دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
په شلمه پيړۍ کي دافغانستان درې نامتو مورخين او د هغوۍ ځانګړتياوي
 

څه موده وړاندي مي د (( د تاريخ او مورخ په اړه لنډي څرګندوني )) تر سرليک لاندي يوه ليکنه خپره کړل ، چي په هغې کي تاريخ د يوه علمي دسپلين په توګه څيړلۍ شوۍ او د مورخ دندي هم د تاريخ پوهني وعلمي او عملي ميتودونو ته په پام سره، د مينه والو لپاره وړاندي شويدي . او اوس د هغې ليکني په دوام په شلمه پيړۍ کي د هيواد د دریو نامتو مورخينو په اړه دې لنډو يادونو ته ګران لوستونکي رابولم .

په افغانستان کي د شلمي پيړۍ د پيل څخه بيا د هغې پيړۍ تر ورستيو کالونو پوري د هيواد دعلمي او تخليقي اثارو او له هغې جملې د تاريخ ، ادب او ملي هويت په اړه د ليکوالو شمير د څومخکنيو يپړيو پر تله زيات او د ليکل شويو اثارو شميره يې هم د نورو پيړيو په نسبت غوښنه ده . دا زيات والې يوازي په کمي يا شميريز و کرښو کي نه بلکي د منځپانګي له مخي هم د زيات پام وړ دۍ . په ليکوالو او ليکونو کي ددې ډيرښت او زيات والي يو بنسټيز لاميل د مخکينيو پيړيو په نسبت د هيواد د سياسي خپلواکۍ بير ته راګرځيدل او د هغې خپلواکۍ په رڼا کي د تعليمي او تحصيلي مدرن سيستيم وده اوپراختيا وه . چي له نيکه مرغه د مدرن تعليمي او تحصيلي سيستيم په لمن کي افغانان د نويو او عصري علومو د بيلا بيلو څانګو سره اشنايې پيدا کړل او هم يې د نړيوال علمي يون سره د خبرتيا کچه لوړه شول . په دې ترځ کي د نورو پوهنيزو څانګو سره يوځای تاريخ هم د يوه علمي دسپلين په څير وده وکړل او د معاصرو روشونو او ميتودونو څخه په ګټه اخستني سره يې د ودي او لوړتيا پړاونه يوپه بل پسې طۍ کړل .

د شلمي پيړۍ د پيل او په ځانګړي توګه د اماني پير د واکمۍ پر مهال د افغانستان د تاريخ ليکني هغه اړخ ته زيات پام واړول شو چي د ملي هويت پر بنسټ به يې د تدوين او خپريدو چاري سرته رسيدلې ، په تاريخي ليکونو کي د ملي هويت بريښيدل د هغه پير يوه څرګنده ځانګړتيا ده ، او دا ځانګړتيا د شلمي پيړۍ په ټوله سليږه کي په يوه او يا بل ډول د بيلا بيلو مورخينو په اثارو کي وپالل شوه . خو د علامه پوهاند عبدالحي حبيبي ، استاد احمد علي کهزاد او مير غلام محمد غبار په زيار ليکل شوي تاريخونه د افغانستان د شلمي پيړۍ تاريخي شهکارونه او ليکوالان يې په افغانستان کي د شلمي پيړۍد سترو مورخينو په توګه منل شويدي .

په شلمه پيړۍ کي افغاني مورخينو د افغانستان د بشپړ ملي تاريخ دتدوين او تاليف لپاره درېو سترو اړتياوو د پوره کولو منطقي چاري په خپل وړاندي درلودې ، لومړۍ : افغانستان لپاره د يوه خپلواک هيواد په توګه د نوري نړۍ د هيوادونو په څير ، پر تاريخي واقعيتونو متکي دملي هويت اړتيا ؛ دويم : د هيواد په دننه کي دخيلونو او توکمونو له ارونو څخه لوړ د يوموټي افغان ملت د جوړيدو اړتيا؛ او دريم : د نويو علمي روشونو او ميتودونو پر بنسټ د هيواد دتاريخي پيښو داسي پرله پسېوالۍ چي له يوې خوا د افغانستان اوسنۍ جغرافيايې موقعيت د محور په توګه وڅيړل شي او له بله پلوه د تيري زماني يوه وړه برخه هم پټه او ناڅرګنده پاته نه شي؛له نيکه مرغه علامه حبيبي ، استاد کهزاد او مرحوم غبار دا اړتياوي درک او په پوره خلاقيت يې د هيواد ملي تاريخ د خپلو ځانګړو روشونو او ميتودونو په رڼا کي بشپړ کړ. د دې سره سره چي د افغانستان د تاريخ بيلا بيلو پړاونو او دورو د لا شنني او څيړني اړتيا لا هم شته ، خو د هيواد دتاريخ پيل او دتيرو شويو سياسي سلسلو او دپيښو ټوليز ( کلی ) تسلسل د همدې دريو سترو مورخينو په زيار څرګندي شويدي ، چي زموږ د هيواد لپاره د ملي هويت د رابرسيره کيدلو او پوهيدلو په لار کي ستر برۍ ګڼل کيږي .

