د؛پريشانه ولولې؛ ټولګي څخه غوره شوۍ شعر
راووت
بلبل چي په سلګيو کي له غم سره راووت
خاټول ورته د اوښکو له شبنم سره راووت
طبيب زموږ رنځونه رسوي د ناسور ټک ته
ټپونو ته د مالګي له ملهم سره راووت
رهبر د څو کلو نو د تو بو په يا د ولو
له روبل ، له ډالر او له درهم سره راووت
سر تاج د پيغورونو يې چي فخر د ګناه شو
په تورو کجاوو کي له ماتم سره راووت
لاسونه يې سره کړي دي زموږ د زړه په وينو
دښمن ته په تسليم کي له قسم سره راووت
په؛ خيال ؛ باندي ټاپه د کفر هله لګيدلې
ميدان ته چي له توري او قلم سره راووت
خيال محمد کټوازۍ
د څرخې زندان
د؛پريشانه ولولې؛ ټولګي څخه غوره شوۍ شعر
پيغام
يو زيرۍ په ماوشو چي جانان به راشي بيا
د ميني له توښې سره خندان به راشي بيا
پيفام را رسيدلۍ د مزل له مسا فر و
د ښکلي معشوقې سره کاروان به راشي بيا
موسم د عاشقۍ به مي له سره پسرلۍ شي
يو ګل د اميدونو ارمغان به راشي بيا
دا بلنده ډيوه زما دميني چي لګيږي
د يار دپيوستون سره زمان به راشي بيا
پايان د انتظار به شي د لاري د څارلو
د ژوند په هوسونو کي توپان به راشي بيا
نغمې د خوشاليو به په کلي کي غږيږي
له ؛ خيال ؛ سره د ميني امتحان به راشي بيا
خيال محمد کټوازۍ