ليکوال : پوهنوال رسول باوري
په اماني پير کي د لرغونو څيړنو څرک
په افغانستان کي د لرغونو سيمو دعلمي سپړنو دپيل وياړ هم د نورو تاريخي وياړنو په څير د اماني پير سره تړلۍ دۍ . د اعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د لومړي ځل لپاره په هيواد کي د لرغونوسيمو د سپړلو او څيړلو چاري د علمي او کلتوري تړونو پر بنسټ د نړيوالو معيارونو سره سم پيل شوې . د دې څانګي پوهان په افغانستان کي د لرغونو څيړنو تاريخ په دوو مرحلو ويشي ؛ لومړۍ مرحله په افغانستان کي د سپړنو غير رسمي دوره او دوهمه يې په هيواد کي د رسمي دوري په نومونو يادي کړيدي
په افغانستان کي د غير رسمي سپړنو پير له پيړيو وړاندي پيل شوۍ او تر ١٩٢١ ميلادي کال پوريې دوام کړيدۍ . په دي دوره کي افغانستان بيلا بيلي سيمي په بيلا بيلو وختونو کي بيله رسمي او قانوني جواز څخه ، سپړل شوي او د سيمو څخه تر لاسه شوي اثار بهراو په ځانګړي توګه اروپايې هيوادونو ته وړل شويدي . د افغانستان څخه د دا ډول اثارو وړل هم په دوه ډوله تر سره شويدي. لومړي هغه اثار چي د انتيکو توکو پيرودونکو کسانو په وسيله وړل شوي ،چي هغوۍ يوازي د لرغونو توکو سره د يوه انتيک پلورونکي او يا انتيک پيرودونکي په توګه کار درلود ، چي له بده مرغه دا ډول کسان لا تر اوسه په پوره توګه نه دي پيژندل شوي ،
د غير رسمي دورې په ترځ کي دوهم ډول وړل شوي اثار له نيکه مرغه د هغو څيړونکو او مسلکي کسانو له خوا وړل شويدي ، چي په اړه يې څرګندوني او معلومات شته . په دي برخه کي د بيلګي په توګه د يوشمير هغو څيړونکو يادونه کوم چي په بيلا بيلو وختونو کي يې د افغانستان لرغوني او تاريخي اثار په بيلا بيلو سيمو کي سپړلي او بيا يې له ځان سره وړي دي . په دي لړ کي تر ټولو وړاندي د مورکرافت ( Moorcraft ) تر بيک ( Terbeek ) کورت ( Court ) چارليس مسون ( Charls Masson ) هونيګ برګر ( Honig Berger ) او يوشمير نورو نومونه يادشويدي . نوموړو څيړونکو د په لاس راغلو اثارو پر ينسټ ارزښتمني ليکني او خپروني کړي ، دبيلګي په توګه انګليسي ويلسن ( H.H.Willson ) د هغو اثارو پر بنسټ چي په افغانستان کي يې تر لاسه کړي وه د (( لرغوني اريانا )) په نوم يو داسي اثر خپور کړ چي نه يوازي د افغانستان د لرغونتيا په اړه يې نړيوالو ته د نوۍ ليد زمينه برابره کړه بلکي د راتلونکو څيړنو لپاره هم ديو باوري ماخذ په توګه د يوشمير اړوندانو د ګټي وړ وګرخيدۍ ( حيدري : ١٣٦٠ : ٥ ) .
