ليکونکۍ : باوري
وده ، پرمختګ ، انکشاف ، تکامل ، پيشرفت او دې ته ورته نور ي کلمي او اصطلاحات هغه مفاهيم دي چي د کارولو زيات ځايونه او اړ خونه لري . د ساده حال څخه پيچلتوب ته ، د وړکتوبه تر لويبښته ، د پيدايښت څخه تر اوښتون او بدلون پوري ، د نه پوهيدو نه تر پوهيدو ، د ناڅرګند حال څخه تر څرګنديدو پوري ، د يوې څيري څخه تر بلي څيرې ؛ له پخوا څخه تر نن پوري او په دې ډول نور ټوله د ودي ښودلو لپاره اندازې او وزنونه دې ، چي څيړونکي ، پوهان او ليکوالان يې د خپلو موخو د روښانتيا په هيله د لوستونکو او اوريدونکو دپوهولو لپاره کاروي .
د ودي مفهوم د هري پوهي لپاره ځانګړۍ ارزښت لري خود څانګي د پوهيدو پر مهال بيا دا ځانګړتيا ښه څرګنديږي . د څيړنيزو چارو پر مهال د يوې پديدې او يا يوه عنصر د پوهيدو او د هغه د ودي په لوري د پوهيدولپاره د هغې څانګي تاريخ مرسته کوي . او يا په بله مانا د هغې څانګي اويا عنصر د پوهيدو چاري کټ مټ دهغي څانګي د تاريخ سر په تړاو کي څيړل کيدای شي . خو په دې ليکنه کي د علومو ټوليزه وده تر څيړني لاندي نه ده نيول شوې ، يوازي د ودي تيوري ( د تکامل تيوري ) ته پام اړول شويدۍ ، چي په اړه به يې اړيني څرګندوني را بر سيره شي.
د ودي تيوري په منځ ته راتلو سره په رښتني توګه هغه لاره پرانستل شوه چي د علومو بيلا بيلو څانګو ورته له ډيري پخوا زمانو اړتيا درلوده . د دې سره سره چي دا تيوري لا تر اوسه د هر اړخيزي بشپړتيا پړاو ته نه ده رسيدلې خو د بنسټيزو قوانينو د را څرګنديدلولومړي ګامونه يې د اولسمي پيړۍ په ترځ کي پورته شوي ، او په پر له پسې توګه يې وده کړيده .
پخوا تر دې چي د ودي تيوري ټوليز حکمونه مطرح شي ، د انسان د پيدايښت ، او د ژونديو موجوداتو د منشا، بدلون او اوښتون په اړه په بيلا بيلو زمانو کي د ډول ډول ذهنيتونو تر سيورولاندي يوشمير نظريې او او خيالونه وړاندي شوي وه ، د بيلګي په توګه د ارچ بيشاپ اشر په اند ، د انسان پيدايښت په ٢٠٠٤ کاله تر زيږد وړاندي زمانې پوري اړه لري ؛ . د همدې نظريې پر بنسټ لومړۍ نارينه او بيا له هغه څخه ښځينه انسان پيدا شويدۍ ، چي د اخلاقي پلوه تر نور ټولو ژويو معتبر او مشرف دۍ . د دې نظريې پر بنسټ د ودي تيوري مخه ډب شوې وه .
په اولسمه پيړۍ کي داسي يوه نظريه را وپنځيده چي ټول ژوي يې په داسي يوه ترتيب او لړۍ کي وښودل ، چي هره يوه کړۍ د بلي شتون ته اړتيا لري ؛ د ژويو د شتون په اړه دې نظريې ته د لړيز شتون ( سلسله هستی ) نوم ورکړل شوېدۍ . د دې عقيدې پر بنسټ انسان تر ټولو موجوداتو افضل او لوړ دۍ . د دې طبيعي مقياس پر بنسټ د دې سره سره چي انسان تر نورو ژويو لوړ دۍ خو د هغو سره يوشمير ورته خصلتونه هم لري ؛ او د نورو ژويو له ډلي څخه يو هم د انسان او بيزو تر منځ ورته والۍ او شباهت دۍ . خو هغه څه چي د دې نظريې د منځپانګه بلل کيږي ، هغه د ټولو موجوداتو ځان ته ځان ته شتون او د هريوه بيلا بيله لړۍ او د شتون ځانګړې کړۍ ده . خو دطبيعي مقياس نظريې هغه بنديز ليري کړۍ چي د مځکي پر مخ دانسان سره ورته ژوي نه شته . د همدې بنديز د ليري کيدلو له امله يوشمير نوري نظريې او مفکوري منځ ته راغلې چي د ودي تيورۍ ته يې بنسټيز ارونه کښيښودل .
