ليکوال : پوهنوال رسول باوري
لرغونپوهانو او مورخينو د لرغوني او تاريخي وردګ په اړه هغسي چي وړده زياتي ځانګړي تاريخي ليکني او څيړني نه دي کړي ، خو د افغانستان په ټوليز تاريخ کي د وردګو ولايت او په هغه ولايت کي د ميشت اولس هغه ونډه بر ملا ده چي د ټول هيواد په سترو وياړنو او بريمنو سوبو کي شميرل کيږي . د وردګو اوسنۍ ولايت او د هغه اړوندي سيمي زموږ د هيواد په لرغونو دورو اوتاريخي پيرونو کي ټاکونکي او نه هيردونکي څپرکي لري چي په دې لنډه ليکنه کي د ټولو هغو را يادول شوني کار نه دۍ ، خو د اريايې پير راورسته په بيلا بيلو دورو کي د ورګو او د هغه ولايت اړوندي سيمي په يوه يا بل ډول را يادي شوي او د هيواد په ټوليز تاريځ کي يې ونډه څرګنده شويده .
په ويدي او تر هغه وروسته اوستايې متونو کي د ويکرتهه او کوبها تر ټولو نامتو سيمو څخه يوه ښيرازه سيمه يورګيتا يا اوسنۍ وردګ او دهغه اړوندې سيمي ګڼل سويدي . ( ٢ : ص ٣٨٨ ) د هخامنشيانو په وخت کي هم دا سيمه د ستاکيديا په نوم ياديدل چي د څلورو نورو سيمو سره يې کالني ماليات ١٧٥ تالانه ته رسيدل ( ٣ : ص ٢٨ ) د الماني څيړونکي بوخار بريتس په وينا ، يوناني مورخينو هم د ستاکيديا په نوم د يونان باختري د پير يو ايالت يادکړيدۍ چي د وردګو سيمه يې تر ټول نامتو بلل کيده ( ٤ : ص : ٥٤ ) په کوشاني پير کي د وردګو اړوندي سيمي د نړيوالو لارو په مسير کي د سترو کاروانونو د تم ځايونو لپار د امن ډاډمن چاپير يال او د اوسيدو مناسب ځايونه درلودل ، چي د ستروسوداګريزو کاروانونو تر ټولو نامتو ځای د کوټه اشرو په نوم تم ځاې وو ( ١ : ص : ٤٤ ) چي د افغانستان تاريخ په اسلامي پير کي يې هم پوره نوم درلود او د وريښمو د لاري سهيلي کرښه يې د هند له پوتالي پوترا څخه بيا د بلخ تر ستر مرکز ه نښلول .
په اسلامي پير کي د وردګو ولايت په اړه د بيلا بيلو مورخينو ، جغرافيا ليکونکو او سيلانيانو له خوا زياتي يادوني شويدي ، يو شمير ليکوالو د جګړه ايزو پيښو په اړه د دې سيمي يادونه کړيده ، د بيلګي په توګه د وردګو په خماري دره کي د سلطان محمود د ځواکونو په لاس د الف ارسلان ماتي خوړل ( ٤٤٣ هجري کال ؛ ٣ : ٨٦ ) ؛ يوشمير نور بيا د د ې سيمي د موقعيت او حاصلاتو په اړه ليکني کړي ( حدود العالم ... )او يو شمير نورو د هغو نامتو ملي مبارزينو په اړه د دې سيمي يادونه کړيده چي د هيواد په تاريخ کي ستر وياړ ور په برخه دۍ ( محمد جان خان وردګ ) او دې ته ورته نوري زياتي بيلګي را يادولای شو چي تفصيل يې په دې لنډه ليکنه کي شونۍ کار نه دۍ ، هغه څه چي د دې ليکني موخه او بنسټ جوړوي د دې سيمي د لرغوني تاريخ په اړه د هغو نويو علمي څيړنو او سپړنو ياودنه ده چي په دې ورستيو کي د نوموړي سيمي په يوه لرغون غونډۍ کي تر سره شويدي .
