چا پري نه ښودم
د عشق کاروان مي رسولو خو چا پرې نه ښودم
له تورو شپو مي تيرولو خو چا پری نه ښودم
زما د نوي ژوند په کړيکي ويده ټول راويښ شول
دا زوړ جهان مي ورانولو خو چا پرې نه ښودم
ما د سهار په لور اوچت اوچت ګامونه جګ کړل
د سبا ستورۍ مي نيولو خو چا پرې نه ښودم
د ميني تګ کي مجنون کله په ستړيا پوهيدم
ځان مي له شاړو نه ايستلو خو چا پرې نه ښودم
شمعه د ميني مي په لاس تلم د رڼا په لوري
تورتم مي ټول لارکي سيځلوخو چا پرې نه ښودم
په ټينګ ويلاړ مي د نياو ملا تړ له کلکه
د ظلم کور مي نړولو خو چا پرې نه ښودم
د ميني جنګ کي بريالۍ شوم په رقيب تور مخي
ژر مي د يار مخ ښکلولو خو چا پرې نه ښو دم
جليلي
١٦.٠٨ .١٣٦٨
يادونه : دا شعر د عارف خزان د يوه شعر په اقتفا ويل شويدۍ
جليلي
سيالۍ
چي د خيال په لوړ اسمان کي مي سپوږمۍ شوې
خود الهام راته د شعر او شاعرۍ شوې
زما و ميني ته اد م کله رسيږ ي
خير که ته مينه کي سياله د درخۍشوې
چي مي ژوند ته ستا دميني داستان جوړ شو
زه دعشق مقام ملوک کړم ته بدرۍ شوې
ښکلي سترګي ، ترند خوۍ په زړه کي مينه
زما دفکر پر جهان خيالي هوسۍ شوې
ټولي ښې چي د نړۍ په تا کي وينم
ځکه ذهن کي تصوير مې د نړۍ شوې
کوم چي زړه کي مي د ميني اور بليږي
دا خو ستا اول کاته ورته سپرغۍ شوې
ستاليدو ته مي وجود شولو ټول سترګي
تلوسې چي مي رقيب سره په سيالۍ شوې
جليلي
٢٦ . ١٢ . ٦٧