د اتلسمي پيړۍ په ترځ کي کارل ليني ( ١٧٠٧_ ١٧٧٨زيږد کال ) نامتو سويدنۍ بوتانيست ( Botany )( نبات پيژندونکې ) د ژويو او نباتاتو داسي ټولګۍ تر تيب او وړاندي کړې چي ، انسان يې د تې لرونکو ژويو په ډله کي وشميرۍ او د انسان د صنف او ټولګۍ سره يې د يوشمير بيزوګانو ډولونه هم په ليک لړ کي راوستل . خو په ټوليزه توګه يې د پخوانيو اندونو څخه زيات توپير نه درلود ، د هغې په نظر د ژويو هر ډول په خپلواک ډول د زيږيدني او زيږوني لړۍ پر مخ بيايې ؛ د دې تر څنګ ، کنت دي بوفن ( ١٧٠٧ - ١٧٧٧ زيږدکال ) هغه طرحه وړاندي کړل چي د ژويو او نياتاتو وده يو له بله سره په تړاو کي ده ، او يو او بل ته د اوښتون وړتيا لري ؛ په دې تر تيب يې د نويو نظريو د را برسيره کيدو لپاره زمينه برابره کړه .
ژان بپتست لا مارک ( ١٧٤٤ – ١٨٢٩ زيږد کال) دي پوښتني ته د ځواب په پيدا کولو کي زياته ونډه واخستل چي : که چيري ژويو يو له بله وده کړي وي بيا نو دا څنګه د منلو وړ کيدای شي ؟ نوموړي په خپل ( د زولوژۍ فلسفه ) نومي اثر کي د دې پوښتني لپاره وړانديز وکړ چي زښت زيات موثر وګرځيدۍ . د هغه په باور ، ټوله ژوي کسبي ځانګړتياوي خپلو نويو نسلونو ته په ارث ليږي ؛ د دې مطلب وضاحت د ودي تيورۍ سره داسي مرسته وکړل چي د بشپړتيا پر لوريې د ورو خوځيدو پر ځاي د چټک يون او بدلون زمينه برابره کړل . نوموړي په زرافه کي د هغې د وجود اوږدې غاړي د هغوۍ د کسبي ارث يوه پايله وګڼل او هم يې په نورو ژويو کي د دې مطرح شوي اصل د ثبوت لټه وکړل . د همدي اصل څخه ارسموس داروين ( ١٧٣١ – ١٨٠٢ زيږد کال ) چي د لامارک په وخت کي يې ژوند کاوه ، د خپلو ارادو او نظريو د ثبوت لپاره پوره ګټه پورته کړل .
چارلس لايل ( ١٧٩٧ – ١٨٧٥ زيږد کال ) چي د مځکي د نه بدلون نظريه زړه وګڼل او پر ځای يې د مځکي د بدلون نظريه په خپلو ليکنو او په ځانګړي توګه د ( مځکي پوهني ارونه ) تر سر ليک لاندي وړاندي کړل ، نه يوازي داچي د کليسا او مذ هبي مخکښانو د مقاومت سره مخامخ شو ، بلکي يو شمير روڼ اندو هم دا رايه ونه منل او دهغې په مخالفت کي ودريدل ، خو چارلس لايل د خپلو نظريو د ثبوت لپاره د ژويو فوسيلونه وړاندي کړل چي په دې تر تيب سره يې د علومو د يوشمير مخکښانو پلوې تر لاسه کړل . د لايل په اندونو کي د کسبي خصوصياتو ليږدوني ته زيات پام اړول شويدۍ . د نوموړي په باور ټوله ژويو د چاپير يال د محدوديتونو پر بنسټ بدلون کړۍ او هغه بدلون يې نويو نسلو نو ته ليږلۍ دۍ .