د اور بل او پژواک انټرنيټي پاڼو په يوه خبر کي مي ولوستل چي د وردګو ولايت د نر خ په سيمه کي د يوې لرغوني غونډۍ څخه چي د الغتا په نوم ياديږي د بودايې پيراړوند لرغوني اثار او توکی تر لاسه شويدي . پخوا تر دې چي د دې خبر متن درنو لوستونکو ته را نقل کړم ، غواړم يوې بلي اړيني يادوني ته د درنو لوستونکو پام را وګرځوم ، او هغه دا چي : افغان اولس دتيرو څه ناڅه شلو کالو را په ديخوا د افغانستان د ورانۍ او لوټ مار خبرونه په پرله پسې توګه اوريدلي او دا کړه وړه يې په خپلو سترګو ليدلي دي ، چي د هر وطنپال هيوادوال لپاره داسي زړ بږنيونکي خاطري دي چي ژوندۍ حافظې يې نه شي هيرولای او تاريخ به يې هم په خپلو پاڼو کي په کرغيڼ ليک د اړوند پير د واکمنو پر ټنډه وليکي چي : (( په معاصر تاريخ کي د هيواد دلوټ مار مشرانو څپرکۍ )) . همدې ناوړه پيښو د يوشمير هيوادوالو سره دا اند را پيدا کړيدۍ چي ، ښايې د نورو اثارو پيدا کول او يا را برسيره کول به تيروتنه وي ، دا ځکه چي لا په هيواد کي د لوټ مارانو واک ته د پای ټکۍ نه دۍ ايښودل شوۍ ، کيدای شي چي دا را برسيره شوي لرغوني توکي او ملي وياړني د هماغه غلو او چپاولګرو لاس ته ورشي ، چي پخواني را ټول شوي لرغوني توکي او تاريخي اثار يې لاس ته ورغلل او په بهرنيانو يې د افغانستان د ټول اولس ملکيت په پوره بې شرمۍ وپلورۍ ، همدې ټکو ته په پام سره خپل دا اند پر ځای ګڼي چي نور دي په هيواد کي د سپړنو او څيړنو هڅي ودرول شي . هغه اثار چي لا را برسيره شوي نه دي ښايې زموږ په هيواد کي مصئون پاته شي ، او که را څرګند شي بيا به نو دا نوي رابرسيره شوي توکي هم د پخوانيو په څير د پرديو ويترينونو پسول او ګاڼې شي ، او په ځانګړي توګه چي د اوسني کلتوري لوړ پوړو چارواکو په اړه د افغان اولس باور يا نشته او ياهم ډيري ټيټي کچي ته رسيدلۍ دۍ .
په دې کي شک نشته چي دا اندونه د زړه سوي پر بنسټ ملي لوړو ګټو ته په پام مطرح دي ، ولي د دې مسلی يوبل اړخ ته هم پام اړول په کار دي چي : په اوسنيو شرايطو کي د افغانستان او د افغان اولس د يوالي لپاره يوه تر ټولو ښه لار په هيواد کي ميشتو اولسونو ته د ملي وياړنو ور يادول او د هغو وياړنو پر بنسټ د رښتني يوالي د مينځ ته راتللو لپاره هڅونکي ګامونه او چتول دي ، چي دتاريخي وياړنو بيانول او د لرغونو اثارو را برسيره کيدل ، همدې ستري ملي هيلي ته د رسيدو لار ده . له بله پلوه که داسي وګڼو چي را بر سيره شوي تاريخي اولرغوني اثار د دې غلو او لوټ مارانو له لاسه مصئون نه دي ، زما ګمان دادۍ چي تر لس سانتي متره خاوري لاندي يې هم د مصئونيت تضمين نه شي کيدلای . او بيا په ځانګړي توګه چي بهرني مسلکي انتيک پلورونکي کورني لوټمارانو ته د هيواد په هره برخه کي د لټولو او پلټلو زمينه برا بره ده .
