دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
د خپلواکۍ خپروني سره مرکه

پوښتنه : که لومړی تاسو خپل ځان درنو لوستونکو ته وروپيژنۍ او بيا د د خپل ژوند په اړه څه ناڅه و واياست ،خوشاله به شم !

زمانوم محمد رسول او تخلص مي باوري دۍ ،په 1336 لمريز کال د روزګان ولايت د دهراوت په ولسوالۍ په يوه منوره کورنۍ کي زيږيدلۍ يم ،په 1352 لمريز کال د تيرينکوټ د سيدالخان ليسې څخه فارغ شوم ، يو کال مي د قراردادي ښوونکي په توګه د دهراوت د تنګي نومي ښونځۍ کي دنده تر سره کړه ، د 1354 لمريز کال د کانکور ازمويني وروسته د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځۍ د تاريخ څانګي ته راغلم ، په 1358 لمريز کال مي دکابل پوهنتون د فراغت د ليسانس ديپلوم تر لاسه کړ. د همدی کال د کب په مياشت کي مي د کابل پوهنتون د علمي کادر لپاره په ازموينه کي برخه واخستل خو لا نتيجه څرګنده نه وه چي په 1359 لمريز کال د غوايې په مياشت کي د مکلفيت چوپړ شپږ مياشتنۍ دوري ته وليږل شوم ، د چوپړ دا دوره هر شپږ مياشتي وروسته جبراْ شپږ مياشتي نوره اوږديدله تر څو چي د اتلسو مياشتو وروسته په 1360 لمريز کال د ليندۍ په مياشت کي د مکلفيت د چوپړ څخه د فراغت پاڼه تر لاسه کړل . د همدي کال د مرغومي په مياشت کي مي د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځۍ د لرغونپوهني ډيپارتمنت کي د علمي غړيتوب دنده پيل کړه ، په 1365لمريز کال څخه تر 1367 لمريز کال د ماسترۍ يا M .A ديپلوم د کابل پوهنتون څخه تر لاسه کړ. په دې ترتيب مي د 1360 لمريز کاله څخه تر 1377 لمريز کاله پوري بيله ځنډه د اجتماعي علومو پوهنځۍ دلرغونپوهني ډيپارتمنت کي د استاد په توګه دنده تر سره کړل ،له بده مرغه د يوشمير لاميلاونو په وجه په 1377 لمريز کال هلند هيواد ته کډوال شوم .او دادۍ اوس په هلند کي دA.R.C. يا ( Archeaological Research end Consultancy اداره کي په کار بوخت يم.

پوښتنه : لطفا تاسو خپل د زدکړي پر مهال د پوهنتون چاپيريال په لنډه توګه راته انځور کړي ، پوهنتون ، درس ، استادان او نور؟

له نيکه مرغه په پوهنتون کي زموږ د زدکړو پر مهال تر هرڅه وړاندي پوهنيز چاپير يال واکمن وو .هغه وخت کابل پوهنتون د سيمي په انډول يو له هغو پوهنيزو مرکزونو څخه شميرل کيدۍ چي د کورنيو محصيلينو د روزني ترڅنګ يې په ځينو څانکو کي د يوشمير بهرنيو هيوادونو زرده کونکي هم روزل ، د بيلګي په توګه د ګاونډي هيواد ايران ، کوريا ،کامبوج ، فلسطين ، پښتونستان او يو شمير نورو هيوادونو محصيلين د لوړو زدکړو ، په ځانګړي توګه د طب پوهنځۍ ، پولي تخنيک او ادبياتو او بشري علومو پوهنځيو کي يې د لوړو زدکړو دولتي بورسونه د خپلو هيوادونو په لګښت ، تر لاسه کول .هغه وخت د کابل پوهنتون د نړي تر ټولو نامتو پوهنيزو مرکزونو سره ډيري نږدې او ګټوري اړيکي درلودې د بيلګي په توګه د امريکا د نيبراسکا ، پنسلوانيا ، اوهاييو پوهنتونونه ؛ د پخواني شوروي نامتو پوهنتونونه لکه د مسکو د ايم ګاوو ، لوممبا ،پوهنتونونه او د مسکو د ختيځ پيژندني انستويت او نور ؛ د انګلستان د کامبريج پو هنتون او نور يادولاي سو . د دې تر څنګ د کابل پوهنتون ډيپلوم دملګرو ميلتونوپوهنيزي ادارې يونسکو د نړۍ د معياري علمي سندونو په لړ کي په رسميت پيژندلۍ وو .