فرانسوي پوه جورج کويه ( ١٧٦٩ – ١٨٣٢ زيږد کال ) د چارلس لايل په نوښت د فوسيلونود تجزيي او تحليل متود څخه په پراخه پيمانه کار واخست . د کويه ليد لورۍ نوۍ او پرمختللۍ وو، نوموړي د ژويوهغه فوسيلونه تر څيړني لاندي ونيول چي د فرانسې هيواد په يوشمير سيمو کي د ځمکي په اهکي پوړۍ کي تر لاسه شوي وه . نوموړي دا پوښتنه وڅيړل چي د ژويو تر منځ ولي تفاوتونه رامنځ ته کيږي ؟ او دا تفاونتونه په فوسيلونو کي څنګه پيژندلای شو ؟ په پيل کي هغه يوازي د يوه اناتوميست په توګه دا څيړنه پر مخ بيوله ، خو وروسته د جيولوژيکي څيړنو لوري ته هم د اړتيا له مخي ورمات شو او په دې تر تيب يې د نوۍ تيوري د( Catastraphism ) کتاستراپيزم يا ناورينتيا ( فاجعه ګرايې ) په نوم مطرح او د هغې لپاره يې يوشمير دلايل او لاميلونه وړاندي کړل ، د نوموړي باور داو چي په نړۍ کي د طبيعي ناوړه پيښو او ناورينونو له امله په ژويو کي بدلون راځي او ژوي بيادابدلون خپلو راتلونکو نسلونو ته ليږ دوي .
بريتانوي توماس مالتوس ( ١٧٦٦ – ١٨٣٤ زيږد کاله ) د خپلو اندونو په وړاندي کولو سره د ودي تيورۍ ته بنسټيز ارونه کښيښو دل .د مالتوس په نظر د ژويو او غلو دانو تر منځ د ودي او زياتوالې ارونه او اصول يو له بله تفاوت لري ، د دانو غلو زياتوالۍ حسابي دۍ په داسي حال کي چي د ژويو او د هغو د د بيلا بيلو ډولونو زياتوالۍ هندسي دۍ . مالتوس په خپل يوه اثر ( د نفوسو په اړه اصولي بحث ) کي دا ټکۍ په ګوته کړيدۍ چي : د نفوسو زياتوالۍ د چاپير يال تر امکاناتو چټک پر مخ ځۍ ؛ د طبيعت ظرفيتونه او د نفوسو د زياتوالي تر مځ يوه توازن ته اړتيا شته ، چي دا اړتيا د انسانانواو نورو ژويو د خپل ډول توليد په کنترول سره تر لاسه کيدلای شي ؛
چارلس داروين (١٨٠٩ – ١٨٨٢ ) په خپلو اندونو دژويو په اړه د ودي تيورۍ ته د ارونو يوه ځانګړې ټولګه جوړه کړل ، چي له يوې خوا يې د دې تيورۍ لورۍ څرګند کړ او بله پلوه يې د د مادي لاسوندونو په وړاندي کولو او د بيلا بيلو پوهنو په وسيله د نويولاس ته راوړنو په کارولو د نا څرګند چاپير يال څخه يوه روڼ لوري ته د دې ځانګي مينه وال ور برابر کړل . د داروين هغه اثر چي د د ډولونو اخځ ( منشا انواع ) په نوم خپور شو د زيات شمير پوهانو پام يې ځان ته واړاوه . داروين هغه وخت په ځانګړي توګه د انسان د ودي په اړه خپله رايه څرګنده کړل چي د يوشمير پخوانيو پوهانو ليکني او څيړني يې ولوستلې ، او په ځانګړي توګه د الفرد والس ( ١٨٢٣ – ١٩١٣ ) هغه څيړنيزي ليکني چي په پر له پسې توګه يې داروين ته ليږلې وې ، د هغه په اندونو کي يې څرګند اثر پريښود .