د افغانستان په تاريخ کي د لوموړي ځل لپاره د لرغونو سيمو د سپړلو او څيړلو په نيت د بهرنيو هيوادونو د څيړونکو سره په 1922 ميلادي کال رسمي تړنونه لاسليک او د عملي کيدو چاري يې تر سره شوې . د دې علمي هڅو د پلي کيدو لپاره د اماني پير سياسيواکمنانو او په ځانګړي توګه د غازي امان الله خان سياسي او معنوي ملاتړ مرستندوۍ وګرځيدۍ . د علم او عصري پوهي سره د اعليحضرت امان لله خان مينه ، په هيواد کي د نورو پوهنيزو بهيرونو تر څنګ د پخواني تاريخ او افغاني کلتور د پوهيدلو وړ چاپيريال منځ ته راوست . د علم او پوهي سره د هغه نوښت ګر پاچا مينه او په عصري علومو د افغاني ځوانانو د روزني او پالني سره ليوالتيا يې د هغي وينا څخه ښه څرګنديږي چي بهر ته د افغاني محصلينو د ليږلو پر وخت يې کړېده . اعليحضرت امان ا لله خان نوموړو محصلينو ته په هغه وينا کي وويل : دا دخوښۍ ځای دۍ چي نن موږ د خپل پيغمبر ( ع ) د حکم پر بنسټ چي ويلي يې دي (( اطلب العلم ولوکان في سين )) عمل کو او خپل افغان زلمي د زدکړو لپاره بهر ته ليږو . زما شهيد پلار مرحوم هم ليکلي وه چي تر څو افغانان بهر ته دزدکړو لپاره ولاړ نه شي او له بهره ښونکي راونه غوښتل شي افغانستان به پر مختګ ونه کړي ، دا هيله پخوا هم وه خو اوس دادۍ له نيکه مرغه دا هيله پلي کيږي . ))
اعليحضرت امان ا لله خان د خپلي وينا په تر ځ کي زياته کړې چي : زه تاسو ته د ورورۍ يو خبره کوم چي د افغانستان نوم او اسلامي کرامت ته زيان ونه رسوۍ ، بيله زدکړي بل هيڅ کار ته مخه وه نه کړۍ ، زه تاسو ته مخه ښه وايم او هيله مي ده چي تاسو بيرته خپل هيواد ته د علم او پوهي سره يوځای راشۍ او تاسو ووينم که چيري مړشوۍ وم نو بيا مي هم هيله دا ده چي تاسو هر يو زما دهديرې سر ته راشۍ او ماته وواياست چي تاسو کومه پوهه او علم زدکړي او اوس يې د خپل هيواد د پرمختګ لپاره کاروۍ ، زه به هغه وخت په خپل قبر کي ارام او روح به مي هوسا شي . )) ( سوبمن : 1368 ؛ 19 )
د عصري او مدرني زدکړي سره د اعليحضرت امان الله خان د بيکچي او زياتي ميني يوه څرګنده پايله په افغانستان کي د لرغونو څيړنو او سپړنو پيل وو. د همدي چاپيريال په دننه کي د افغانستان د لرغونو سيمو سپړني او څيړني په رسمي توګه پيل شوې . په دي برخه کي تر ټولو وړاندي د افغانستان دولت د بهرنيو چارو وزارت او فرانسوي لرغونپوهانو تر منځ يو تړون په ١٩٢٢ ميلادي کال لاسليک شو ( پولاديان : ١٣٦٣ : ٣٣ )
د هغو سيمو څخه چي د فرانسوي لرغونپوهانو له لوري وسپړل شوې، په زياته پيمانه تاريخي اسناد او لرغونوي توکي تر لاسه شول چي زموږ د هيواد په تاريخ کي څرګند او وياړلې ځای لري . په دي برخه کي د هغو سيمو لنډه يادونه کوم چي د اماني پير په لس کلن عمر کي د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا سپړل شوي او څيړل شويدي ، خو د يوه ټکي يادونه اړينه ګڼم چي د سپړنو او څيړنو چاري په يو شمير سيمو کي په وقفه يې او په يوشمير سيمو کي په پرله پسې توګه تر سره شويدي ، د دې ټکي په نظر کي نيولو سره ښايې داسي سيمي هم را يادي شي چي د سپړنو چاري يې په اماني پير کي پيل شوي خو په هغه لس کلن پير کي بشپړي شوې نه دي ، په هر ترتيب هڅه داده چي لږ تر لږه دهغو سيمو يادونه وشي چي په اماني پير کي په پرله پسې توګه تر څيړنو او سپړنو لاندي نيول شويدي .
لومړۍ ؛ هډه : فرانسوي لرغونپوه (( ګودار )) په ١٩٢٣ ميلادي کال د هډې د سپړنو او څيړنو کار پيل کړ . د دې سپړنو په تر ځ کي د هډې بيلا بيلي برخي وڅيړل شوې او د سپړنو چاري يې تر سره شوې له نيکه مرغه د دې سپړنو په ترځ کي د (( لويې تپې )) يا تپه کلان څخه په زرګونه داسي مجسمې تر لاسه شوې چي د ګندهارا د هنري ښونځۍ ځانګړۍ سبک يې د نړيوالو د لا زياتي پاملرني وړ وګرځاوه .
