صلصال تر بشپړورانيدو وړاندي
صلصال دنړۍ په کچه د هنري پنځونو هغه بي جوړې ټولګه وه چي د خپل پير تاريخي ، فکري او کلتوري هراړ خيزه مالومات يې په خپل څه ناڅه يو زرو شپږسوه ( ١٦٠٠ ) کلن پايښت سره د زمانۍ تر بيلا بيلو پيچومو راوژغورل او تردې ورستيو لسيزو يې راو رسوول . د دې اوږدو کالونو په ترځ کي کله د درناوي داسي لوړو پوړيو ته رسيدلۍچي د درنښت لپاره يې د ختيزو او لويديز وملکونو څخه په زرګونوزايرين او سيلانيان راتلل ، په مينه ناکو سترګوبه يې ورته کتل اوپه سپيڅلو زړونو به يې ورته د درناوي سر ټيتوۍ، او کله هم د ناوړو ، حسودو او لنډ اندو د سترګو اغزۍ شوې او د هغوۍ له خوا د نازل شويو ناورينونو په وړاندي يې خپل ټټر سپر کړۍ اود زغم په ښوونه يې ، خپل دبدبه ساتلې وه . کله د چنګيزي ورانکاروله پامه بد شوۍ ، او د غضب غشي يې پري اورولي دي ؛ کله بيا د اورنګ زيب لښکرو د توپ په ډزو د هغه مخ مڼګوړي ( کشکاري ) کړۍ، خو له بده مرغه په ٢٠٠١ ميلادي کال دمارچ په مياشت کي د ړندواوکلتوردښمنو کسانوله خوادهيواد دا تاريخي ميراث او کلتوري شتمني دنورو شتمنيو په څير د باروتو په لمبو کي لولپه شول .
صلصال تر بشپړ وراندو وروسته
صلصال او دهغه تر څنګ بله مجسمه چي شمامه نوميږي ، زموږ په هيواد کي دا سلامي پير وړاندي زمانو هغه دوه بې جوړې اثار وه چي دبودايې مذهب او ګندهارا هنري مکتب او داړوندو سمڅو په دننه کي د ساساني هنري انځورونو د را پيژندلو سربيره يې د اوسني پير لپاره هم د هيواد په توريزم او ګرځندوۍ صنعت کي اوچت دريځ درلود . د همدي امله د يوشمير کلتوري او فرهنګي موسيسو او کسانو هڅه داده چي د دې مجسمو په بيا رغونه دي نړيوالي کلتوري موسيسې او د افغانستان دولت اړويستل شي . له نيکه مرغه دادۍ يوه جاپاني انځورګر د صلصال د تمثال دجوړيدو ژمنه کړې او د افغانستان لوري هم د دې وړانديز هرکلۍ کړيدۍ .
د ( رڼا او ږغ ) په نوم هغه پروژه چي د جاپاني انځورګر له خوا يې وړانديز شويدۍ ، دهر افغان لپاره او په ځانګړې توګه دافغاني کلتور او هنر مينه والو ته د خوښۍ زيرۍ دۍ ، چي د زړه له کومي يې هرکلۍ کوي . خو د دوو اړينو مسلو توضيح او بيان ته اړتيا شته لومړۍ داچي : دا پروژه د باميان د لرغونو مجسمو بيا رغونه ، نه بلکي يو نوښت دۍ ، چي د مجسمو د فزيکي بيا رغوني سره تړاو نه لري ؛ دويم داچي دا پروژه د لرغونپوهني د ارونو پر بنسټ نه پلي کيږي ، بلکي د پرمختللې تخنيک اوکمپيوتري اسانتياو په مټ يوه داسي کلتوري هڅه ده چي هم به د يوې تاريخي پيښي ياد ژوندۍ وساتي او هم به دګرځندوۍ صنعت له لاري د هيواد مالي بنسټ غښتلۍ کړي .
د افغانستان دولت کلتوري چارواکو د دې پروژې ګټورتوب منلۍ خو د پلي کولو لپاره د يونسکوادارې موافقه د يوه شرط په توګه يادوي . د دې لپاره چي د دې ګټوري پروژې د پلي کولو چاري ګړندۍ شي ، اړينه ده چي بوخت چارواکي د يونسکو ادارې ته هغه مالومات او اسناد وليږي ، چي د دې پروژې ګټورتوب پکښې څرګند وي ، او له بل پلوه د هغو ځانګړو انګيرونو د حل لپاره ، د تخنيکي او علمي ارونو پر بنسټ ، وړانديزونه ترتيب کړي چي د يوشمير کارپوهانو له نظره د دې پروژې د پلي کولو په وړاندي مانع ګڼل کيږي . د دې خبري يادول هم اړين دي چي : د ( رڼا او ږغ ) پروژې پلي کول بايد د ورانو شويو مجسمو د پاتي شونو څخه د هغو مجسمود طبيعي بيارغوني د هڅو مخه ونه نيسي . د ورانو شويو مجسمو د پاته شونو څخه د هغو طبيعي بيا جوړنه د تاريخي اړخه په هغه پيمانه اوچت ارزښت لري لکه د دې مجسمو په لومړي ځل جوړيدوکي چي پروت وو . د دې مجسمو لومړۍ جوړيدل زموږ په هيواد کي د فرهنګي او هنري خلاقيت او نوښت د لوړتيا يې پړاو ښکارندويي کوي او ورانول يې د خپل مهال تور او تاريک خيالونه څرګندوي ،که د مجسمو د ورانو شويو برخود پاتي شونو څخه د مجسمو نيمګړي تنې ( صورتونه) جوړ شي هغه به په خپل وار دوې پيښي په يوه اثر کي برملا کړي .