د خدای بخښلو حبيبي ، کهزاد او غبار په زيار ليکل شوي تاريخونه د هغو اړتياو له مخي چي مخکي يې يادونه وشوه ،يو او بل ته ورته دي ، خو د لکيني سبک ، د څيړني ليد لورۍ او د پاملرني وړ پيرونه يې يو له بله توپير لري .

لومړۍ : علامه پوهاند عبدالحی حبيبي : ( ١٢٨٩ ___ ١٣٦٣ لمريز کالونه )علا مه حبيبي د خپل پير پرمروجو بيلا بيلو علمي څانګو برلاسي درلوده ،خو د ژبپوهني ؛ ټولنپوهني ؛ادب پوهني ؛دين پوهني او تاريخ پوهني په برخو کي يې وړتيا هغه پوړيو ته رسيدلې وه چي نه يوازي د افغاني پوهانو لپاره ستره مرجع وه بلکي ټولو بهرنيوڅيړونکو ته هم د يوې ډاډمن ماخذ په توګه منل شوې وو. دهيواد د ستر مورخ په توګه د علامه حبيبي د ښه پيژندلو لار د هغو تاريخي اثارو او ليکونو لنډه ارزونه ده چي د نوموړي په زيارتاليف او تدوين شويدي ، چي په مرسته به يې د ليکلو سبک ، د څيړني ليدلورۍ او هم يې د خوښي وړ پير و پيژندلای شو .

د علا مه حبيبي څخه تر يوسل او ديرش ( ١٣٠ ) زيات چاپ شوي کتابونه را پاته دي، په سلګونو مقالې او رسالې يې خپرې شوي او تر دوه سوه زياتو ملي اونړيوالو علمي سيمنارونو او کنفرانسونو کي يې خلاق ګډون کړيدۍ .د چاپ شويو کتابونو له جملې څخه يې د شپږ پنځوسو څخه تر شپيتو کتابونو پوري د افغانستان دتاريخ او تاريخي جغرافيې په اړه دي ، چي د بيلګي په توګه د افغانستان لنډ تاريخ ( دوه جلده ) ،افغانستان بعد از اسلام ( دوه جلده ) ، د پښتو ادبياتو تاريخ ( دوه جلده ) ، اديان عصر کوشاني ، افغانستان در عصر تيموريان ، تاريخ شاهان صفاري ،نومورکي مورخين ،جغرافيايې تاريخي افغانستان ، هنر عصر تيموريان ، تاريخ مشروطيت در افغانستان او يو زيات شمير نور يادولای شو .

په تاريخ ليکنه کي د علامه حبيبي سبک د کتابخانه يې او ساحوي څيړنو ګډمتود دۍ ؛ د هري تاريخي پيښي د ثبوت لپاره يې ډاډمن او دلومړني لاس منابع او ماخذ وړاندي کړۍ او دهر ماخذ د تائيد لپاره يې د تاريخي متونو شننه کړيده ؛ لرغوني توکي يې هم د تاريخي پيښو د ثبوت لپاره کارولي دي ؛ تاريخي پيښي يې د خپلو انګيرنو او اندونو پرته ، څنګه چي وې هغسي يې د زمانې په لمن کي څيړلي او تدوين کړيدي ؛ په ليکونو کي يې د جملو او الفاظو تر ښکلا د پيښي سالم او د ابهام اوغلطيو پرته انتقال ته پام کړيدۍ ؛ دتاريخي څيړنو بنسټ يې پر (( تبيني = بياني )) روش ولاړ دۍ په ټولو تاريخي ليکونو کي يې زمانه او د پيښو پرله پسېوالي د متود ستري بيلګي دي ؛

دعلامه حبيبي دټولو ليکنو او په ځانګړي توګه تاريخي خپاره شويو کتابونو څخه په ډاګه څرګنديږي چي په ملي ليد لوري ليکل شويدي ؛ د دې تر څنګ په نړيوالو تاريخي مکتبونو کي د (( سيمه ايزو امکاناتو )) مکتب پلوي دۍ ، همدا لاميل دۍ چي د هيوادلرغوني نامتو مدنيتونه يې د د دې سيمو د اوسيدونکو خلاقيت او نبوغ ګڼلي او دثبوت لپاره يې ډاډمن اسناد او ماخذ وړاندي کړيدي ، خو د دې سره يوځای د هغه مکتب ارونو ته په پام سره د کلتورونو متقابل تاثير هم په خپلو ليکونو کي له نظره نه غورځوي .