د ښاغلي (( ګودار )) تر څيړنو وروسته د (( برونو )) په نوم بل فرانسوي لرغونپوه د هډې په سيمه کي څيړنو او سپړنو ته دوام ورکړ چي دا سپړني د ١٩٢٦ ميلادي کال څخه پيل او تر ١٩٢٨ ميلادي کال پوري يې په پر له پسې توګه دوام وموند .د دې سپړنو په ترځ کي داسي ډيري بودايې مجسمې تر لاسه شوې چي د اناتومۍ له مخي پوره او د زياتي ښکلا لرونکي وې ، د زياتو لرغونپوهانو په رايه د (( برنو )) په وسيله تر لاسه شوي مجسمي د هغومجسمو سره سيالي کوي چي دلرغوني يونان د نامتو مجسمه جوړونکي(( لي سيپ )) په وسيله جوړي شويدي .(( کهزاد : تاريخچه تحقيقات باستانشناسي در افغانستان اريانا : ١٣٣١ ))
په کابل موزيم کي د هډې د يوې بودايې مجسمي سر
دوهم ؛ بګرام : د بګرام لرغونې سيمه د لومړي ځل لپاره د فرانسوي لرغونپوه ښاغلي الفرد فوشه له خوا تر څيړني لاندي ونيول شو ، خو د سپړنو چاري په ١٩٢٥ ميلادي کال فرانسوي لرغونپوه ښاغلي (( برونو )) تر مشرې لاندي پيل شوې . خو د ښاغلي برونو د هغو بوختياو له امله چي د هيواد په نورو سيمو کي يې درلودې ، په بګرام کي د سپړنو چارو پر دوام ونه توانيدۍ په دې ترتيب په بګرام کي د سپړنو چاري ودريدۍ ، اوتر څه ناڅه لس کالو پوري د بګرام سيمي په خپل حال پاتي شوې . ( کهزاد : بګرام : نشرات انجمن : ١٣١٧ )
دريم ؛ پايتاوه : په ١٩٢٤ ميلادي کال فرانسوي لرغونپوه ښاغلي (( ژوزف هاکن )) په وسيله د پايتاوي سيمه تر څيړني او سپړني لاندي ونيول شوه . د دې سپړنو په ترځ کي د ساکانومي يوه مجسمه تر لاسه شول چي د شيست ډبري څخه جوړه شوې او لايې د طلايې پوښ علايم په تن کي ليدل کيدل . د هغو نښانو او علامو پر بنسټ چي په نوموړواثارو کي څرګند وه په ډاګه شول چي دا اثار په دريمه ميلادي پيړۍ کي جوړ او کارول شويدي. ( عبدالروف ذاکر : تحقيقات در بګرام : باستانشناسي : ١٣٦٣ )
د پايتاوې څخه تر لاسه شوي ديپانکرا مجسمه
څلورم ؛ باميان : فرانسوي لرغونپوه ښاغلې (( الفرد فوشه )) د افغانستان دولت سره تر تړون وروسته د باميانو سيمه د خپل کار په لومړنيو کي وشميرل او په ١٩٢٢ ميلادي کال يې د باميانو دسيمي سفر وکړ او هلته يې د څيړنو لړۍ پيل کړه . د دي سره سره چي په باميانو کي د فوشه لومړنۍ څيړني د نقشې اخستلو او عکس نيولو تر بريده رسيدۍ ، خو دا هم د باميانو د سيمي او په ځانګړي توګه نړيوالو ته د بوادايې سترو مجسمو د ورپيژندلو لپاره زيات ارزښت درلود ، الفرد فوشه د لومړي ځل لپاره د (( په باميان کي بودايې اثارو ارزښت )) تر سر ليک لاندي يو علمي رپوټ تر تيب او خپور کړ چي د فرانسوي او نورو اروپايې لرغونپوهانو له خوا په زياتي پاملرني وارزول شو. تر فوشه وروسته په ١٩٢٣ او ١٩٢٤ ميلادي کالونو کي د ښاغلي ګودار په لار ښونه د باميانو د سيمي او په ځانګړي توګه د لويو مجسمو او د هغو پر شاواو خوا د نورو سمڅو په اړه څيړني او سپړني تر سره شوې . خو په باميانو کي د پر له پسې سپړنو چاري د ١٩٣٠ ميلادي کال وروسته پيل شوي او دوام يې موندلې دۍ ، چي لاس ته راوړني يې د زيات علمي ارزښت لرونکي دي . ( سرهنګ : باميان از نظر جهان ګردان : علوم اجتماعي : ١٣٦٥ )
په باميانو کي د بودا لويه مجسمه چي له بده مرغه ورانه شول
پنځم ؛ د نوشيروان لور سيمه : دا سيمه په ١٨٤٥ ميلادي کال د فرانسوي جنرال (( فوريه )) له خوا فرانسويانو ته پيژندل شوې وه ، په ١٩٢٣ ميلادي کال د (( ژوزف هاکن )) له خوا تر څيړني لاندي ونيول شوه ، هغه وخت چي نوموړۍ د کابل څخه د بلخ په لور د الفرد فوشه د ليدلو په نيت روان شو د لاري په سر يې د د خترانو شيروان په نوم سيمه وليدل او په دې سيمه کي د هغو تصويرونو او نقاشيو په اړه يې زيات ارزښتمن معلومات تر تيب او خپاره کړل . دا تصويرونه چي د غرونو پر لويو پرښو او ډبرو حک او ليکل شوي وه د هر سيلاني د پام وړګرځيدل ، له هغه وروسته چي ښاغلي ژوزف هاکن د دې تصويرونو په اړه ليکني وکړي بيا نو د هغو ارزښت لا زيات وبريښيدۍ . د نوموړي د څيړنو پر بنسټ دا تصويرونه د زردشتي پير اثار ګڼل شويدي . ( هاکن : عمليات ده ساله در افغانستان : مترجم کهزاد : ١٣١٣ )