د کابل پوهنتون هغه مهال چي زه محصل وم يوبل ځانګړي حالت داوو چي په هيواد کي د سياسي ګوندونو هيڅ رسميت نه درلود ،د محصيلينو مظاهري نه کيدلې ،په اعتصاب او سياسي ډله ايزو هڅو بنديز لګيدلۍ وو، خو د هغه وخت کابل پوهنتون اداري مسولينودټولو استادانو په ګډو هڅو د محصيلينو د ښې او علمي روزني لور ته پام درلود ،او هم دپوره اکاډميک چاپير يال په را منځته کولو کي يوله بل سره مرستندوی وه .

د ياد سوو لاميلونو تر څنګ يوبل ارزښتمن او ټاکونکۍ لاميل په کابل پوهنتون کي د ذکاوت او لياقت پر بنسټ د استادانو ګمارل وه ، داسي استادان چي نه يوازي په هيواد کي دننه ، بلکي په سيمه او نړۍ کي يې پوره پيژندګلوي سوی وه ، زه په دې برخه کي يوازي د بيلګي په توګه دخپلي څانګي ( تاريخ ) د هغه يوشمير استادانو نومونه رايادوم چي پيژند ګلوي يې د پوهنتون او هيواد له کرښو وتلې او په سيمه او حتی د نړۍ په پوهنيزو کړيوکي يې نوم پيژندل سوې وو : پوهاند عبدالحی حبيبي ، پوهاند عبدالشکور رشاد ، پوهاند داکتر بها الدين مجروح ،پو هاند داکتر غلام فاروق اعتمادي ،پوهاند ډاکتر يوسف علمي ،پوهاند داکتر حسن کاکړ ،پوهاند ضمير ساپې ،پوهاندداکترعبدالاحمد جاويد ، پوهاند داکتر پاينده محمد سرهنګ ،پوهاند مير حسين شاه خان ، پوهاند حميدالله امين ، پوهاندداکتر الفشاه ځدراڼ ، پوهاند ولي محمد رحيمي ،هاند سيد سلطانشاه همام ،پوهاند داکتر جلالدين صديقي ، پوهاند امين ا لله امين ، پوهاند شمس ا لعابدين شمس ،پوهاند داکتر برهان الدين حساس ،پوهاند سعد الدين هاشمي اويوشمير نور چي له بده مرغه اوس يې نومونه زما حافظې ته نه راځي.

د همدي سترو پوهانو د نوروپوهنيزو او ښوونيزو وياړلو لاسته راوړنو تر څنګ يو هم د کابل پوهنتون لپاره د يوبل نسل داسي ښوونکو روزل دي چي د هيواد د ځوان نسل د روزني او ښووني لپاره چوپړ ته ودريدل . په دې برخه کي يوځل بيا د خپلي څانګي استادان د بيلګي په توګه را يادوم چي يو شمير يې همدا اوس په کابل پوهنتون کي د هيواد د ځوان نسل په روزنه او ښوونه بوخت دي او يو شمير نور يې د بيلا بيلو لاميلونو په وجه نورو هيوادونو ته کډوال سويدي : پوهنوال اسد الله عزيزي ، پوهنوال شير اقا جرئت او پوهنياره انيسه دهزاد ( اوس په هلند کي ) پوهنوال داکتر عبدالباقي حصاري ،پوهندوۍ داود راوش ، پوهندوي داکتر عزيز احمد رهمند ، پوهندوۍ داکتر حبيب پنجشيري ، پوهنمل عصمت الله عثماني ، پوهنيار خير الله زماني ، ( اوس په کابل کي ) پوهنمل غفار صفا ، پوهنمل عظيمي ، پوهنمل صاحيب نظر دشتي ( اوس په بلخ پوهنتون کي) پوهنوال هدايت ا لله هدايت ( اوس په استرالياکي ) پوهنوال شاه محمود محمود ( اوس په دنمارک کي ) پوهنوال اسد اسمايې ( اوس په فرانسه کي ) پوهندوي جمراد جمشيد ( اوس په جرمني کي ) پوهنمل حضرت نبي پور ( اوس پاکستان کي ) پوهنمل اکبر کرګر ( اوس په انګلستان کي ) پوهنياره ام الخير مقبل او پوهنيار سيد مسعود بدخش ( اوس په کاناډا کي ) پوهنيار شريف هيواد دوست ( اوس په هنګري کي ) پوهنمل غلام احمد واک ( اوس په روسيه کي ) پو هنمل کهګدای ( اوس په امريکاکي ) پو هنياره فضيله سخي ( اوس په سويدن کي ) پوهنياره سهيلا ( ماته ناڅرګند ځای ) پوهنياره ايلين ( اوس پاکستان کي ) او په دې ډول نور ښاغلي استادان چي نومونه يې دا ګړې زما هير دي ، يادولاي سو . په هر تقدير زما په اند دکابل پوهنتون لپاره د رواني لمريزي پيړۍ پنځوسمه لسيزه د ودي او پر مختياکالونه ګڼلای سو .

