رسول باوري
د يونسکو له خپرونو څخه ژباړه :
د کلتوري ميراثونو د څانګي پوهانو د افغانستان او جاپان دولتونو د هئيتونو او يونسکو په ګډون په توکيو کي د دسامبر د ١٨ نيټي څخه تر ٢٠ مي نيټې پوري په رابلل شوې غونډه کي د هغي دوه کلني پروژې جاج واخستل شو چي په ٢٠٠١ زيږد کال د يونسکو او جاپان دولت تر منځ د طالبانو په لاس د بودايې مجسمو د نړيدو پر وخت جوړه سوې او د سيمي د اثارو د ساتلو لپاره ديوي عاجلي پرو ژې په توګه منل شوې وه .
د کار پوهاونو د کاري ګروپ په دريمه غونډه کي هغه هڅي او فعاليتونه تر بحث لاندي ونيول شوه چي د بودايې مجسمود ماتوټوټو بيرته راګرځول، د اثاروساتل او پاکول ،او هم د ورانو شويو رساميو او تقاشيو بيرته سمون او تر لاسه کول او د دې تر څنګ د ساحوي نقشې تنظيم او ورسره يوځاي د هغو کسانو بيرته ميشت او ځای پر ځای کول چي د طالبانو له خوا بې ځایه شوي وه .چي دا هرڅه د نوموړي سيمي د هنري او کلتوري ارزښت د بيا را ژوندي کولو لپاره تر سره شويدي ، په غونډه کي د ارزښتمنو رساميو او نقاشيو د ساتني په اړه د وړاندي شويو مقالو په ترځ کي ګټور سپارښتونه او وړانديزونه وشول ، د دې سره يوځای د ٢٠٠٢ زيږد کال څخه تر ٢٠٠٤ زيږد کال پوري همدا وړاندي شوې پروژه چي د جاپان دولت له لوري ( ١،٨١٥،٩٦٧ )امريکايې ډالرو، ژمنه شوې مرسته او هم د نړيوالو مرستو په کارولو سره تر زياته حده د اثارو د ساتني لپاره ګټوره وګرځيده.
په غونډه کي درنو پوهانو اوراغلو ښاغلو کارنده ونډه درلودل .ښاغلې نورو سوزوکي (Norio Suzuki ) د جاپان هيواد د کلتوري څيړنو د ملي انستيوت لوی رئيس ، ښاغلۍهارون امين په جاپان کي د افغانستان سفير ،ښاغلۍغلام رسول يوسفزی د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري مرستيال ،عبدالخالق خليق د باميان ولايت مرستيال او د اطلاعاتو او کلتور وزارت يوشمير نور ښاغلي او هم د کلتوري اثارو او ابداتو د نړيوالې شورا غړي (ICOMOS) او د يونسکو ادارې د کلتوري ميراثونو څانګي پوهانو ګډون درلوده .
داپروژه يونسکو، دافغانستان او جاپان دولتونوسره يوځای پيل کړې وه . د طالبانو تر ماتي وروسته يوهئيت نوموړي سيمي ته لنډ سفر وکړ . نوموړي هيئت تر ٢٠ شل په سلو کي لږنقاشۍ او رسامۍ وليدلې، د تيرو ٢٢ کالو پرله پسې جګړو وروسته يې د بودايې مجسمو پر شا او خوا تاقچې او رواقونه هم وليدل چي د لويدلو په حال کي وه .خو د تيرو دوو کالونو د ګړندويو هڅوپه پايله کي په زيات شمير اثار وژغورل شوه ، په دې شمير اثارو کي د باميان د ٢٥ پنځويشتو سمڅود رساميو او نقاشيو په ګډون د فولادي درې او ککرک ناوې اثار هم وساتل شوه .د دې سره يوځای د جرمني د ايکوموس (ICOMOS) کارپوهانو يو بل ارزښتمن کار د بودايې مجسمو د پاتي شونو د ساتني او د راتلونکو څيړنو لپاره پيل کړ . ای کوموس د ( ١٤ کاربن ) ميتود په مرسته د بودايې مجسمو دقيق تاريخ وټاکۍ ؛چي نسبتا وړه مجسمه تر لوی زړه ده ، او د جوړيدو تاريخ يې ٥٠٧ زيږد کال ښودل شوۍ دۍ . دويمه لويه مجسمه په ٥٥١ زيږد کال جوړه شويده .د کاربن ١٤ ميتود د کارولو په ترځ کي دا هم په ګوته شول چي وړه مجسمه د ١٥ کالو په ترځ کي جوړه شويده .
