( لومړۍ برخه )
د انساني ژوند تر ټولو ښه او څرګنده هنري بيلګه د انسان ځانتنۍ ( فردي ) او ټولنيز ژوند دۍ . هر انسان په خپل سرښت او جوړښت کي ښکلا لري او د ښکلاپيژندني ذوق او د هغې سره مينه لري ، چي دا په خپله د هنري بهير لومړنۍ سر چينه او ماخذدۍ .ښايې په نورو ژويو کي به هم د ښکلا پيژندني او په ښکلا پوهيدني احساس وي ، خو هغه څه چي انسان په څرګنده توګه د نورو ژيو څخه را بيلوي هغه د انسان له خوا په ښکلا پوهيدنه او د ښکلا څخه د راوتي احساس څرګندونه ده ، چي په دې تر تيب يې خپل اشرفيت برملا کړيدۍ .
انسانانو د خپل ژوندانه د اوږد واټن په بهير کي د هنر بيلا بيل ډولونه منځ ته راوستي او هغه يې د خپلو خوښيو او احساساتو د څرګندوني لپاره کارولي دي . د هنر د بيلا بيلو ډولو نو څخه يو هم د انځورونو او نقاشيو ځانګړۍ هنر دۍ ،چي د انساني تاريخ له لومړنيو سليزو را پديخوا د انسان مل او ياور دۍ .په انځورونو کي انسانانو د خپل هوس او احساس څرګندونه کړي او دا څرګندوني له پخوانيو زمانو څخه تر ننې روان بهير پوري تړلي او يوځاې پالل شويدي .
تر ټولو پخواني انځورونه د هسپانيې هيواد په يوه لرغونې سيمي التميري پوري تړاو لري چي تاريخي پير يې لږ تر لږه درې سوه زره کاله پخوا کالونو ته رسيږي چي د ډبري پخوانۍ زمانه په بر کي نيسي .
د هسپانيې هيواد د ويجيا د ګاري ( مغارې ) څخه کاپي شوي انځورونه
د يو شمير څيړونکو په اند پخواني انځورونه په بنسټيزه توګه په دريو ځايونو کي ليدل کيدای شي . لومړۍ ډول ځای يې د ګارو په وره کي د ښاست او زينت لپاره جوړ کړيدي ؛ دويم ډول ځايونه د ګالريو په څير د انځورورنه لپاره د اوسيدو په يوه ټاکلې برخه کي ليدل کيږي ؛ او دريم ډول يې د مذهبي مراسمو لپاره په يوه ځانګړي ټاټوبي کي چي د سحر او جادو الهام هم ورڅخه واخستل شي ، ليدل کيږي ؛ په هر صورت د انسان له خوا تر ټولو پخواني انځورونه په پخوانيو ګارو ( مغارو ) کي ليدل کيږي . د هغه وخت انسانانو د خپل احساس او هوس د څرګندولو لپاره انځورونه د ډبرو پر مخ ليکلي او د انځورونو بيلا بيل ډولونه يې لا تر اوسه ساتل شويدي ، چي د لرغونپوهانو لپاره د ډبري دوري تر ټول ښه ښکارندويه لاسوندونه ګڼل کيږي .
په افغانستان کي هم د هسپانيې هيواد په څير د لرغونو انځورونو زياتي بيلګي شته ، د هزارسم په سمو څو ، د بساول په ګارو د اق کپرک او قره کمر په غرنيو مغارو کي د لرغونپوهانو له خواپه زياته پيمانه لرغوني انځورونه او نقاشۍ را څر ګندي او څيړل شويدي . د امريکايې لرغونپوه لوويس دوپرې ، کارلتون کاون او لارنس انکيل په باور دا انځورونه د اويا ( ٧٠ ) زره کاله پخوا زمانو څخه بيا تر اته ( ٨ ) زره کاله پخوا کالونه په برکي نيسي . داانځورونه او نقشونه په زياته پيمانه د حيواناتو او ژويو څيري او رسمونه دي ، د هغو انځورونو څخه چي د ژويو ځانګړي شکل او څيره تمثيل شويده ، داسي بريښي چي د ا ډول انځورونه د ښکار کولو او يا هم د نښان دزدکړي اوپخولو لپاره کښل شويدي ، خو په هغو انځورورنو کي چي چاپير يال يې د ژويو سره يوځاې د بيلا بيلو رنګونو په کارولو انځور کړيدي ، له هغو څخه داسي بريښي چي د ليدونکي پام په زياته پيمانه د ژويو څيرې ته نه بلکي د هغه انځور شوې ژويو و چاپير يال ته اړول کيږي ، د داسي انځورونو څخه ښايې موخه د مذهبي کړو وړو او يا سحر او جادو را څرګندول وي ، او په يوشمير نيمګړو انځورونو کي چي ګډي وډۍ ليکي او کرښي ليدل کيږي د انځورونو لومړنۍ هڅي بلل کيږي او په ځانګړي توګه هغه منحني او منکسري او نامرتبې ليکي چي د يوشمير ګارو په دننه او يا نورو ځانګړو چايونو کي ليدل کيږي ، ښايې د هغه وخت د انځورورنو د مينه والو د زدکړي لپاره ټاټوبي او د تمرين ځايونه وي .