پوښتنه : تاسو د لرغونپوهني په اړه ځني کارونه کړيدي ،کيداي سي و واياست چي ولي تاسو لرغونپوهنه غوره کړه ؟

ما د کابل پوهنتون د تاريخ څانکه ولوستل اوبيا مي دتاريخ په څانګه کي د M.A ډګري تر لاسه کړل او پرله پسي 17 اوولس کاله مي د کابل پوهنتون د لرغونپوني څانګه کي د تدريس دنده پر مخ يوړل .د پوهيالي رتبي ته د کانديد ( نامزد پوهيالې ) له وخته بياتر پوهنوالې رتبي پوري ، مي ټول علمي _ تحقيقي اثار د لرغونپوهني او لرغوني تاريخ په اړه ليکلي دي . تر اوسه مي پنځلس 15 جلده علمي _ تحقيقي اثار د لرغونپوهني او يا د افغانستان د لرغوني تاريخ په اړه ليکلي او چاپ کړيدي . د يادوني ده چي نوموړي اثار درسي او يا ممد درسي کتابونه دي چي د بيلګي په توګه دلته د يوشمير نومونه يادوم :

1 ? اصول وتحقيقات باستانشناسي ؛ کابل پوهنتون 1361

2 ? باستانشناسي شرق ميانه ؛کابل پوهنتون 1362.

3 ? باستانشناسي کشورهاي همجوار ؛ کابل پوهنتون 1364.

4 ? باستانشناسي افغانستان ؛ کابل پوهنتون 1365 .

5 ? افغانستان در عهد باستان ؛دولتي مطبعه 1367 .

6 ?لرغونپوهنه ،پرنسيپونه او ميتودونه ؛ ملي موزيم 1369 .

7 ? موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان ؛سپک ټولنه 1374 .

8 ? تاريخ مدنيتهاي اوليه افغانستان ؛ کابل پوهنتون 1371 .

9 ? لرغونپوهنه ، عملي لاري چاري ؛ په جرمني کي فرهنګي ټولنه 1380 .

اونور ، د يادولوده چي تراوسه مي په هيواد دننه او بهر کي تر 50 زياتو ملي او نړيوالو سيمنارونو او سمپوزيمونو کي فعاله برخه اخستي ده . او تر 200 زياتي علمي تحقيقي مقالې مي د هيواد په علمي خپرونو او د هيواده بهر په يو شمير مجلو او جريدو کي خپرې سويدي. په دې ترتيب ، اوس لرغونپوهنه او د هيواد لر غونې تاريخ زما مسلک او د ژوند برخه ګر ځيدلي ده.

