بګرام
يا
د کوشاني ستري امپراتورۍ پلازمينه
د کوشاني سلسلې ستر امپراتور کنشکا ( 120 ميلادي ) د بګرام سيمه خپل اوړنې پلازمينه وټاکل . د لرغونپوهانو څيړنو دا مطلب په ډ اګه کړۍ چي د بګرام لرغونی سيمه پخواتر هغه چي ستر کنشکا يې خپل اداري مرکز وټاکي مقدوني سکندر هلته د يوه دفاعي ښار بنسټ ايښۍ وو . په هغه ليکل سوو اثارو کي چي د مقدوني سکندر څخه د خاطراتو په توګه پاته دي ، د دی سيمي ( بګرام او کاپسا ) په اړه زيات په زړه پوري معلومات لري . په دي خاطراتو کي د قفقاز سکندريې تر نوم لاندي ليکني د همدي بګرام په اړه دي .
د کوشاني امپراتورۍ ټوله سيمه چي ختيځي سرحدي کرښي يې د خو قند او يارکند او نيپال څخه پيل کيدې بيا تر لويديځو کرښو پوري چي تر اصفهان او سيستان پوري ، همداشان شمالي سرحدونه يې د سير دريا ، خوارزم او سغد څخه پيل کيدې او په سهيل کي د منځني هند تر پوتالي پوترا او هند سمندرګي پوري رسيدلې ، دا ټولي سيمي چي د کوشاني امپراتورۍ تر ولکي لاندي وې ، په اوړي کي د بګرام او په ژمي کي د پيښور له مرکزه اداره کيدلې .
د بګرام په لرغوونې سيمه کي د لومړي ځل لپاره په 1937 ميلادي کال د فرانسوي لرغونپوهانو په وسيله سروې او سپړني پيل سوې . د فرانسوي لرغونپوه ښاغلي ګيرشمن په باور د بګرام د ښار جوړښت او د معمارۍ ډول يې داسي بريښي چي د يوناني ماهرينو په لاس جوړ سوۍ وي . نوموړي د بګرام ښار د جوړښت او معماري مميزاتو پر بنسټ د اوسني ايران دپريس پوليس اويوناني ښار دورا اوروپس سره پر تله کړيدۍ ، او د دی ښارونو تر منځ يې د ورته او ګډو خصوصياتو زياتي بيلګي را څرګندي کړيدي .
د بکرام څخه په زياته پيمانه طلايې مسکوکات ، عاجي اثار ، د لاکو څخه جوړي سوي صندوقچي ، برونزي ارزښتمن وسايل ، د يونان ، روم ، مصر ، چين ، هنداودنړۍ دنورو برخو څخه ناياب او ځانګړي اثار د لرغونپوهانو په وسيله تر لاسه سول . هغه وخت چي د بګرام څخه د يادو سوو اثارو د کشف او تر لاسه کيدو خبرتيا خپره سوه ، د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د پاملرني وړ وګرځيدل ،تر لاسه سوي اثار په پرله پسي توګه د افغانستان ملي موزيم ته ليږل کيده ، او په ملي موزيم کي د بګرام په نوم يو ځانګړۍ اتاق پرانستل سوۍ وو چي د څيړونکو او سيلانيانو د زياتي پاملرني وړ او په پوره مينه به يې د هغو اثارو ليدنه کول .
له بده مرغه د کابل په تنظيمي او ورانونکو جګړوکي د بګرام نامتو اثار هم وتښتول سوه او په بهرنيانو وپلورل سوه . د امريکاپه متحده ايالاتو کي د افغان موزائيک نومي مجلې په 1998 ميلادي کال د بګرام د لوټ سوو لرغونو اثارو په اړه وليکل چي : د بګرام د عاجو يو کلکسيون و يوه پاکستاني ته د سل زره ډالرو په بدل کي ورکړل سويدۍ . په داسي حال کي چي د بګرام څخه تر لاسه سوي په سلګونو کليکسيونونه په کابل کي د قدرت پر سر د جګړو پر مهال و تښتول سوه او د بهرنيانو په واک کي ورکړل سوه .
دکنشکا د پلازميني څخه تر لاسه سوي اثار خو په پر له پسي توګه د افغانستان د ملي موزيم څخه وتښتول سوه د ناورين خبره لا داده چي د ستر کنشکا پر ودانۍ اوس د سيمي د قومندانانو تر منځ شخړي او جګړی رواني دي . په 1374 لمريز کال د کابل پوهنتون د د لرغونپوهني ډيپارتمنت د محصلينو د پروګرام له مخي د اجتماعي علومو پوهنځۍ ادارې وپتيل چي د محصلينو لپاره د لرغونو سيمو د ليدنو کتنو په لړ د بګرام لرغوني سيمي ته د تللو اسانتياوي برابري سي ، همداسي وسول . محصلين په دوو ګروپو نو کي د مهال ويش سره سم بګرام ته ورسيدل ، هلته د انتظار خلاف نه يوازي داچي د بګرام د لرغوني غونډۍ پر لوړه د لرغونپوهانو په وسيله د سپړل سوو سيمو او ځايونو نښي او علامي نه وې پاته شوي بلکي د تپې پر سر د سيمي قومندان يوه په اهکو سپينه سوې خټينه کلا جوړه کړې وه ( ثور 1375 لمريز کال ) .
يوتن محصل د نوموړي قومندان څخه و پوښتل چي : قومندان صاحيب ويل کيږي چي پخوا دلته سپړل سوي ځايونه او د اباديو بنسټونه چي د ډبرو څخه جوړ سوي وه موجود وه ، خو اوس نه ليدل کيږي ، هغه څه سول ؟ قومندان چي د ناپوهۍ پر هغه سپور وو وويل چي هو دلته دا څه چي ته وايې پخوا وه خو کله چي کمونستان له دي ځايه ورک سول او مجا هدين پر سيمه واکمن سوه بيا موږ فيصله وکړه چي خلک غريبان دي او کود نه سته نو د سيمو مسلمانانو سرمو د مرستي لپاره د دي غونډۍ خاوره ورکړه ، چي هغوي يې خپلو مځکو ته د ښه کښت په غرض يوسي . او پاته سوي د تهداب ډبري هغه ما راوړي او دا دۍ يو کور مي جوړ کړۍ چي په جنجال ورسره پاته وم ، دا څو کاله کيږي چي د دې کور په قباله پسې يم ډير ستړي سوم ، خو دادۍ اوس مي د امير صاحيب څخه فوق العاده امر واخست او ما هغه ته وويل چي ما جهاد کړې ، انډيوالان مي شهيدان سوي ، او بل داچي دا خو پخوا د کافرانو کور وو ما هغه وران کړۍ او ځان ته مي يوه سپينه کلا جوړه کړه چي د مجاهدينو ګزمه هم لرم چي زما سره ده ، دا کور چي ما جوړ کړۍ دا خو په اصل کي ثواب لري ، تر دې خبرو وروسته په پاي امير صاحيب امر راکړ چي دا کلا دي زما ملکيت وي .
رسول باوري اودکابل پوهنتون دلرغونپوهني څانګي محصلين په بګرام کي
د کنشکا د سلطنتي ماڼۍ پر ځاي د قومندان جوړه سوې سپينه ودانۍ
باوري د بګرام په لرغونې سيمه کي د محصلينو سره
د بګرام د لوړو برخو څخه د عبدالله برج او د د دوو سيندونود يوځاي کيدو منظره