د سمنګان په هزار سم کي پر ډبرينو کارو د انځورونو بيلګي
که د ډيرو لرغونو زمانو را تير شو د اروپا په يوناني او رومي پير کي د انځورونو هنر ته زيات پام اوښتۍ و ،په اوديسه او الياد کي د هومير افسانوي کيسې ، د يوشمير انځور ګرانو په لاس وکښل شوې ، د اولمپ په غره کي د يوناني ارباب النواعو د مجسمو تر څنګ د هغوۍ انځورونه هم د مسکوکاتو او ډبرليکونو په توګه پر ګرګو او لويو ډبرو حک او ترسيم شوې ، په رومي پير کي د مذهبي تمايلاتو تر سيوري لاندي داسي ظريف او ځانګړي انځورونه وکښل شوه چي دکښونکو نومونه يې تل پاتي او هميشني کړل ، يوازي مکيلانژ نه وو چي دد پژيو په جوړولو کي يې تل پاتي تاريخي نوم وګټۍ بلکي يو شمير نور لکه پيکو ديلا ميراندلا او هم مارسي ګليوپيسينو او نورو نومونه د هنري تاريخ ستر څپرکي وګڼل وشوه .
په اسيا يې نړۍ کي د اسلامي معتقيداتو له مخي د ژويو ( حيه ) انځور کښل شوني نه وه ، همد ا لاميل وو چي د انځورورنو او نقاشيو هنر ته نه يوازي دا چي پام ونه شو ، او وده ورنه کړل شوه ، بلکي د کيدو مخه يې هم ډب کړه . د دې سره سره چي دمتصوفينو او منطقيونو تر سيوﻻري لاندي يو شمير متمردينو ته دا زمينه برابره شوه چي له يوې خوا يې د تنګو لنډو شونتياو څخه د تصويري هنر او انځورګرۍ دپلي کولو لپاره ګټه پورته کړه او له بله پلوه يې د هغو ټاکلو موازينو په دننه کي د دې هنر د پايښت زمينه برابره کړه . په افغانستان کي استادکما الدين بهزاد ( ١٤٥٠ - ١٥٢٠ زيږد کال ) د دې ټولګۍ يوه ستره بيلګه ده .
د دبهزاد د انځورونو يوه بيلګه
د بهزاد د انځورګرۍ يوه بله بيلګه
استاد کما الدين بهزاد د سلطان حسين بايقرا ( د واکمنۍ پير د ١٤٦٨ _ ١٥٠٥ زيږد کال پوري ) د واکمنۍ پر مهال د هغه هنر پال او علم دوست واکمن په دربار کي د يو شمير نورو پوهانو ، او هنر پالو کسانو سره په هرات کي ژوند کړيدۍ . نوموړي استاد په انځورونو کي ځانګړۍ مکتب منځ ته راوست چي د هرات مکتب په نوم ياديږي . د استاد دژوند او هڅو په اړه به د دې ليکني په دويمه برخه کي اړيني يادوني وشي .
د لومړۍ برخي اخځونه
باوري ، رسول . لرغوني مدنيتونه ، ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٤ .
حبيبي ، عبدالحۍ . د افغانستان لنډ تاريخ .( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٤٦ .
ځدراڼ ، الفشاه . د انسان پوهني بنسټونه . ( کابل : کابل پوهنتون ) ١٣٦٤ .
Minerva . the World of Ancient Spani Geneve.1976 .