استاد کما الدين بهزادد پنخلسمي ميلادي پيړۍ ستر هنر مند او انځور ګر وو . نوموړۍ په ١٤٥٥ ميلادي کال د هرات په هنر پاله لمن کي نړۍ ته سترګي پرانستې ، د ميرک استاد تر لار ښونو لاندي يې لومړنۍ زدکړي د هرات په کتابتون کي بشپړي کړې ،د ١٩٦٧ ميلادي کال راوروسته يې په هغه کتابتون کي کار پيل کړ او تر ١٥٠٧ ميلادي کال پوري يې په پر له پسې توګه د نقاشيو او انځورونو په پنځونو بوخت وو . له هغه ورورسته بيا د سلطان حسين بايقرا په دربار کي د هنري او انځوريزو کارونو او د زده کونکو په روزنه بوخت شو ، په ١٥١٢ ميلادي کال هرات د صفوی اسماعيل تر ولکې لاندي راغۍ اود هرات دډيري ناوړي قحطۍ په کلونو کي چي انسان د انسان غوښي خوړلو ته اړ وو ، استاد بهزاد په هرات کي پاته شو خو په ١٥٢٠ ميلادي کال صفوی اسماعيل استاد کما الدين بهزاد د خپلي واکمنۍ پلازميني طبريز ښار ته ور وغوښت ، د څه مودې وروسته استاد د هغې بې کچي ميني له مخي چي د خپل هيواد او هرات سره درلودل ، د طبريز دربار پريښود او هرات ته راستون شو.
استاد کما الدين بهزاد د انځور ګرۍ او نقاشۍ په برخه کي د ځانګړي سبک او مکتب خاوند دۍ . په خپلو انځورونو کي د روښانه رنګ کارول او د ډول له مخي دبيلا بيلو صحنو پنځول او تصويرول ، د استاد هغه ځانګړني دي چي تر اوسه د نړۍ هيڅ هنر مند د هغه سره د سيالي تر بريده ونه رسيدۍ ، لاتر اوسه يې مکتب ځانګړۍ او سبک يې بې شميره لارويان لري . د هنرتاريخ پوهان او څيړونکي په دې باور دي چي : استاد بهزادد هنر تاريخ په زرينو پاڼو کي د لويديز د را پايل او د ختيز د ماني سره برابر دريځ لري .
بهزاد د انځورونو او نقاشيوپه برخه کي د خپلو هنري ساحر و ګوتو په برکت داسي پنځوني کړي چي د انځورونو شهکار ورته ويل کيږي . په ١٤٧٨ميلادي کال يې د سعدي بوستان چي د علي مشهدي په لاس ليکلي شوۍ وو داسي په ښکلو انځورونو او نقشونو تزئېن کړ چي لا تر اوسه د هنري اړخه سارۍ نه لري ، په همدي کال يې د سلطان حسين بايقرا په غوښته دسعدي بوستان يو ځل بيا نقاشي کړ ، چي همد ا وروستۍ ياد شوۍ اثر اوس د بريتش موزيم په يوه ويترين کي د هغه موزيم د ښکلا ګاڼه ده . د ظفر نامي په نوم د شرف علي يزدي نامتو اثر چي د شير علی په زيار بيا ليکل شوۍ وو د هغه اثر د تزئين لپاره د استاد بهزاد په لاس کښل شوي نامتو انځورونه د هغه کتاب ارزښت د شهکار پوړيو ته ورساوه چي اوس د جان هاپ کنس پوهنتون په کتابتون کي ساتل کيږي .
د استاد بهزاد د انځورونو دوې بيلګي
په اسلامي نړۍ کي د استاد بهزاد د انځورونو ارزښت يوازي په دې کي نغښتۍ نه دۍ چي انځورونه يې ځانګړې ښکلا او سبک يې نړيوال پلويان لري ، بلکي دا هنري هڅي د داسي چوپتيا ماتول وه چي کونکي ته يې په زياته پيمانه د سر بايللو زيان متوجه وو ، خو استاد بهزاد وتوانيدۍ چي خپل هنر د بشپړتيا لوړو پوړيو ته ورسوي او ورسره په ټولنه او خپل چاپير يال کي د درناوي او عزت ژوند خپل کړي . له هغه وروسته چي خپل ټاټوبي ته راستون شو ، بيا يې د شاګردانو او انځوريز هنر د مينه والو لپاره د لارښوني هڅو ته دوام ورکړ . او په ١٥٣٥ ميلادي کال په هرات ښار کي وفات او هم هلته خاورو ته وسپارل شو .
