دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په افغانستان کي د پژۍ جوړولو هنر ته ځغلنده کتنه ( دويمه برخه )

 

 

 

له هغه وروسته چي په افغانستان او سيمه کي د کوشاني امپراتورۍ واکمني پيل شوه ، د هنر په بيلا بيلو برخو او له هغې ډلي د مجسمې جوړولو په هنر کي هم بدلون راغلۍ اوهغو ارزښتونو او معيارونو هم بدلون وموند چي د يونان باختري پير پر هنري ژوند يې واکمني  درلوده  . او دا بدلون  په ځانګړي توګه د ګندهارا نوي هنري مکتب په منځ ته راتللو او غوړيدلو کي څرګند او جوت دۍ .

 

 

   دستر امپراتور کنشکاډبرينه مجسمه

 

په کوشاني پير کي د نورو هنرونو تر څنګ د مجسمې جوړولو هنر زياته وده او پراختيا وموندله . د يوشمير څيړونکو له نظره د دې ودي يو ارزښتمن لاميل د هغه واکمنۍ پر مهال د سيکولر نظام واکمني وه . د دې پير ځانګړتياوي د هغو عيني شرايطو څخه را وتلي او را پنځول شويدي چي پر سيمه او د هغې امپراتورۍ پر ميشتو وګړو يې حاکميت درلود . د دې دوري تر ټولو زيات او د پام وړ ځانګږتيا په ټوليزه توګه تر دو سر ليکونو لاندي څرګنديږي . لومړۍ داچي : د کوشاني واکمنۍ پر مهال د يوناني هنر او مهارت پوره واکمني لا پر ځای پاته وه ؛ دويم لاميل يې دا ښئې چي د دې امپراتورۍ په سهيلي لورکي د يوه نوي تهذيب را ټوکيدل دۍ چي ورورو يې د نفوذ ساحه  پرا خيدل او د لرغوني افغانستان تر ختيزو برخو رسيدلې وه ؛

د کوشاني واکمنۍ تر سيوري لاندي سيمو کي د هنرنو د پراختيا او ودي وړ چاپير يال منځ ته راغلۍ و ، د همدي چاپير يال په دننه کي د مجسمي جوړولو هنر ته هم زياته پاملرنه وشول . او په ځانګړي توګه د کوشاني امپراتورۍ په فرهنګي پلازمينه  ( هډه ) او ټوله ګندهارا کي د يوه نوي هنري مکتب بسټ کښيښودل شو چي د لرغوني  نړۍ په تاريخ کي يې ستر باب جوړ کړيدۍ . د کوشاني پير د مجسمو جوړولو  هنر او د هنر بيلا بيلو ډولونه نه يوازي دا چي پراختيا او وده يې وکړه بيلکي داسي لوړ پړاونه يې طۍ کړل چي په سيمه کي يې سارۍ نه ليدل کيږي .

په کوشاني پير کي د مجسمو د جوړولو هنر ځتانګړتيا په دې د دو اړخونو په بيان او تفصيل کي  ښه څرګنديدای شي ، لومړۍ داچي : د يوناني مجسمو جوړولو هنر چي پر ريالستيک او طبيعي انداز او لرليد يې بنسټ ايښودل شوۍ وو ، په زياته پيمانه د لويديځي نړي او په ځانګړي توګه د يوناني هنري ژوند او ايديالونو سره په توافق او تلفيق کي وړاندي شويدي . په داسي حال کي چي د ختيزي نړۍ روحانيت او مجذوبه اخلاق يې په ځان کي نه درلودل  ؛ دويم  دا چي د کوشاني امپراتورۍ وختيز لورته د بودايې تهذيب  هغه روحانيت وده وه کړه چي د عيني نړۍ سره يې د اړيکو پيدا کول ناشوني  اويا  لږ تر لږه ستونزمن بريښيدل .