ستاسو له نظره د افغانستان موقف په لرغوني تاريخ کي څنګه وو ؟

په دري ژبه کي وايې چي (( مشک انست که خود ګويد نه انکه عطار ګويد )) د افغانستان په هره لويشت خاوره کي د لرغونو زمانو اثار ،ابدات او لرغوني توکي سته ، د دي مانا داده چي دا هيواد د لرغونو زمانو د مدنيتونو ځانګو او د بشري تمدون د وياړنو ټاټوبۍ دۍ .زه غواړم ستاسو د پوښتني په اړه يوازي د هغو نامتو مورخينو د وينا په يادولوبسنه وکړم چي د افغانستان په اړه يې په خپلو اثارو او ليکنو کي ثبت او تاريخي کړيدي : انګليسي نامتو مورخ ارنولد تاينبې ،د افغانستان په اړه دخپلو څيړنو په پايله کي دي نتيجي ته رسيدلې چي وايې (( افغانستان په منځنۍ اسيا کي د لرغونو تمدونو نو هغه څلور لاری ده چي د نورو سيمو مدنيتونه يې جذب کړي او بيا له همهاغه ځايه د نوو تمدونونو په څير ګاونډيو او ليري پرتو سيمو ته ليږل سويدي ؛ امريکايې لرغونپوه بنجامن رولاند وايې چي (( افغانستان دمنځنۍ اسيا د لرغونو تمدنونو د زيږد او نشئت ځاي دۍ ،هرډول مدني نوښت يې خپل کړۍ او بيايې په افغاني صبغه نړيوالو ته وړاندي کړيدۍ ؛ علامه پوهاند حبيبي وايې چي افغانستان د تمدنونو زانګو ده ؛ دا اويا په دې ډول نور القاب او عناوين د نوموړو پوهانو هديه او تحفه نه ده بلکي د هغوۍ د پر له پسې علمي څيړنو نتيجه ده چي د يوی لنډي جملې په څير يې په خپلو اثارو کي ثبت او ليکلي دي .

پوښتنه : تاسو ويلاي شۍ چي د افغانستان ترټولو پخواني لرغونې اثار کوم او چيري پيداسوي دي که په لنډه توګه څه وواياست؟

په 1963 ميلادي کال امريکايې لرغونپوه لويس دوپري د غزني په ناور دښت نومي ځاي کي سپړني او پلټني تر سره کړي چي په نتيجه کي يې د پاليو ليتيک ( د ډبري پخوانۍ دوره ) وسايل او د کار الات چي پخوانيو انسانانو کارولي وه ، په لاس راوړل . د دې اثارو لرغونتوب د 150 زره کاله څخه تر 100 سل زره کاله پخوا زمانو ته رسيږي .همدې څيړونکي د هيواد په شمال هزار سم ، اق کپرک ، دره داديل او ځينو نورو سيمو کي سپړني او پلټني وکړې چي د پاليو ليتيک او ميزو ليتيک ( د ډ بري منځني دوره ) اثار او وسايل يې پيداکړل ، د دي الاتو تاريخ هم د 75000 زره کاله څخه تر 25000 کاله پخوا زمانو پوري اړه لري . د کارلتون .کون او لارس انګلس تر لار ښووني لاندي د بدخشان په کور دره نومي سموڅو کي سپړني وسوې چي په پايله کي د نيوليتيک ( د ډبري نوی دوره ) اثار په لاس راوړل ، د دې اثارو تاريخ د 9000 نه زره کاله څخه تر 7000 اوه زره کاله پخوا زمانو پوري رسيږي . خو هغه پر له پسې او هر اړخيزي سپړني او پلټني چي د د کندهار په منديګک لر غونی سيمه کي د فرانسوي لرغونپوه ( مسيو کزل ) په وسيله تر سره سوې ، د هيواد د لومړي تمدون نښاني او بيلګي يې را جوتي کړې چي د په لاس راغلو اثارو تاريخ 3000 کاله پخوا تر ميلاد وټاکل سو ، په دي ترتيب د افغانستان پنځه زره کلن تاريخ هم د همدې لرغوني سيمي څخه را پيل کيږي .

پوښتنه : تاسو د هيواد په لرغوني تاريخ کي داسي بيلګي را يادولاي شۍ چي يو تمدن د افغانستان څخه نشئت کړي او نورو هيوادونو ته رسيدلې وي ؟