داروين په خپل نامتو اثر ( د انسان نسب او د طبيعت انتخاب ) تر نوم لاندي د خپلو څيړنو او انګيرونو لورۍ څرګند کړ . د دې اثر د منځپانګه په ځانګړي توګه پر دريو حقيقتونو او دوو پايلو را ګرځي :
لومړۍ حقيقت : ټوله ژوندي موجودات بدلون کوي ؛ د دې حقيقت په راسر بيره کيدلو د ثابت او بې بدلونه مفهوم ته د پای ټکۍ کښيښودل شو .
دويم حقيقت : ټوله ژوندي موجودات په هندسي زياتوالي سره وده کوي ؛ دا نظريه د مالتوس د باورونو څخه را زيږيدلې ده .
دريم حقيقت : طبيعي نظامونه د توازن په حال کي پر مخ درومي ؛ هر ژوۍ د خپل طبيعي جوړښت له مخي په دې هڅه کي دۍ چي د خپل پايښت په هيله توازن وساتي .
د دې دريو حقيقتونو پر بنسټ دوې پايلي تر لاسه کيږي :
لومړۍ پايله دا ده چي : په طبيعت کي د داسي متوازن شتون پايښت د ژويو تر منځ د پايښت لپاره د مقابلې او مبارزې اړتيا منځ ته راځي ، په دې مجادله کي يوازي هغه ژوي د پايښت توان پيدا کوي چي د طبيعت له خوا غوره وګڼل شي او يا په بله مانا په روانه مجادله کي ژوۍ بريمن وه اوسي ؛
دويمه پايله داده چي : هغه ټوله ژوي چي د طبيعت له خوا بريمن ګڼل شوي او دپايښت وړتيا يې تضمين شوېده ، هغه ژوۍ په خپل فزيکي جوړښت کي ټوله راغلي بدلونونه چي د طبيعي ټاکني له لوري يې ملا تړ شويدۍ ، راتلونکو نسلونو ته ليږي ؛
د دې سره سره چي د داروين پر اندونو او نظريو ځانګړي نيوکي شته ، خو لا تر اوسه يې د ودي تيورۍ په اړه خپله وړتيا نه ده بايللې ، خو د ودي تيورۍ په اړه د لرغونپوهانو او انسان پوهانو تر منځ اړيکو د پخوانيو نظريو اوږدې او لنډي لاري په ګډ کار د ژر پوهيدلو وړ وګرځولې . په ( ١٨٤٨ زيږد کال ) د هسپانيې په يوه ډبرينه ګاره کي د پخواني انسان د سر کوپړۍ تر لاسه شوه ؛ په ١٨٥٦ زيږد کال د المان په دوسيل دورف کي د نياندرتال ( د انسان لرغونۍ ډول ) هډوکي پيداشول ؛په ( ١٩٦٠ زبږد کال ) لويس ليکي او ريچارد ليکي د افريقا څخه د لرغونو انسانانو هډوکي را څرګند کړل ؛ دې او دې ته ورته څيړنو د انسانانو د ودي په اړه هغه تسلسل ﻻا څرګند کړ چي انسان د يوه ابتدايې حالت څخه اوسني پرمخ تللي حالت ته وده کړيده ؛ په دې ترتيب د لرغونپوهانو او انسانپوهانو تر منځ ګډو څيړنو د ژويو په اړه د ودي تيورۍ ته بنسټيز ارونه او د منلو وړ لاسوندونه وړاندي کړل . چي په علمي او څيړنيزو کړيو کي يې د منلو او باور کولو پراخه زمينه برا بره کړيده .
اخځونه د الفبا په ترتيب
١ _ باوري ، رسول . د لرغونپوهني بنسټونه او څيړني . ( کابل : د کابل پوهنتون ) ١٣٦٢ .
٢ _ ځدراڼ ، الفشاه . تيوريهای بشر شناسي . ( کابل : پوهنتون کابل ) ١٣٦٥ .
٣ _ دي . بي . مارس . ژوند په ماقبلل تاريخ کي . ( بروکسل : د پاتريمونيم انستيوت ) ٢٠٠١ .
٤ _ ژ . ا . هيندريک . د لرغونپوهني ٢٠٠٠ اصطلاحات . ( دنهاګ : سلطنتي کتابخانه) ١٩٩٦ .
٥ _ پارد ، انتوني . لرغونې نړۍ او هسپانيه . ( ژنيو : منير وا ) ١٩٧٦ .