا هيواد نه يوازي دا چي متمرکز دولت او ځواک يې نه درلود بلکي د دوولويو اروپايې زبر ځواکونو تر منځ داسي را ګير او محاط شوۍ وو چي متعرضو ګاونډيو هر ګړۍ او هر لحظه پر افغانستان د بريد توان درلود او يا يې په افغانستان کي دننه د تجزيې او ملک الطوافي ادارو د تپلو وسايل او ګوډاګيان په واک کي وه .
په ١٨٨٠ ميلادي کال اعليحضرت عبدالرحمن خان په کابل کي د واک چاري تر لاسه کړې . دا په داسي حال کي وه چي ، د دولت او حکومت په نوم هيڅ نه وه پاتي يا له سره نه وه او يا هم د انګريزانو سره د جګړې پر مهال له منځه تللې وه ؛ د هيواد په هر سيمه کي سيمه ايزو واکمنو ځان ته د خپلسري دولت په څير چاري پر مخ بيولې ؛ او شمالي او سهيلي ګاونډ يان هم د نړۍ دويش په لټه او ليوالتيا په خورا بيړه د افغانستان پر لور را روان وه ، انګريزانو خو دوه ځله خپل بخت وازمويه او د دريم ځل لپاره يې د تيارې چاري پر مخ بيولې او تزاري روسيې خو د منځنۍ اسيا زيات هيوادونه يوپه بل پسې ونيول چي د عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال يې د افغانستان شمالې څنډه ( پنجده ) تر خپلي قبضې لاندي راوستل . په داسي حالاتو کي د يوه جګړه ځپلي هيواد په توان کي هيڅ هم نه وه چي د دې زبر ځواکونو سره د خپلو سرحدي کرښو رښتنۍ سپيناوي وکړاې شي .
پنجده د افغانستان خاوره وه او لا هم په ناقانونه توګه د افغانستان څخه بيله ساتل شويده ، خو تر پنجدې زياته افغاني خاوره د ډيورنډ کرښي تر نوم لاندي زموږ د هيواده غوڅه شوېده ، چي زموږ د هيواد لپاره تر ټولو ستره ستونزه بلل کيږي . د دې ستونزي حل اوسپيناوۍ د افغانانو ستره هيله ده . دا پوښتني چي دا کرښه څنګه او کله وتپل شوه ؟ د يوې تاريخي پيښي په توګه زيات بحث ته اړتيا لري خو په دې برخه کي د درنو لوستونکو لپاره لنډ او اړين مالومات وړاندي کيږي .
د ډورنډ کرښي په اړه تر هر څه لومړۍ دا اړينه بريښي چي د هغه مهال پيښو ته پام وکړو چي د اوسني افغانستان په جغرافيايې جوړښت کي ځانګړي کالونه بلل کيږي ، د دې کلونو پيښي داسي يو په بل پسې وشوې چي : د ١٨٧٨ ميلادي کال د نوامبر پر ٢٠ مه نيټه انګليسي ځواګونو د خيبر ، کورم او بولان له لارو په بريد پيل وکړ ، امير شيرعلې خان د روسانود مرستي په هيله مزار ته ولاړ او په ناکامۍ کي هلته مړ شو ، انګريزانو د خيبر او بولان سيمي لاندي کړي او د جلا اباد تر نيولو وروسته پر کابل د بريد لپاره راوخوځيدل ، او په کابل کي له زندانه راوتۍ محمديعقوب خان يې د ګندمک سيمي ته وغوښت او دهغه سره يې په ١٨٧٩ ميلادي کال د مۍ په ٢٦ مه نيټه داسي تړون وکړ چي پر بنسټ يې انګريزانو ته د خيبر ، کورم او پښين سيمو ور کول ومنل شوه ، اوپه ١٨٧٩ کال د جولای په مياشت کي کيو ناري د انګريزاونو د استازي په توګه د کابل په بالا حصار کي ځای ونيوۍ ، خو د همدې کال د دسامبر په مياشت کي د انګريزانو په وړاندي د پاڅون اواز اوچت شو او د هيواد هر سيمه د مبارزې سپيڅلۍ سنګر وګرځيدۍ .
په کابل کي د کيوناري تر ځای پر ځای کيدو ورورسته پوره يوکال جګړه په ډيره تندۍ روانه وه چي انګريزانو د خپلو ځواکونو د پياوړتيا لپاره په برتانوي هند کي نوي هوسا او تازه نفسه قوتونه افغانستان ته د ليږلو لپاره تيا رکړل ، خو د افغانستان په قبايلي سيمو کي داسي ميړنۍ مقاومت وشو چي هيڅ انګريز ، و افغانستان ته په ننوتلو ونه توانيدۍ . او په کابل او د هيواد په نورو سيمو کي هم افغاني اتلانو د دښمن پر ځواکونو ناتار جوړ کړ . د ميوند فاتح غازي ايوب خان ، غازي محمد جان خان ، مير مسجدي خان ، ملا مشک عالم او يوزيات شمير نور اتلان د اولسي ځواکونو په ليکه کي ودريدل او د دښمن ځواکونه يې ورځ په ورځ تر محاصرې او تنګۍ لاندي راوستل ، تر څو انګريزان وتلو ته اړ ويستل شوه ، د دې لپاره چي په هند کي د انګريزانو په وړاندي د افغانانو څخه په الهام پاڅونونه تر سره نه شي ، نو يې د امير عبدالرخمن خان سره د دوستۍ په نوم د هغه واکمني په دې شرط ومنل چي د هيواده بهر به د چارو په سمبالښت کي د انګريزانو سره مشوره کيږي . دهمدې شرط په منلو سره د افغانستان بهرنۍ خپلواکي له منځه ولاړه .
