له بده مرغه ، د يوه تبليغاتي کمپاين په ترځ کي د عربي بنسټپالو کړيو په مخامخ لمسون طالب واکمنانو د بودائي پير مجسمي او له هغي جملي د صلصال او شمامي په نوم دوي ستري مجسمي چي يوه ( 53 ) متره لوړه او د بلي لوړوالۍ ( 35 ) متره ته رسيدۍ ، د شرعي فتوی تر نوم لاندي وراني او ويجاړي کړې ، په داسي حال کي چي د دي فتوی شرعي توب له هماغه پيله بيا تر اوسه د اسلامي نړۍ د جيدو پوهانو او ديني عالمانو د پوښتنو سره مخامخ ده . په هر صورت دري کاله وړاندي د مارچ مياشتي په لومړيو کي د اسلامي امارت د فرمان له مخي زموږ د هيواد څه نا څه يو زراو اته سوه کلن کلتوري وياړونه له خاورو سره خاوري سول .
د فرمان تر پلي کيدو وړاندي نه يوازي په هيواد کي دننه متبحيرو ديني عالمانو ، پوهانو ،روڼ اندو او د هيواد عام اولس د دي ناوړه کړو د نه کيدلو غوښتني وکړې بلکي د نړۍ له هره ګوټه د نوموړي فرمان د نه عملي کيدو هيلي وسوې ، غوښتني وړاندي سوې او حتې د ګوتڅنډني تر بريده هڅي وسوې ، خو عرب لمسوونکي بنسټپال په دي وتوانيدل چي د هغوي دهيلو سره سم ز موږ د هيواد تاريخي وياړني د يوشمير ناپوهو کسانو په وسيله له مينځه يوسي .
ددددددد
دا چي ولي نوموړي مجسمي وراني او ويجاړي کړل سوې ؟ هغه پوښتنه ده چي لا يې بشپړ ځواب ويلو ته هيڅوک چمتو نه دي . له پيله ديني پوهانو د فتوی شرعي توب ونه مانه ؛ ټولو افغانانو د دي نا وړه کړو مخنيوۍ غوښت ؛نړيوالو علمي او کلتوري موسيسوهم تر يوه حده زيار وه ايست چي د دي فرمان مخه ونيسي ؛ خو دا ټول ونه توانيدل . داسي بريښي چي د بودايې مجسمو ورا نول هم د يوه اوږده پلان يوه برخه وه چي مخنوی يې شونۍ نه وو ، داسي لکه د نيويارک او واشنګټن د سترو برجونو په څير چي د ورانۍ مخنيوۍ يې ونه سو .
همداسي چي د دي لويو مجسمو د ورانيدو خبره د افغانانو ، پوهانو او نړيوالو کلتوري موسيسو تر واک وتلې وه ، اوس بيا د دي مجسمو د بياجوړيدو خبره هم هاغه ډول ده . اوازي او هڅي رواني دي چي په باميانو کي د ورانو سويو مجسمو بياجوړول تر سره سي . د دي سره سره چي دا هڅي او اندونه د زياتو پوهانو او مسلکي کسانو له خوا ګټور نه ګڼل کيږي اود دي مجسمو د بيا جوړولو چاري ارزښتمني نه ارزول کيږي ، خو بيا هم څو انجيوګاني ، يو شمير کسان او ځني پټ لاسونه ، پرله پسې هڅي کوي چي د دي مجسمو بيا جوړولو ته دي هغوۍ وګمارل سي . هغه پوښتنه لا تر اوسه بي ځوابه پاته ده چي ولي د بودايې پير مجسمي او له هغه جملي د باميانو دوي ستري مجسمي ويجاړي سوي ؟ اوس دادۍ دا نوي پوښتنه په زياتي حيرانتيا سره مطرح ده چي ولي يو شمير کسانو ته د دي مجسمو جوړول د افغانستان په بيا رغاونه کي تر ټولو لومړي دي ؟ داسي بريښي لکه چي د ورانولو پلان او مصارف يې هغه چا پر غاړه اخستي وي ، هغه چي د بيا جوړولو ټيکه دارۍ ته چمتو دي .
د لرغونپوهانو له نظره د لرغونو اثارو او تاريخي توکو بيا جوړونه او بيا روغونه د دوو موخو لپاره عملي کيږي : لومړۍ د لرغوني اثر دعلمي څيړني په نيت د هغه اثر بيا جوړول تر سره کيږي اود لرغوني اثر د بيا جوړولو دوهمه موخه ننداري ته د هم هاغه اثر اماده کول او برابرول دي . د لرغوني اثر د علمي څيړنو لپاره لرغونپوهان معمولا د ګرافيکي ،ترسيمي ، عددي اونورو ميتودونو څخه کار اخلي او د يوه لرغوني اثر بيا جوړونه تر سره کوي ، د لرغوني اثر دا ډول بيا جوړونه د هغو پديدو بيا را پيداکول دي چي په تخنيکي ، تکنالوژيکي او وظيفوي لحاظ يې مطالعه او څيړنه زيات ارزښت ولري . او له بلي خوا په علمي څيړنو کي جسما رغول سوۍ او بيا جوړ سوۍ اثر او هم د يوه لرغوني اثر کاپي سوۍ شکل مودل نه سي منل کيدلای . . په دي ترتيب جسما ( فزيکلي ) بيارغول سوي اثرعلمي ارزښت نه لري چي د لرغونپوهني دا اصل کټ مټ د با ميانو د سترو مجسمو په اړه هم د تطبيق وړ دۍ . او بله رښتينی خبره دا چي نوموړو مجسمو لاد زياتو څيړنو اړتيا درلوده ، خو له نيکه مرغه د علمي څيړنو ځني مرحلي لومړۍ د فرانسوي لرغونپوهانو او بيا وروسته د هندي او افغاني لرغونپوهانو له خوا تر سره سويدي .
د لرغوني اثر د بيا جوړولو دوهمه موخه چي د ننداري لپاره يې د بيا جوړولو او بيا رغولو هڅه کيږي ، د طبيعي بيا جوړوني په نوم ياديږي . په طبيعي بيا جوړونه کي له اره د په نظر کي نيول سوۍ اثرد پنځوس فيصده برخو شتون ته اړتيا سته .که چيري د اثر څخه تر پنځوس فيصده لږ يا کمه برخه پاته وي ، په هغه صورت کي به د مدنظر اثر بيا رغاونه ، نه بلکي د هم هاغه اثر کاپي کيدنه وګڼل سي . د لرغونپوهانو باور دادۍ چي د باميانو د سترو مجسمو بيا جوړيدل نه يوازي علمي ارزښت نه لري بلکي د نندارو لپاره هم د وړانديز سويو مصارفو لپاره د متناسب عايد منبع نه سي ګرځيدلای . چي له اره د همدي دوو لاميلو په وجه د لرغونو اثارو بيارغونه او جوړونه تر سره کيږي