د خواجه عبدالله انصاري د نصيحت الملوک څخه څو ګټوري خبري
په څلورو شيانو مغروره مه شۍ :
١ – سلطان ته نږديوالۍ ؛
٢ – دغولونکو په پرهيز ؛
٣ – د حسود په نصيحت ؛
٤ – د ښځو په دوستۍ ؛
څلور شيان د بې عقلۍ د ليلونه دي :
١ – ځان خوښوول ؛
٢ – د نورو د عيب لټوول ؛
٣ – د نورو په حق بخيلي کول ؛
٤ – د پوده شوي څخه هيله لرل ؛
د څلورو شيانو نه کول په کار دي :
١ – بيړه او تندي ؛
٢ – قهر او غضب ؛
٣ – بخيلي او امساک( ممسک )
٤ – ځانګړتوب او کبر ؛
څلور شيان د پرمختګ سبب ګرځي :
١ – پر دوستانو لورونه ؛
٢ – د دښمنانو بخښنه ؛
٣ – د هيلو او هوس پريښودنه؛
٤ - د پيښو شويو په اړه صبر او تحمل؛
څلور شيان پايښت نه لري :
١ – د ظالم واکمني ؛
٢ – بې خبره پيري ؛
٣ – حرام مال ؛
٤ – د ورځو اوښتون ؛