شپږم ؛ غزنۍ : په غزني کي د فرانسوي لرغونپوهانو څيړني په ١٩٢٣ ميلادي کال پيل شوی . د دې څيړنو په ترځ کي د غزني ښار يوشمير تاريخي ودانۍ او د غزنوي پير د پاچاهانو ماڼۍ او بڼونه تفکيک او راجستر کړل ، د دې سره سره چي په غزني د څيړنو زياته برخه د ايتالوي لرغونپوهانو په زيار تر سره شويده ، ولي د فرانسوي لرغونپوهانو لومړنۍ هڅي هم د پوره پاملرني وړدي ، په ځانګړي توګه د فرانسوي لرغونپوهانو د څيړنو پر بنسټ د ښاغلي (( اندري ګودار )) په نوښت يو نامتو نړيوال سيمينار په ١٩٢٩ ميلادي کال د فرانسې د ګيمي په موزيم کي د (( غزني ، هډې او باميانو تاريخي اثار )) تر نوم لاندي وړاندي کړ ، په دي ترتيب يې د نوموړو اثارو نړيوال ارزښت زيات کړ . ( معتمدي : دوره هاي قبل التاريخ افغانستان ؛ اريانا ١٣٥٤ )
اووم ؛ بلخ : بلخ چي لا پخوا د ام البلاد په نوم شهرت ګټلۍ وو ، په لومړي سر د فرانسوي لرغونپوهانو د پاملرني وړ وګرځيدۍ . د همدې زياتي پاملرني په وجه وو چي د فرانسوي لرغونپوهانو د ټيم مشرد ١٩٢٣ ميلادي کال راوروسته په پرله پسې توګه د ١٨ مياشتو لپاره په بلخ کي د څيړنو او سپړنو په نيت پاته شو . نوموړي د بلخ ښار بيلا بيلي برخي او په ځانګړي توګه د بلخ بالاحصار تر پرله پسې سپړنو لاتدي راوست . په ١٩٢٤ ميلادي کال ښاغلۍ ژوزف هاکن هم د فوشه سره ملګرۍ او د بلخ بيلا بيلي سيمي او له هغه جملې بالا حصار ، د زرګرانو تپه ، د باباقو دروازه او يوشمير نورو سيمو څيړني اوسپړني تر سره کړې . ( کهزاد : ګزارش چهل ساله :١٣٣٧ )
اتم ؛ د بانو ښار : په تاشقرغان کي د (( شهر بانو )) په نوم يوه لرغونې سيمه د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا په ١٩٢٤ ميلادي کال کي وڅيړل شوه . د دې څيړنو مشري د ښاغلي ژوزف هاکن په غاړه وه . د دې سيمي څخه د بودا يې پير زيات شمير اثار تر لاسه شول ، د همدې اثارو پيدايښت د ددې لاميل وګرځيدۍ چي د سپړنو لړۍ د ايبک ښارته هم وغزيږي . د فرانسوي لرغونپوهانو هغه لاس ته راوړني او علمي معلومات چي د بانو ښار او هم د ايبک ښار څخه يې ترلاسه کړي وه په ١٩٢٤ ميلادي کال په اسايې مجله کي د ښاغلي هاکن له خوا د (( ايبک لرغوني اثار )) په نوم خپاره شول . او په دي ترتيب يې د زياتو لرغونپوهانو پام د دې اثارو ارزښت ته واړاوه ( هاکن : عمليات ده ساله حفاري در افغانستان : مترجم: کهزاد ؛١٣١٣ )
لنډه دا چي د اماني پير د لرغونو څيړنو په لړ کي دا يادي شوي سيمي هغه بيلګي دۍ چي دهغه پير په لسو کالونو کي سپړل شوي او څيړل شويدي . د دې وينا اړتيا وينم چي د يادو شويو سيمو د څيړنو او سپړنو ارزښت يوازي په دې کي پټ نه دۍ چي د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا تر سره شويدي ، بلکي د دې څيړنو ارزښت په دې کي هم دۍ چي د هيواد په تاريخ د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه د افغانستان د لرغونو سيمو سپړنه او څيړنه پيل شوه ، او بل دا چي ټول هغه اثار او لرغوني توکي چي د فرانسوي لرغونپوهانو په زيار را برسيره شوي او د لاسليک شوي تړون پر بنسټ يو شمير يې فرانسې هيواد ته ليږل شوي ، د هغه هيواد په موزيمونو کي د افغانستان د اثار و په نوم ثبت او راجسترشويدي .
