د هيوادد خپلواکۍ 85 يمه کاليزه دي ټولو هيوادوالوته نيکمرغه وي
دهيواد خپلواکۍ د ورځې نمانځل او زموږ د ملت د دې ستر بري ا و وياړ د بيا بيا يادونې ارزښت يوازې په دې کې پټ نه دی چې پنځه اتيا کاله وړاندې زموږ د هيواد سياسي خپلواکي منل شويده ، بلکې په دې کې هم نغښتې چې ،د هيواد د خپلواکۍ تر لاسه کول د وخت د يوه داسې نړيوال استعماري ځواک څخه چي د نړۍ زياتره هيوادونه يې تر ګرټ لاندې ساتل ،د يوه داسې خوځښت پيل شو چې نه يوازې دا چې زموږ هيواد خپلواکي تر لاسه کړل بلکې د نړۍ زيات شمير هيوادونه يې د زاړه استعمار په وړاندې ودرول ، او د زاړه زبيښاک ناوړي دورې ته يې په زيات شمير هيوادونو کي د پای ټکي کښيښود . او د افغانستان تر خپوالوا کۍ ګټلو وروسته نور هيوادونه هم يو په بل پسې خپلواک شول .
د هيواد د خپلواکۍ د بيا تر لاسه کولو د جګړې پيل ، دهغې جګړې بری ، او د هغه بري د اغيزو په اړه په بيلا بيلو وختونو کې د بيلا بيلو څيړونکو او پوهانو له لورې څيړنې او پلټنې تر سره شويدي ، خود ريښتينو پيښو او د هغو پيښو هر اړ خيزه اغيزې لا نورو څيړنو ته اړتيا لري . په دې لنډه ليکنه کې مې هيله دا نه ده چې د هيواد د خپلواکۍ هر اړخيزه څيړنې ته لاس اوږدکړم ، بلکې يوازې غواړم په زيات لنډون د هيواد د خپلواکۍ پر مهال د هغو دريو مورچلونو ياد را تازه کړم چې نه يوازې د انګريزي ځواکونو د پوره ماتي لامل شوه بلکې زموږ د د وياړلي تاريخ ستر او زرين بابونه هم و ګرځيدل .
پخوا تر دې چي د انګريزانو په وړاندې د خپلواکۍ د جګړي د دريو لويو مورچلونو ياد تازه کړم ، د يوه مطلب يادونه اړينه ګڼم او هغه داچې ،دا به د يوه رښتني حقيقت څخه تيرۍ وي چي د هيواد خپلواکي يوازي د خپلواکۍ د جګړې په همدې دريو مورچلونو پوري رالنډ وګڼو ، رښتيا خبره دا ده چي د انګريزانو په وړاندي د خپلواکۍ جګړې لپاره د هيواد هره سيمه د خپلواکۍ ساتلو سنګراو د دفاع مورچل جوړ شوی وو . د هيواد هره برخه او هر ګوټ د انګريزانو په وړاندي د هغوی د ځپلو سنګر ګرځيدلی و . خو بر بنډه ماته او پريکنده ګذار د هغو افغانو شازلمو په توره وشو چې د اماني دولت له خوا يې په دريو ځانګړو مورچلونو کې څارنه او پالنه کيدل .