پخوا تر دې چي د درنو لوستونکو پام هغو وړانديزونو ته را واړوم چي د دې ستونزو د حل په نيت يې درنو هيوادوالو او اړوندو چاواکو ته وړاندي کوم د اوربل انټرنيټي پاڼي څخه په ډيره مننه د لاس وهني پرته خپور شوۍ خبر دلته راوړم :
(( دميدان وردګو ولايت دچارواکو پر وينا، ددې ولايت د نرخ ولسوالۍ په يوه غونډۍ کې يو ښار ګوټى چې، تقريباً په دوهمې ميلادي پېړۍ پورې اړه لري موندل شوى دى.
دا ښار ګوټى دکابل ښار په ٥٠ کيلو مترۍ دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ دادل کلي د ((الغتا)) په نوم غونډۍ کې کشف شوى چې، ددې ولايت داطلاعاتو او کلتور درياست ديو تن کارکوونکي پر وينا، شا وخوا يو نيم کيلو متر اوږدوالى او يوکيلو متر سور لري
ددې ولايت داطلاعاتو او کلتور درئيس زلمي مايار پر وينا ،په کال١٣٨٢ کې يونسکو، دافغانستان دلرغون پېژندنې ادارې، اطلاعاتو او کلتور او دفرانسې دسفارت دلرغون پېژندنې ادارې يوه ګډه سروې کړې وه.
ده زياته کړه : (( دغبرګولي پر ٣ مه نېټه ددې ادارو د ګډ هيئت تر نظارت لاندې شاوخوا٤٥ تنو مزدورانو په دې غونډۍ کې کيندنې پيل کړې ، او دښار ګوټي ځينې برخې رابرسېره شوې چې، په کې دکوټو په ديوالونو نقاشي هم شوې ده.)) دده پر وينا ، په دې ولايت کې ٤٠ تاريخي ځايونه سروې شوي دي چې، کېدلى شي ډېر تاريخي آثار ولري، دده پر وينا، تر اوسه يې ١٨ځايونه تثبيت شوي دي.
مايار داهم وويل چې، د الغتاغر يا غونډۍ په حقيقت کې يو تاريخي ښار ګوټى دى چې، تر ٦ مياشتو به په کې مقدماتي کار جريان ولري ترڅو ټوله ساحه له خاورو لاندې راووځي.
ددې سيمې يو تن اوسېدونکي ٣٠ کلن قادر چې، ددې غونډۍ په بيخ کې يې کور هم دى، پژواک خبري آژانس ته وويل چې، دوى ته له وړاندې معلومات وو چې، دلته تاريخي آثار شته خو دوى پخپل سر کيندنې نه کولې.
ده زياته کړه : (( دجهاد پر مهال پر دې غونډۍ بمباري شوې وه، په دې غونډۍ کې يوه غټ سورى پيدا شوى و ، خلک له وېرې د ې سوري ته نه شو نږدې کېدلى.))
دى وايي چې، دوى چارواکو سره بشپړه همکاري کوي او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې، دا غلا کړي او له مينځه يې يوسي.
ده له دولت څخه هم غوښتنه وکړه چې، ددې ښار ټول اثار دموزيم په شکل د لته خوندي کړي او د کار کوونکو امنيت يې وساتي.
دنرخ ولسوالۍ دامنيې قوماندان رجب خان پژواک خبري آژانس ته وويل چې، دوى ددې غونډۍ دکيندنې له کار څخه وړاندې د لته امنيتي کسان لېږلي وو ترڅو د لته بشپړ امنيت تامين کړي.
ده زياته کړه : (( داطلاعاتو او کلتور وزارت دکورنيو چارو دوزارت دروزل شوې امنيتي قطعې ګارډ ددې غونډۍ دساتلو لپاره لېږلى دى او دسيمې امنيت يې پر غاړه اخيستى .)) دده پر وينا، دضرورت پر مهال دوى هم ورسره مرستې ته تيار دي.
دسيمې دځينو نورو اوسېدونکو پر وينا، دولت بايد دآثارو په کيندنو او خوندي کولو کې له احتياطه کار واخلي او په فني شکل دې کيندنې وکړي ترڅو ددې ښار لرغوني ارزښت ته زيان ونه رسېږي.