د استاد بهزاد دهنرې هڅو وروسته په منځنۍ اسيا ، هند او زيات شمير عربي هيوادونو کي د انځورونو لړۍ پراخه شوه انو په ځانګړي توګه د بهزاد مکتب زياته پراختيا وموندل ، چي زياتي بيلګي يې په يادشويو هيوادونو کي لا تر اوسه شته . د انځورونو تر څنګ د خطاطۍ هنر هم د انځورونو په ډول رامنځ ته شو ، د ليکونو ليکوالانو يوازي دې ته پام نه ساتۍ چي د ليکني افاده وشي بلکي د ليک ښکلا هم د يوه ار او اصل په توګه په پام کي نيول کيده . پر زيارتونو او هديرو د ليکل شويو ډبر ليکونو او کتيبو څخه ښکاري چي د ليکني هنر کټ مټ لکه د انځورونو په څير د پام وړ ګرځيدلۍ وو . خو هغه انځورونه چي د ودانيو پر بيلا بيلو برخو د ودانيو د ښکلا په نيت کښل شويدي ، د دې هنر د ماهرينو په وړاندي نه يوازي د مخنوي هڅه نه کيدل بلکي د لا ښه کولو لپاره يې د وخت واکمنانو د هغوۍ لاس نيوۍ هم کړيدۍ .
په اسلامي نړۍ کي د ودانيو درې ستري بيلګي په ګوته شويدي ، چي تر ټولو پخوانۍ هنري ودانۍ دقبت السخره يا السخره ودانۍ ده ، چي په اته ضلعي شکل جوړه شويده . په دې ودانۍ کي د انځورونو او نقاشيو ساده ډول څرګنديږي خو په هندسي منظمو شکلونو کي يې ښکلا برملا شويده ، د دې ډول ودانيو يوه بله بيلګه د سلطانيه ودانۍ ده چي هغه هم په اته ضلعي ډول جوړه شوې ، خو د ښکلو انځورونو شته والي د دې ودانۍ ارزښت له خپل ډول نورو ټولو ودانيو څخه را بيل کړيدۍ .په سلطانيه ودانۍ کي د انځورونو داسي بيلګي شته چي د شهکار تر بريده رسيږي .
د سلطانيه ودانۍ يوه برخه
په اسلامي نړۍ کي د ښکلو هنرونو او په ځانګړي توګه د انځورونو او نقاشيو هنر په زياته پيمانه د ودانيو په ښکلي کولو کي محصور او محدود پا ته شو . په داسي حال کي چي د نوري نړۍ هنري پياوړتيا د هنر په هره برخه کي وده کول او پرا ختيا يې موندله ،خو په اسلامي نړۍ کي د انځورونو او نقاشيوبر لاسو هنر مندانو خپل خلاق ذهن او استعداد په ودانيو کي د ښکلو انځورونو او نقاشيو په پلي کولو کي ازمو يلۍ دۍ . په دې برخه کي زياتي بيلګي را يادولای شو چي د انځورونو او ښکلو نقاشيو د ثبوت لپاره وړاندي شي .
تاج محل
په ودانيو کي د ښکلا او تزئين بيلا بيل ميتودونه دود او وده يې وکړل ، د ګچبرۍ ميتود ، د روښانه رنګونو کارولو ميتود ، د هندسي رسمونو څخه د کار اخستلو ميتود او نور . د انځورونو او نقاشيو برلاسو هنر مندانو او کار پوهانو د ودانولو چارو د ماهرينو او استادانو سره يوځای داسي په زړه پوري او ښکلي وداني جوړي کړيدي ، چي اوسني نسلونه يې نړيوال کلتوري ميراث ګڼي اود ساتني لپاره د ملګرو ملتونو په اډانه کي د يونسکوادارې تر څنګ يوبل نړيوال سازمان د (( نړيوال کلتوري ميراثونو سازمان )) په نوم پرانستل شويدۍ ، چي د نړۍ د ١٨٦ هيوادونو له خوايې ملاتړ کيږي .
پای
اخځونه د الفبا په تر تيب :
باوري ، رسول . د منځني ختيز لرغونپوهنه . ( کابل : کابل پوهنتون ) ١٣٦٦ .
جهاني ، عبدالباري . هرات پښتانه او ستره لوبه . ( پيښور : د ساپي پښتوڅيړنو او پراختيا مرکز) .١٩٩٩.
حبيبي ، عبدالحۍ . تاريخ خط ونوشته های کهن افغانستان . ( کابل : مطبعه دولتي ) ١٣٥٠ .
ذکا ، سيروس . از هنر هيتيها تا نقاشي امروزی ترکيه . ( تهران : انتشارات امير کبير ) ١٣٤٢ .