اماني دولت د خپلې واکمنۍ له پيله په هند کې انګريزي واکمنانو ته وښودل چې د افغانستان نوی دولت د پخوانيو تړونونو لاندې د اړيکو دوام نه غواړي او په ځانګړی توګه د اعليحضرت امان ا لله خان له خوا د مارچ مياشتې په دريمه نيټه په هند کې انګليسي نائيب الحکومه لارد چلسپورد ته يو ليک وليږل شو او په ليک کې غوښتنه و شوه چې د د دواړو هيوادونو تر منځ د 1905 ميلادي کال پر تړون بايد له سره غور وشي او د افغانستان خپلواکي د انګليسانو له خوا ومنل شي . اماني دولت بيله دې چي د انګليسي لوري ځواب ته وګوري ، ورسره سم يې د نړۍ د يوشمير هيوادونو او له هغې ډلي هيوادونو څخه د نو ي جوړ شوي شوروي دولت سره د ديپلوماتيکو اړيکو لپاره او هم يې د شوروي له لارې ديو شمير اروپايې هيوادونو سره د اړيکو دتا مين هڅي پيل کړې . د دې تر څنګ يې دانګليسانو سره د خپلواکۍ جګړې لپاره تيارۍ پيل کړ . په دې ترځ کي د هيواد څخه د دفاع شورا جوړه او پر دښمن د غوڅو بريدونو لپاره يې درې ستر مورچلونه( د هيواد څخه د دفاع ختيځ مورچل ، د هيواد څخه د دفاع سهيلي مورچل ، او د هيواد څخه د دفاع سهيل لويديځ مورچل ) او د همدې مورچلونو د لارښوني لپاره يې د دولتي کسان وګمارل .
لومړۍ ؛ د هيواد د دفاع ختيځ مورچل د ښاغلي سپه سالار صالح محمد خان په مشرۍ : د خپلواکۍ لپاره د جګړې تيارۍ د اماني دولت د واکمنۍ د پيل سره ملګري وې ، خو د اپريل په مياشت کي د افغاني ځواکونو منظمي او پر له پسې هڅي غښتلي او ګړندۍ شوې . د افغاني ځواکونو لومړنۍ خوځښت د هيواد د ختيځ مورچل په لور تر سره شو . سپه سالار صالح محمد خان چي د خپلو منظمو ځواکونو سره جلال اباد ته ورسيدۍ ورسره سم د سيمي اولسي ځواکونه او د خپلواکۍ جګړې لپاره سر سپارونکو زلمو د انګليسانو په وړاندي جګړې خپل تيارۍ څرګند کړ .
د هيواد په ختيځ مورچل کي جګړه د می مياشتي په دريمه نيټه د افغاني ځواکونو په يوه ناڅاپي حمله پيل شوه . دا بريد دومره ځواکمن او ګړندۍ و چي د انګليسي لښکرو په منځ کي يې د ويري او ډار فضا واکمنه کړه او په دې تر تيب يې د بشپړي ماتي په څير پر شا تګ ته اړويستل . افغانانو ددرنو جګړو په ترځ کي د انګليسانو پوځونه پر شاه و تنبول او د هغوۍ پاخه سنګرونه يې يو په بل پسې تر لاسه کړل . افغاني ځواکونو د يوې اونۍ جګړو په ترځ کي انګليسي پوځيان د ننګرهار د څنډوڅخه تر پيښوره داسي وځپل چي د بيا راګرځيدلو توان پکښي پاته نه شو . په ډهلي او لندن کي د انګليسي نظامي ځواکونو سمبالونکو د افغانانو دا ناڅاپي بريد او پرله پسې برۍ په اسيا کي خپلو ګټو ته د ستر او ناوړه زيان پيلامه وګڼل ، نو ځکه يې په متقابل بريد لاس پوري کړ او په خپل ټول توان يې د هوايې او ځمکنيو ځواکونو څخه ګټه واخستل او په پرله پسي درنو بمباريو چي د جګړۍ په شاتني برخو يې تر سره کړې ، له يوي خوايې دخپلو ماتي خوړلو ځواکونو مورال لوړ کړ او له بلي خوا يې د افغاني ځواکونو د پر له پسې بريو مخه په داسي درنو بمباريو ډب او د تورخم تر پولي شاتګ ته اړويستل چي له يوي خوايې د لوژستيکي اړينو موادو د رسيدو مخه ونيول او له بلي خوايې د کابل او جلال اباد ښارونه تر داسي هوايې بمباريو لاندي راوستل چي بې شميره اولسي خلک او په نوموړو په ښارونو کي پاته سپين ږيري او ماشومان په شهادت ورسول . دا هوايې حملي دومره زياتي پر له پسې او درنې وې چي د اماني دولت يوشمير لوړ پوړو کسانو د کابل څخه يوه مصون ځای ته د مرکز د ليږلو غوښتنه وکړه ، خو اعليحضرت امان الله خان دا ډارن وړانديز ونه مانه او د جګړۍ لارښونه يې له همدې کابل ښار څخه د بري تر ورستېو ګړيو بشپړه کړه.