پخوا تر دې چي ستاسو د دي پوښتني جواب و وايم ، دوو مسالو ته د لوستونکو پام غواړم لومړې دا چي دنړۍ د هيوادونو تر منځ دا اوسني سرحدي کرښي په بيلا بيلو زمانو کي بيلا بيلي وې ځکه د لرغوني نړۍ تمدونونه د هيوادونو په اوسني سرحدي کرښو کي نه سو محدودولای ، خو هغه څه چي د مورخينو لپاره معيار ګرځول سويدۍ ، هغه د لرغوني تمدون ټاټوبۍ او پلازمينه ده چي د تمدون د زيږيدو ، ودي او پراختيا لپاره يې زمينه برابره کړېده . او دوهم مطلب دا چي د تمدون زيږيدنه اني او تصادفي پيښه نه ده ، بلکي د پرله پسي وړو بدلونو نو متراکمه نتيجه ده . د هر لرغوني تمدون ريښي په پخواني کلتور کي نغښتي وي . او په دي برخه کي د ټولني کورنې چاپير يال او د ټولني بهرنۍ اړيکي د نوي تمدون د رابرسيره کېدولپاره وړ او مناسب شرايط منځته راوړي .د دي دوو بنسټيزو مسالو په پام کي نيولو سره ستاسو دې پوښتني ته جواب مثبت دۍ .

بلې ، د افغانستان په لرغوني تاريخ کي داسي ډير ځانګړي سرليکونه سته چي د خپلواکو تمدونونو د منځته راتلو ، پراختيا او نړيوال کيدلو څرګندوني لري . زه په دی برخه کي په لنډه توګه د هغو مدنيتونويادونه کوم چي په افغانستان کي منځته راغلي او بيا نړيوال سويدي.

1 ? ويدي تمدن : د دي تمدون بنسټ اريايې قوم له خوا د بخدي يا اوسني بلخ په ښار کي ايښودل سويدۍ ؛ د دې تمدون په اړه باوري معلومات د ويدي سرودونو په څلورو کتابونو ريګويدا ؛ اتهرو ويدا ؛ ويجورو ويدا او ساماويدا کي سته . اريايې قبايل 3000 دريزره کاله پخوا تر ميلاد د امو سند سهيلي څنډو ته را ورسيدل او په 1800 کاله پخوا تر ميلاديې د بخدي ښار ودان او دويدي تمدن بنسټ يې کښيښود. د دې تمدون وړانګې د اوسني هند تر سهيلي برخو او د اوسني ايران تر لويديځو سيمو او اوسني عراق پوري رسيدلي وې .

2- اوستايې تمدون : د دې تمدون نوم د اوستا کتاب څخه اخستل سويدۍ . اوستا په پيل کي يو مذهبي کتاب او بيا وروسته د متمدن ژوند د ناظم کتاب په توګه و کارول سو . د 1200 څخه تر 700 د مخه تر ميلادکالونو کي د زردشت يا سپين تمان په وسيله منځته راغلۍ ائين د يوه ستر بدلون په ډول د نوي مدنيت وړانګي د بخدي يا بلخ د لرغوني ښار څخه د منځنۍ اسيا بيلا بيلو سيمو ته خپرې کړې او د څه ناڅه پنځه پيړيو په دوران کي د اوسني چين د لوديځو برخو څخه بيا د اوسنۍ ترکيې او عراق ختيځي برخي تر خپل نفوذلاندي درلودې.

3- د لرغوني افغانستان يو بل ارزښتمن تاريخي پير دګريک _ باختري مدنيت په نوم نړيدال نوم ګټلۍ دۍ . دا تمدن چي د يوناني سکندر په وسيله د هخامنشي امپراتورۍ تر بشپړي ماتي (336 کاله د مخه تر ميلاد ) وروسته او په ځانګړی توګه د يونان _ باختري خپلواکو دولتونو تر اعلان وروسته ( ديوديتس ؛245 کاله پخوا تر ميلادکالونه ) يو ځل بيا په بلخ کي د نوي مدنيت پيل وسو . په دي مدنيت کي د يونان څخه راغلي فلسفې او صنعت د باختري هنر مندانو او د دی ځاي د خلاقو اوسيدونکو په وسيله ختيځه څيره واخستل او د يوه نوي تمدون په څيريې نړيوالي سيمي په ځانګړی توګه د منځنۍ اسيا هيوادونه تر خپل تاثير او نفوذلاندي راوستل .

لنډه دا چي دافغانستان هره لويشت خاوره د لرغوني زمانې د وياړنو سپيناوې کوي چي له نيکه مرغه دا وياړني د يوشمير کورنيو څيړونکو په زيار جوت سوي او يوزيات شمير نور بيا د بهرنيو ليکوالو او څيړونکو له خوا څرګند سوي دي .

استادباوري ستاسو څخه ډيره مننه ؛

ستاسو څخه هم مننه

  

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006