د سمڅو او رواقونو څخه رالويدلی يو شمير نقاشۍ او رسامۍ را ټولي شویدي . د ٢٥ پنځويشتو سمڅوڅخه د ټولو راجستر شويو نقاشيو هغه اسناد چي د واکيو پوهنتون استاد پروفيسور کوزاکومايده (Kosaku Maeda )يې د١٤ کاربن په مرسته تاريخ ټاکنه کړې وه، د هغو تاريخ هم د پنځمي او نهمي زيږدي پيړۍ په منځ کي زمانه ښودل شوې وه . د جرمني د مسير شميت (MesserShmitt )مرستندويه ادارې له لوري يو د لرګيو لويه ستن د رواقونو او تاقچو د ساتني لپاره د بدل پرته ورکړل شوه چي په افغانستان کي د ايتاليا يې سر بازانو او د (RADIS ) موسسې په ګډه مرسته باميان ته ورسول شوه ، او دا لومړۍ بيړنۍ مرسته وه چي د بودايې مجسمو پر شا او خوا تاقچو او رواقونو د ساتني لپاره وشوه . جاپاني کمپنۍ (PASCO )دباميان او شااو خوا سيمو توفوګرافکي نقشه ترتيب کړه چي مقياس يې ( ٣ ) درې ښودل شوۍ دۍ .
دجاپان هيواد د کلتوري څيړنو لپاره ملي انستيوت او د کلتوري ثروتونو پالونکۍپه باميان کي د لرغونو ځايونو د سپړلو او د يو شمير سيمود نښاني کولو او ساتلو اړتيا ويني اوپه ځانګړي توګه د کروندې پرمهال د بيباکه کښينولواو اړه ولو په اړه انديښنې شته ،چي په دې لاره کي د يوه روزنيز پروګرام پيل کيدل اړين دي چي دا پروژه به د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د يوه کارپوه افغاني ټيم په مرسته د يوه ماستر پلان په توګه تر سره شي .
ددې پروژې له لاري د هغو لومړنيو او بيړنيو هڅو په برخه کي چي د نوموړي مرحلې لپاره په نظر کي وې ،زيات پام وشواو په پرله پسې توګه يې چاري وڅارلې شوې، خو د لرغونو سيمو ساتنه او پالنه پر له پسې مطمئين کار ته اړتيا لري ،يونسکو او د نړيوال کلتوري ميراث کميټې باميان د نړيوالي کلتوري او لرغوني سيمي په توګه په رسميت وپيژندۍاو هم يې د کلتوري ميراث په لړ کي شامل او ورسره سم يې په نړۍ کي تر خطر لاندي کلتوري ميراثونو په لړۍ کي وليکۍ .
دا سيمه په ځانګړي توګه د لومړۍ زيږدي پيړۍ څخه بيا تر ١٣ ديارلسمي زيږدي پيړۍ پوري د لرغوني باختر د هنري او مذهبي اثارو استازې او د ګندهارا د هنري مکتب ديوې ځانګړي بيلګي په توګه پيژندل شوې سيمه او د بودايې پير د روحانيت او معنويت ارزښتمنه ټو لګه ده ، چي د اسلامي پير وړاندي زمانو پوري اړه