دوهم ؛ د هيواد د دفاع سهيلي مورچل د سپه سالار محمد نادرخان په مشرۍ : د اماني دولت د پريکړي سره سم سپه سالار محمد نادرخان د خپلو منظمو ځواکونو سره د اپريل پر 24 مه نيټه ګرديز ته ورسيدۍ . په ګرديزکي د د لويې پکتيا د بيلا بيلو برخو څخه را غلو هيوادوالو د غزا او جهاد په نيت په ډوهل او اتڼنو سره د مرکزي دولت د ځواکونو هر کلۍ وګړ او د جګړۍ ډګر ته يې د روانيدلو تيارۍ څرګند کړ . سپه سالار محمد نادرخان او ورسره ځواکونه يې د ګرديز په مرکز کي جګړې ته د تياري او د ځواکونو د تنظيم او تر تيب په نيت د دو اونيو لپاره پاته شول . دمۍ مياشتي په 14 مي نېټې په ټوله پکتيا کي د خپلواکۍ اخستلو نغاره ووهل شوه او د پکتيا اربکي او د سپه سالار نور ځواکونه يوځای د انګريزانو پر مورچلونو ور پورته شول ، افغاني ځواکونو او اولسي اربکي دانګريز لښکرو ته داسي پرله پسې ماتي ورکړې چي انګريزانو يو په بل پسي خپل عسکر کړټونه له لاسه ورکول د انګريزي پوځيانو يو شمير مړه يو شمير ټپيان او لږ شمبر کسانو ځانونه شاتنيو مورچلونو ته رسول ، خو د افغانانو چټکو بريدونو او د يوه عسکر کوټ څخه تر بل عسکر کوټ پوري د انګريزانو منډو او تيښتو نه يوازي د جګړې په ميدان کي انګليسي قوماندانان وارخطا او سرګيچه کړل ، بيلکي د جبهي تر شا ځواکونو او او د هغو لارښونکو هم ونه شوه کړای چي د افغانانو دا ملي پاڅون او د هغو په وړاندي پيل شوې يرغل پر شا وتنبوي او يا لږ تر لږه په خپلو عسکر کوټونو کي ځانونه ټينګ کړي . افغاني ځواکونه په پر له پسې توګه د تل او واڼيو تر سيمو د انګريزانو ټولي تاڼي د خپل سر په ورکولو تر لاسه کړې ، خو هغه غوڅ او هر اړخيزه بريد چي د مۍ مياشتي په 26 مه نيټه تر سره شو ، نور نو غليم ته نه توان پاته شواو نه هيله ، ځکه يې د جون مياشتي په دريمه نيټه د اماني دولت سره د متارکي او اور بند غوښتنه وکړه .