دفرانسې دسفارت يو هيئت چې، په کې نارينه اوښځينه شامل دي، او دکابل دلرغون پېژندنې ادارې هيئت چې، په سيمه کې موجود وو، هلته دپژواک له خبريال سره له خبرو او هغه ته د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
داطلاعاتو او کلتور د وزارت دلرغون پېژندنې دادارې رئيس محقق محمد نادر رسولي پژواک خبري آژانس ته وويل چې ،په دې سيمه کې کيندنې پيل شوي دي ، له نخښو څخه معلومېږي چې، د لته دبوديزم دزمانې يو معبد او د يوې ستوپې ساختمان رابرسېره شوى دى کوم چې ،له اسلام څخه وړاندې لرغونتوب لري.
ده داهم وويل چې ،داسلام له دورې څخه وړاندې مجسمې، اوانځورونه هم رابرسېره شوي دي.
دميدان وردګ داطلاعاتو او کلتور رئيس مايار وايي چې، دوى به ددولت په همکارۍ له ټولې سيمې څخه دېوال چاپيروي او د لته به يو غير منقول موزيم جوړوي.
ده داهم وويل چې، دکيندنو کار په فني توګه جريان لري وروسته به معلومه شي چې، څومره تاريخي آثار لري. دده پر وينا، دهيئت له څېړنو څخه ښکاري چې، دا ښار دجنګونو له امله وران او له مينځه تللى دى.
نوموړي وويل چې، کله داښار ګوټى دموزيم بڼه ونيسي نوبيا دې په يونسکو کې رسمي اوملي بڼه ورکړل شي.
دى داهم وايي چې ،په ١٣٨٢ کال کې دلومړي ځل لپاره دالغتا په غونډۍ کې دوه بُتان په يوه سمڅه کې پيدا شوي وو چې، دانتقال وړ نه وو. دا راز دطالبانو پر مهال دځينو نامعلومو کسانو لخوا په غير قانوني توګه کيندنې شوې وې خو داثارو دوړلو هېڅ شواهد نه ليدل کېږي.
له دې وړاندې دافغانستان په ځينو نورو برخو کې داسې غونډۍ لکه دجوزجان طلا تپه، دلوګر په خروار کې ، په باميانواو په ځينو نورو سيمو کې هم کشف شوي دي ))
وړانديزونه :
١ : د يونسکو او ډافا موسيسې په مرسته دي د لرغو نپو هني انستيوت کار پوهان د افغانستان د لرغوني اطلس د جوړيدو لپاره وګمارل شي ؛ ( د يادوني ده چي د دې پروژې يوه برخه کار پاې ته رسيدلۍ وو )
٢ : د هيواد ټولو اداري واحدونو ته دي دنده وسپارل شي چي په خپلو اړوندو سيمو کي د لرغونو او تاريخي ځايونو ليک لړ تر تيب او اړوندو ادارو ته وسپاري ؛
٣ : د هغو تاريخي او لرغونو سيمو لپاره دي بيړني تدبيرونه وسنجول شي چي يا د ورانيدو سره مخ دي او يا يې د خپل سري سپړنو احتما ل زيات وي ؛
٤ : د لرغونو سيمو د څيړلو او سپړلو په چاري کيدي د لرغونپوهني ملي انستيوت له لوري د سيمو لومړنيتوب څرګند او بيا دي د ټاکلي پلان او پروګرام له مخي اړوندي هڅي تنظيم او ګړندۍ شي ؛
٥ : هيڅ بهرني هيواد ته دي د انحصاري سپړنو امتياز نه ورکول کيږي ، د څيړنو او سپړنو ټولي چاري دي د هيواد د لرغونپوهني ملي انستويت سره په ګډه پر مخ يوړل شي .
په درنښت
اخځونه د الفبا په تر تيب :
١ : باوري ، رسول . د افغانستان لرغونپوهنه . ( کابل : د کابل پوهنتون ) ١٣٦٣ .
٢ : پالوال ، عبدالرزاق . د پښتنو نوۍ پخوانۍ تاريخ . ١٩٩٤ .
٣ : حبيبي ، عبدالحی . د افغانستان لنډ تاريخ . دويم ټوک . ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٤٦ .
٤ : زيار ، مجاور احمد . پښتانه او وروڼه مليتونه . ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٦٦ .