د دې علمي څيړنو او سپړنو په اړوند د اماني پير يو ه بله ارزښتمنه لاس ته راوړنه په رسمي توګه د ملي موزيم پرانستل دي . د اعليحضرت امان الله خان د ځانګړي پاملرني پر بنسټ د ارګ په کوټي باغچي نومي ماڼۍ کي د هيواد ملي موزيم په رسمي توګه د نوموړي نوښت ګر واکمن له خوا پرانستل شو . د امان افغان ورځپاڼه د دې مراسيمو پوره تفصيل خپور کړۍ چي په يوه برخه کي داسي ليکي : د اعليحضرت غازي د پوهي او هيواد د پرمختګ سره دميني او پالني په لار کي دادۍ د ښووني وزارت تر مشرۍ لاندي يو ډير ښه موزيم د 1303 لمريز کال د لړم مياشتي 25 مه د ماپښين پر دريو بجود کوټي باغچي په ماڼۍ کي پرانستل شو . د پرانستلو وړاندي د ښووني وزير ښاغلي فيض محمد خان د ښه راغلاست ، وينا واورول او بيا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي محمود بيګ خان او يو شمير نور رابلل شويو وزيرانو د موزيم په اړه خبري وکړي ، تر هغه وروسته د ماپښين پر دريو بجو اعليحضرت غازي د کوټي باغچي موزيم پرانستۍ . په موزيم کي زيات شمير هغه اثار چي په هيواد کي د لرغونپوهانود ورستيو سپړنو او څيړنو څخه تر لاسه شوي ، نندارې ته کښيښودل شوه او ورسره زيات شمير هغه اثار هم شته چي د تحفې په توګه موزيم ته ورکړل شويدي . )) او دپای ټکۍ دا چي په افغانستان کي د لرغونپوهني د علمي بهيرد پيل او پراختيا وياړ د نورو زياتو تاريخي وياړنو په څير د اماني پير په برخه دۍ .
اخځونه د الفبا په ترتيب :
١— باوري ، رسول . باستانشناسي افغانستان . ( کابل : پوهنتون کابل ) ١٣٦٣ .
٢ -- حيدري ، زلمۍ . باستانشناسي چيست وچګونه در افغانستان به وجود امد )) باستانشناسي افغانستان . ( کابل : مطبعه دولتي ) ١٣٦٠ .
٣ -- ذاکر ، عبدالروف . (( تحقيقات در بګرام )) . باستانشاسي افغانستان . ( کابل : مطبعه دولتي ) ١٣٦٣ .
٤ -- سرهنګ ، پاينده محمد . (( باميان از نظر جهان ګردان )) اجتماعي علوم . ( کابل : پوهنتون کابل ) ١٣٦٥ .
5 – سوبمن : نصرالله . نطق های اعليحضرت امان الله خان غازي . اکادمي علوم . 1368 .
6– کهزاد ، احمدعلی . (( تاريخچه تحقيقات باستانشناسي در افغانستان )) اريانا . ١٣٣١ .
7-- کهزاد ، احمد علی . ګزارش چهل ساله تحقيقات باستانشناسي در افغانستان )) سالنامه کابل . ١٣٣٧ .
8-- معتمدی ، احمدعلی . (( دوره های ماقبل التاريخ افغانستان )) اريانا . ١٣٥٤ .
9 -- هاکن ، ژوزيف . عمليات دهساله تحقيقات باستانشناسي در افغانستان . مترجم کهزاد . ( کابل : مطبعه دولتي ) ١٣١٣ .