|
د افغانستان د اسلامي پير نامتو ابدات
په دي برخه کي د افغانستان د يو شمير هغو اثارو او ابداتو د پيژندني لړۍ پيل کيږي چي په افغانستان کي داسلامي پير نامتو ابداتو او د وياړ وړتاريخي اثار و په توګه پيژندل سويدي . د يادوني وړ ده چي د هيواد دتاريخي ابداتو د پيژندني په اړه د ارکيالوجکي ميتود په څير څرګندوني په نظر کي نه نيول کيږي ، يوازي د لرغوني اثر او يا تاريخي ودانۍ،يوه لنډه معرفي او تاريخي څرک را څرګنديږي . په دی ليکنه کي د جام څلۍ او د مزار شريف روضه را يادوم :
د جام څلۍ ( مينار )د جام څلۍ چي د جام منار په نوم زيات پيژندل سويدۍ ، د جام مينار د افغانستان په منځني ولايت غور کي لږ تر لږه د اته سوه کاله را په ديخواد خپلي زمانې برم او دبدبه د ځان سره ساتلې ده . تاريخي متونو د جام څلي جوړونکۍ د غوري پاچاهانو کورنۍ اړوند سلطان غياث الدين غوري ښودلۍ دۍ . نوموړي پاچا دا مينار د 1163 ميلادي کال څخه تر 1202 ميلادي کال پوري ودان کړي دۍ .
د جام څلۍ په داسي برخه کي ودان سوۍ چي د هغه ځای لوړوالۍ د سمندر د اوبيز مخه څخه ( داوبو سطح ) څه ناڅه 1900 متره لوړوالۍ لري . پر دې څلي د لوړو غرونو داسي لړۍ را ګرځيدلې ده چي د يو شمير غرونو د لوړو څوکو لوړوالۍد سمندر د اوبيز مخه څخه 2300 متره ته رسيږي . د دې څلی يوه بله ځانګړتيا داده چي د هريرود سيند پرغاړه داسي جوړ سوۍ چي دووخواو ته يې د سنيد رواني اوبه بهيږي . دريمه ځانګړتيا يې داده چي دا څلۍ په خپله پوره 67 متره لوړوالۍ لري .
د جام څلي بنسټ دايروی ايښودل سوۍ چي د هر يوه مدار تر پوره کيدو وروسته د دوهم مدار د بهرنۍ خوا پلنتيا لږ سوې او په دې ډول د څلي تر پورتنۍ کړۍ پوري په همدې ترتيب جوړسويدۍ . د لاندنۍ برخي ( قاعده ) قطر يې نه ( 9 ) متره او په لوړ سر کي يې د قطر اندازه د يونيم څخه تر دوه متره پوري رسيږي .د دې څاي په دننه کي د څلي لوړو پوړيو ته د رسيدو لپاره زيني چوړي سويدي . پخې خښتي ، ګچ او اهک ( چونه ) په داسي ترکيب سره يوځای سوي چي د پياوړتيا حد يې د سمنتو درجې ته رسولۍ دۍ . د جام څلي پر بهرنۍ خوا په کوفي ليک ليکني د دي څلي دبدبه او برم لا نور زيات کړيدۍ .
لومړنۍ اروپايې څيړونکۍ چي د منار څلي په اړه يې د افغانستان د حکومت او ايزمو ايتالوي موسيسې د وينا په وجه څيړني تر سره کړې هغه ايتالوي لرغونپوه اندره برونو نوميدۍ چي په 1961 ميلادي کال يې د دی منار څخه ليدنه وکړه او د هغه د بيا جوړيدو لپاره يې وړانديزونه ترتيب او يونسکو ته يې وړاندي ګړل ، څرنګه چي د جام څلي ته رسيدل ستونزمن کار وو ، ځکه په هغه وخت کي د دې پروژې پلي کيدل وځنډيدل . په 1963 ميلادي کال د جام منار لپاره د لويدلو خطر زيات سو د همدی کال د جون په مياشت کي د جام دڅلي دبيا جوړوني په نيت يو شمير څيړني پيل سوې . په 1974 ميلادي کال د جام څلي ته د جوړوني موادو د رسيدو لاره څه ناڅه برابره او د څلي د بيا ودانولو يا د څلي لپاره د پايښت د توان پيداکيدو پروژه پلې سوه . د هم هغه پروژې له برکته تر اوسه هم له نيکه مرغه د جام څلۍ يا د جام منار په خپل هيواد کي لرو .په داسي حال کي چي په دي ورستيو کالونو کي د جام څلي ته زيات زيان اوښتۍ او ان دا چي يو شمير بهرنيو موسيسو د دي تاريخي وياړ د ژرلويدلو خطر خبر دارۍ ورکړيدۍ . هيله من يو چي د هيواد اړوند چارواکي د دې ستونزي د حل چټکي لاري چاري ولټوي ، داسي نه چي دا وياړ هم د چکړي منار په څير له لاسه ورکړو .