علامه حبيبي د يوه مورخ په توګه د هيواد د تاريخ هر لوري ته په پوره غور پام کړيدۍ . د هيواد د لرغوني تاريخ ، منځنيو پيړيو تاريخ ، د معاصر تاريخ پير او هم د افغانستان د نوی تاريخ پير کي يې په پوره غور څيړني او ليکني کړيدي . خو د (( افغانستان بعد از اسلام )) نومي تاريخي اثر څخه داسي بريښي چي د هيواد د منځنيو پيړيود تاريخي پيښو د څيړني سره يې ليوالتيا زياته وه .

دويم : استاد احمد علي کهزاد: (١٢٨٦ ___ ١٣٦٣ لمريز کالونه ) استاد کهزاد زموږ په هيوادکي د ستر مورخ ، ارشيف پوه او لرغونپوه په توګه پيژندل شوۍاو منل شوي علمي شخصيت دۍ . د خپل خلاق استعداد په مټ يې د افغانستان تاريخ بيلا بيل پيرونه او دورې وڅيړلې او د نړۍ د معاصورو مورخينو په څير يې په پوره خلاقيت او بري د هيواد د ملي تاريخ د تدوين او تاليف هوډ پر ځاي کړيدۍ . استاد کهزاد دتاريخ څانګي ددوديزو ښوونکو سره په ځانګړۍ توپير د تاريخ د ښووني لپاره يې يوازي د يوه صنف برخه وال د محصلينو او يا زده کوونکو په توګه نه روزل بلکي د هيواد ټولو خلکو ته يې د هيواد د راډيو له لاري د تاريخ تدريس پر مخ بيوۍ ،د هيواد تاريخي وياړني يې په پوره ځيرکۍ او وړتيا د هيوادوالو او مينه والو تر غوږونو رسولي دي .

د استاد کهزاد څخه تر شپږ څلويښت ( ٤٦ ) زيات چاپ اوخپاره شوي تاريخي کتابونه ، د بيلا بيلو بهرنيو ژبو څخه تر لسو عنوانونو زيات ژباړل شوي اثار اوتر دوه سوه زياتي تاريخي مقالې او رسالې په ميراث پاته دي . استاد کهزاد په لسګونو ملي او نړيوالو سيمينارونو او سمپوزيمونو ته بلل شوۍ او د نامتو افغان مورخ په توګه يې هڅوونکي اوبريمنه ونډه اخيستېده . د کهزاد په زيار ليکل شوي تاريخي اثار په ځانګړي توګه د افغانستان لرغونۍ تاريخ ( دوه جلده ) بالا حصار کابل وپيش امدهای تاريخي ( دوه جلده ) کنشکا ( دوه جلده ) ، افغانستان د تاريخ په اوږدو کي ، غرغښت يا ګرشاسپ ، افغانستان په شا هنامه کي ، د افغانستان مسکوکات وړاندي او وروسته تر اسلام ، او په دې ترتيب په فرانسوي ، انګليسي او ايتالوي ژبو خپاره شوي تاريخي اثار پر افغانانو برسيره د سيمي او نړۍ د څيړونکو او مورخينو د پوره باور وړ ګرځيدلي دي .

استاد کهزاد دافغانستان د تاريخ هره برخه په زيات پام او دقت څيړلې او د بيلا بيلوارشيفي اوارکيالوجيکي اسنادو په وړاندي کولو يې خپلي ټولي تاريخي ليکني د ډاډوړ ګرځولي دي . خو داستاد هغه پر له پسې هڅو او زيار څخه چي د افغانستان تاريخ په لرغوني برخه کي يې ګاللۍ دي ، داپه ډاګه کوي چي دافغانستان د لرغوني تاريخ يو برلاسۍ استادوو . د متود او سبک له مخي د (( سيمه ايزه امکاناتو )) مکتب پلوي اود تاريخي څيړنو بنسټ يې پر (( تبيني = بياني او تحليلي ))ګډو روشونو ولاړ دۍ ؛ د دې تر څنګ د ملي ارزښتونواو وياړونو د را برملا کيدو او پراخيدود ستر مخکښ په توګه يې د هيوادوالو په زړونو کي ځای ثابت دۍ .