متفکرو ګندهاريانو او د هډې پر شا او خوا ميشتواولسونواودهغوۍلارښوونکو وکړای شول چي په خپل ځانګړي خلاقيت دا دوه بيل او يوله بله نا اشنا دريځونه  داشان سره يوکړي چي هم يې دهغه پير د اولسونو د منلو وړ کړي او هم يې د ځانګړي مکتب په توګه د نړۍ په تاريځ کي تل پاتي وکرځوي . د مجسمو جوړونکو له يوې خوا د يوناني هنر ريالستيکه برخه چي د مجسمې او د هغه طبيعي مودل تر منځ  يې کامل او پوره ورته والۍ درلود ، هغه يې د خپلو مجسمو په جوړولو کي د يوه ار او اصل په توګه خپل کړل . او له بلي خوا يې د بودايې ائين هغه  روحاني ، اخلاقي او تهذيبي برخو ته د مجسمو جوړولو پر وخت پام وکړ چي د رواني او تخيولي لا مکانۍ څخه يې د عيني نړۍ او د روان ژوند بهير ته راوګرځول . په دې تر تيب يې دنړۍ يوداسي مکتب ته لاره پرانيستل چي  ارزښت يې د نړيوال تاريخ پر تندي زرينه کرښه ده .

د کوشاني پير د مجسمو جوړولو ځانګړتيا يوازي په دې کي نه ده پټه چي يوناني  هنر او هندي تهذيب سر يوځای کړ ، بلکي د محلي او سيمه ايزو هنري  ښيګڼو څخه يې هم د دې هنر په پراختيا کي  پوره او کارنده ګټه پورته کړل . د بيلګي په توګه د ستر کنشکا په مجسمه کي د پښتني لباس تمثيل ، د بودا  په مجسمو کي د عامې هندي ښکلا ځای پر ځاي کيدل

Phafgmuseumheadbuddhasmall.jpg

د بوادا مجسمې يوه بيلګه

 

 د رساميو په برخه کي د ساسانې  او چيني رساميو هنري ښکلا  ګډول اونور دا ټوله د کوشاني پير او په ځانګړي توګه د ګندهارايې مکتب ځانګړتياوي دي .

  

د باميان د ککرک سيمي څخه تر لايه شوې رسامي چي د چين رسامۍ هنر په کښي څرکند دۍ

په افغانستان کي تر ټولو نامتو او د شهرت لوړو پوړيو ته د رسيدلو مچسمو څخه د باميان دوې ستري مجسمي دي ، چي يوه يې ٣٥ متره لوړه او د بلي لوړوالۍ ٥٥ متره ته رسيدۍ . له اره مرغه نوم ومړي مجسمې په ٢٠٠١ زيږد کال وران او له مينځه ولاړې

 

   Phbamayansmall.jpg                     

د بودا ٥٥ متره مجسمه                        هغه ٥٥ متره مجسمه چي ورانه شويده

په هر صورت  دا لا تر اوسه پوره څرګنده نه ده چي په يفتلي پير کي د مجسمو د نه جوړيدلو لاميلونه څه دي ، خو د ځينو څيړونګو په باور د بوديزم سره د هغوۍ مخالفت او دښمني د دې لاميل شوه چي نه يوازي د مجسمو جوړولو مخه ونيسي بلکي د هغو مجسمو او بودايې معابدو د ورانۍ لپاره يې هم د خشونت کارونه کړيدي . خو د کوچيني کوشانيانو ، کابل شاهانو ، زيبل شاهانو په دوران کي بيا د بودايې مذهب پراختيا د دې لاميل شوه چي د بودا يې او بوديستوايې مجسمو د جوړيدلوړ کارونه يوارې بيا ګړندي شي .

د ورستيو کوشاني سلسلو او د هغو پاتيشونو تر هغه وخته د خپلو عبادت ځايونو او له هغې جملي د مجسمو جوړولو په لار کي  ګړندي ګامونه پورﻻته کړيدي ، چي دلته يې د څو بيلګو په ښولو بسنه کو :

   

   

د بودا يوه مجسمه چي د مرنجان غونډۍ څخه تر لاسه شويده ( اومه زيږده پيړۍ )

 

افغانستان ته د اسلام مبارک دين د رارسيدلو سره يوځاې پر ټولو پخوانيو اديانو کلک بنديزونه ولګيدل ، په دې تر ځ کي د هنر بيلا بيل ډولونه ناروا او له اسلامي ارونو خلاف وګڼل شوه . د همدې نويو اسلامي اصولو لاندي  نه يوازي داچي د مجسمو جوړولو هڅي  په ټپه ودريدې  ړ بلکي د يوشمير مجسمو د ورانولو او له مينځه وړلو تدابير هم دهغه وخت د واکمنانويو ه  مهمه دنده بلل کيده .

د دويمي برخي پاې  

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006