د مزارشريف د زيارت ودانۍ : هغه ودانۍ چي اوس د بلخ ولايت مرکزي ښار کي د شاه ولايت ماب حضرت علي کرم ا لله وجهه په نوم ياده سوې ، د پيړيو په ترځ کي ودانه سويده . تر هر څه وړاندي داپوښتنه سته چي دا زيارت په رښتيا هم د هم هاغه مبارک دۍ کوم چي ورته منسوب ګڼل سويدۍ ؟ دي پوښتني ته بيلا بيل جوابونه بيلا بيلو ليکوالو په خپلو ليکل سوو اثارو کي وړاندي کړيدي . زه په دي برخه کي د هغو مطالبو يادونه کوم چي د زياتو پوهانو او ليکوالانو لپاره د منلو وړدي .
له هغه وروسته چي حضرت علي کرم الله وجهه په کال 660 ميلادي کال په شهادت ورسيدۍ له هم ماغه وخته بيا تر دولسمي ميلادي پيړۍ پوري ټول هغه معلومات چي د نوموړي د زيارت او ميت په اړه وه يا له منځه يوړل سوه او يا ورته زيات پام ونه ساتل سو . د همدي پيړۍ په لومړيو کالونو کي د سلطان سنجر سلجوقي د واکمنۍ پر مهال يوه روحاني تن خوب وليدۍ چي د حضرت علي کرم ا لله وجهه ميت په همدغه ځاې کي ښخ دۍ ، سلجوقي سلطان هم امر وکړ چي همدلته دي زيارت جوړسي . د سلطان د امر سره سم په 1136 ميلادي کال يوه ښکلې ګنبده ودانه شول .
د سلطان سنجر په امر جوړه سوې وداني په 1220 ميلادي کال هغه وخت ورانه سول چي چنګيزي لښکرو د ګنبدي لاندي د سروزرو خزانې لټون پيل کړ . په ځينو ليکنو کي راغلي چي دا زيارت پخواتر هغه چي چنګيزي لښکر راورسيږي د سيمي خلکو د دې ډاره چي چنګيزخان به د دي زيارت هرڅه له منځه يوسي او بيابه د زيارت د ځاې پيداکيدل ناشونۍ وي ، نو ځکه يې د زيارت ګنبده ورانه کړل اومداسي ورانه يې وساتل تر هغو چي د بيا جوړيدو زمينه يې برابره شول ، . د دي سره سره چي نوموړي زيارت ته بارانونو اود باد سيليو تر پخوا لا زيات زيان ورته اړولۍ وو ، خوبياهم د يوي وراني کنډوالې په څيرڅه ناڅه ښکاريدۍ .
د سلطان حسين بايقرا د واکمنۍ پر مهال وروسته له 243 کالو يو ځل بيا د دې زيارت د جوړيدو زمينه برابره سوه . په 1481 ميلادي کال يوه بل روحاني تن خوب وليدۍ او د حضرت علي کرم ا لله وجهه د ميت د شته والي خبر يې تيموري پاچا سلطان حسين بايقرا دربار ته ورکړ . داځل د تيموري سلطان له خوا د خپل وخت نامتو خټګر مولينا بنايې چي په بيلا بيلو فنونو کي يې برلاسې درلود ، د دي زيارت د ودانولو دنده وسپارل . نوموړي هم د خپل توان سره سم د وخت ټول هغه مهارتونه چي لا نور نه پري پوهيدل ، د دی ودانۍ په جوړولو کي وکارول . او داسي يو ماڼۍ يې ودانه کړل چي لا تر اوسه يې د ښکلا جوړه په بلخ او سيمه کي نه ليدل کيږي .
د سلطان حسين بايقرا په امر ودانه سوې ماڼۍ لاتراوسه د دي زيارت اصلي زڼې جوړوي . له هغه وخت را په ديخوا د اصلي ماڼۍ تر څنګ ځني نوري ودانۍ او يا هم بياجوړونې تر سره سويدي . د بيلګي په توګه په 16 ميلادي پيړۍ کي دوخت نائب الحکومه عبدالمومن خان ازبک د نوموړي ماڼي تر څنګ يوه بله ودانۍ جوړه کړه چي د جوره ګمبد په نوم ياديږي . تر هغه وروسته د روضي ختيځ لوري ته د وزير محمد اکبر خان په امر يوه بله ماڼۍ ودانه سول . د امير شيرعلي خان په وخت کي 1285 د زيارت لپاره د ځانګړي ښکلا په نيت د کاشي کارۍ بهير پيل سو د استاد سميع سمرقندي او د هغه د لوی شاګرد ارتق په زيار لومړۍ د ګنبدي پر سر يوه بله ګنبده جوړه او بيايې د کاشي کارۍ او د زيارت د ښکلا په نيت ارزښتمن ګامونه واخستل ، چي دادۍ تر اوسه هم د حضرت علي کرم ا لله وجهه زيارت زموږ د هيواد د اسلامي دوری د نامتو ماڼيو څخه شميرل کيږي . او هر کال د پسرلي د لومړۍ ورځي څخه بيا تر څلويښتو ورځو پوري د نوروز په نوم د سترو ميلو خای وي . باوري بېرته شاته
|
|