دريم : مير غلام محمد غبار : ( ١٢٧٦___ ١٣٥٦ لمريز کالونه )زموږ په ټولنه کي د غبار نوم د(( افغانستان در مسير تاريخ )) سره يو ځای ياديږي ،خو مير غلام محمد غبار سربيره پر دې چي په هيواد کي د يوه نامتو مورخ په توګه پيژندل شويدۍ ، دهيواد په سياسي چاپير يال کي يې هم د يوه سياست پوه او ټولنپوه په توګه هڅونکي کارونه کړيدي . مرحوم غبار د ژوند په بيلا بيلو پړاونو کي د اداري مناصبو څخه بيا تر سياسي او ټولنيزو هڅو پوري خپل ذکاوت ازمويلي او په پوره بري سره يې په سياست کي د سياسي ګوند دلارښود تر کچي رسيدلۍ او په ټولنيز وهڅو کي يې ملي شوراته د خپل اولس استازيتوب ګټلۍدۍ ، د دې تر څنګ يې د خپل نوښتګر او ځواکمن قلم په مرسته د هيواد عمومي تاريخ او هم يې د هيواد دتاريخ يوشمير نورپړاونه او دورې څيړلي ،ليکلي او خپاره کړيدي .

مرحوم غبار د هيواد ديوه نامتو مورخ په توګه تر لسو ( ١٠ ) زيات تاريخي کتابونه تاليف کړي ، په لسګونو تاريخي او سياسي مقالې يې ليکلي او په زياتو سياسي او ټولنيزو محفيلونو کي يې د يوه مورخ ، سياست وال او اديب په توګه کارنده ونډه اخيستيده .د تاريخي نامتو اثارو څخه يې د بيلګي په توګه : افغانستان در مسير تاريخ ( دوه جلده ) تاريخ افغانستان به يکنظر ،تاريخ احمد شاه بابا ، تاريخچه مختصر افغانستان او يوشمير نور يادولای شو . هغه تاريخ چي مرحوم غبار يې د شهرت لوړو پوړيو ته ورساوه (( افغانستان در مسير تاريخ )) نوميږي . نوموړۍ اثر د دوو ځانګړتياوپر بنسټ نامتو شو ؛ لومړۍ داچي د عمومي تاريخ په څير تدوين شوۍ خو د هيواد د معاصر تاريخ برخه يې زياته ده ، دويم داچي د هغه وخت د مروجو کيڼوسياستونو پر بنسټ ليکل شويدۍ .

مرحوم مير غلامحمد غبار د هيواد دتاريخ بيلا بيلي برخي څيړلي او بيا يې په ښکلو او لورۍ ورکونکو ادبياتو د خپريدو لپاره چمتو او وړاندي کړيدي . مرحوم غبار د خپل ځانګړي سبک له مخي د تاريخ هغه برخو ته زيات پام درلود چي د خپل نړۍ ليد لپاره يې ګټوري ګڼلي دي . په تاريخ ليکنه کي يې د (( د سيمه ايزه امکاناتو )) دمکتب پيروي کړۍ او د تاريخي څيړنو بنسټ يې پر (( تحليلي )) روشونو ولاړ دۍ . د هغه نامتو تاريخي اثر (( افغانستان در مسير تاريخ )) د تدوين او تاليف څخه بريښي چي د افغانستان په تاريخ کي د مرحوم غبار د خوښي وړ پير د دې هيواد معاصر او نوۍ تاريخ پيرونه دي .

يادښت :

درنو لوستونکو ته په درنښت بايد وليکم چي د دې ليکني په اړه د ټولوهغو ادعاو لپاره چي په ليکنه کي يې يادوني شويدي ،د اخځونو را يادول به د دې ليکني تر پاڼو زيات شي . ځکه مي اړينه وګڼل چي يوازي د هغو دريو اثارو نومونه وليکم چي په هغو کي د دې مقالې د ټولو ادعاوو د رښتينوالي اخځونه شته :

١ _ رشاد؛ طارق . شمله . د علامه حبيبي په اړه دمقالو ټولګه . ( افغاني کلتوري ټولنه : نيدرلند )١٣٧٩ .

٢ _ هيوادمل ؛ زلمۍ . ياد نامه کهزاد . د کهزاد په اړه دعلمي سيمينار مقالو ټولګه . ( کابل : کابل پوهنتون) ١٣٦٧ .

٣ _ غبار ؛ مير غلامحمد . افغانستان در مسير تاريخ . جلد دوم ( امريکا : ويرجينيا ) ١٩٩٩ .
 

پوهنوال رسول باوري   

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006