امير عبدالرحمن خان په هيواد کي هر څه له سره پيل کړه ، دولتي اداره او د هيواد پر بيلا بيلو برخو د واکمنۍ تامين ، په هيواد کي د سولي او امن ډاډمنه فضا ، د دولتي بودجي پياوړتيا ، او نوري هغه اړيني دندي چي د يوه واکمن دولت په توګه ورته اړتيا وه ، ﻻد هيواد پر زياتو برخو يې د واکمنۍ لاس نه وو برشوۍ چي د ګاونډيو زبرځواکونو تر فشار لاندي د هيواد شمالي ، سهيلي ، ختيزو او لوديزو سرحدونو د تثبيت او څرګندولو اړتيا مخ ته شوه . د امير عبدالرحمن خان په وينا : د سرحدي کرښو د تثبيت په لړ کي تر ټولو زياتي ستونزمني کرښي د هيواد سهيلي او شمالي کرښي وې ، دا ځکه چي دواړو ګاونډيانو د افغانستان خاوره او سيمي د ځان کړيدي ؛ امير عبدالرحمن خان انګريزانو ته د غوښتني او مشورې په توګه ليکلې چي : دا به دافغانستان او دوست هيواد بريتانيا په ګټه وي چي سرحدي سيمي د افغان دولت په واک کي پريږدي ، د يوې خوا به زموږ خاوره نه وي ويشل شوې او له بله پلوه به د بريتا نيا دوست هيواد په هميشنۍ جګړو کي راښکيل نه وي ؛ ( تاج التواريخ : ١١٤ ) خو د امير دا خبره او غوښتنه وانه وريدل شوه ، په مقابل کي يې د افغان امير د تحديد لپاره سياسي ديپلماتيکي لاري وتړلې او د نظامي افسرانو په وسيله په ځانګړي توګه د ( لارد رابرتس ) په وسيله يې ګواښونه پيل کړه ، امير عبدالرحمن خان د دا ډول حالت څخه په وار وار سرټکولې او هغه يې د دو هيوادونو د دوستي خلاف کړه وړه شميرلې دي .
په داسي حال کي چي امير عبدالرحمن خان لا په بشپړه توګه د هيواد ټولي برخي تر خپل واک لاندي نه وې راوستي او امير د هيواد په منځنيو سييمو کي د ياغيانو په ځپلو بوخت وو چي د انګليسانو له خوا د سرحدي کرښو د تثبيت لپاره د هانري تيمور ديورند ، چي په هند کي د انګليسي واکمنۍ د بهرنيو چارو وزير وو ، په ١٨٩٣ ميلادي کال د سپتامبر په نولسمه نيټه د يوه هئيت په مشرۍ کابل ته ورسيدۍ .
امير عبدالرحمن خان يوځل بيا انګريزي هئيت ته د سرحدي سيمود ټاکلو په اړه خپل پخوانۍ دريځ وښود ، چي داسيمي بايد له افغانستان څخه بيلي نه شي ، خو انګريزانو د امير دې دريځ ته په يوه بيړني نظامي اکټ جواب ورکړ ، او د هئيت د مرکو او مذاکرو په جريان کي يې پر ژوب ، بلند خيل ، واڼه او يوشمير نورو سيمو يرغل وکړ او هغه يې د افغاني ځواکونو څخه ونيولې ، امير ته په دريو محاذونو ( د هيواد په دننه کي دواکمنۍ ټينګښت ،د شمالې يرغلګر ګاونډي مخنيوۍ او په سهيل کي د انګريزانو مقابله ) کي جګړه تر توانه وتلې بريښيدل نو يې د راغلي هئيت سره د تړون پر منلو موافقه وکړه . او په دې ترتيب د افغانستان سهيلي سرحدي کرښي وټاکل شوې ، چي د انګريزي هئيت د مشر هانري تيمور ډيورنډ په نوم ياديږي . د يادوني وړ ده چي نړيوالو ارونو ته په پام سره دا ډول سرحدي کرښه د ډيفکتو سرحد په نوم ياديږي ؛ چي قانوني او حقوقي ارزښت يې په بشپړه توګه نه دي منل شوۍ . د ډيورنډ کرښه په رښتيني ډول د يوه زبر ځواک تر نظامي او سياسي دباو لاندي د يوه امير ځانګړې پريکړه ده ، هغه پريکړه نه د اولس استازي پارلمان او نه په افغاني دود لويې جرګي ته وړاندي شوې ، او د تيرو ( ١٠٢ ) يو سل او دوو کالو په ترڅ کي د هيڅ افغان واکمن له خوا نه ده منل شوې ، ځکه لا تر اوسه هم ټول افغان اولس دا پوله د يوه غير قانوني او تپل شوي سرحد په توګه پيژني .