دريم ؛ د هيواد د خپلواکۍ سهيل لويديځ مورچل د سردار عبدالقدوس خان اعتماد الدوله په مشرۍ : د هيواد په سهيل لويديځ کي هم د خپلواکۍ لپاره د افغانانو تودې ولولې ورځ په ورځ زياتيدلې ، او د خپلواکۍ جګړې لپاره د سهيل لويديځي حوزې د بيلا بيلو سيمو اوسيدونکي د تيارۍ په حال کي د مرکز امر ته سترګي په لار ولاړوه . اعتماد ا لدوله د کابل څخه د کندهار په لور د انګريزانو سره د جګړې د چارو د سمون په نيت وخوځيدۍ ، له کابله د وتلو پر مهال يو څو د ګوتو په شمار کسان ورسره د بدرګې لپاره ملګري وه ، خو د وردګو ميدان او غزني تر سيمو پوري د اعتمادالدوله سره د ايله جاري لښکرو شمير تر زرګونو کسانو زيات شو . کله چي مۍ مياشتي په دوهمه نيمايې کي اعتمادالدوله کندهار ته ورسيدۍ دورسره ايله جاري په زرګونو جنګياليو برسيره د کندهار او شا او خواسيمو نور په خپلواکۍ مين زلمي او د هيواد دخپلواکۍ د ساتلو لپاره سر سپارلي ځوانان د تيارسۍ په حالت کي د اعتمادالدوله د راغلو ځواکونو سره ملګري او شمير يې په لسګونوزروکسانو ته ورسيدۍ .
په کندهار کي د ځواکونو ترتيب او تيارۍ لا نه وبشپړ شوۍ چي د انګريزي پوځيانو له لوري په يوه ناڅاپي بريد کي د سپين بولدک او پښين يو شمير افغاني ساتندويان تر حملې لاندي راغلل او په يوه نابرابره جګړه کي افغاني ساتندويان په شهادت ورسيدل ، د دي خبر په خپريدوسره د کندهار اوسيدونکو او کندهار ته د نورو راغلو زلمو په ګډون د انګريزانو سره جګړه او پر انګريزانو د بريد چاري دومره ګړندۍ شوي چي سردار عبدالقدوس خان اعتمادالدوله ته يې د ځواکونو د سمون او تنظيم موکه ورنه کړه او بيله ځنډه يې د مۍ مياشتي په 26 مه نيټه پر انګريزانو د لښکر کښۍ نغاره واورول او د جګړې ډوهل يې وږغاوه . افغاني ځواکونه په زياتي چټکۍ د دښمن چوڼيو ته ځانونه رسول خو انګريزي پوځيانو پخوا تر دې چي د افغانانو د توري شرنګ ته ځانونه ټينګ کړي لا يې پخوا پښي د خپلو عسکرکوټونو څخه سپکي کړي وې ، همدا شان چي افغانانو د جګړې لومړېو ليکو ته يو تر بل وړاندي د رسيدلو هوس درلود هم هاغه شان انګليسي ځواکونو يو تر بل وړاندي د تيښي کولو او ځان ژغورلوپه نيت خپلي چوڼۍ پرښوولۍ او داسي تيښتيدل چي ها د چا خبره لم يې په خاشه نه بنديدۍ؛ افغاني ځواکونو د انګريزانو پاخه سنګرونه يوپه بل پسې تر خپل واک لاندي راوستل او تر کوټي ښاره يې سيمه د غليم له واک او ځواکه پاکه کړل . کله چي فاتح افغانان کوټي ښار ته ورسيدل نو انګريزانو اماني دولت ته د متارکې و اور بندخواست وکړ او د دولتونو تر منځ د جون مياشتي پر دريمه نيټه داوربند خبر خپور شو ، چي ورسره سم د انګريزانو له خوا د افغانستان د خپلواکۍ د منلو ديپلوماتيک بهير پيل شو . د ورستۍ يادوني په توګه غواړم دې ټکي ته د لوستونکو پام واړوم چي د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د هيواد هره برخه د انګريزانو په وړاندي د خپلواکۍ کلک سنګر او د بريد سور مورچل و ، خو د افغانستان د خپلواکۍ جګړې پر مهال دا درې ستر مورچلونه وه چي انګريزان يې نه يوازي پر شاتګ او ماتي سره مخامخ کړه بلکي د ستر نظامي فشار په توګه يې انګريزان د افغانستان خپلواکۍ منلو ته اړ کړل .، چي له نيکه مرغه د 1919 ميلادي کال د جون مياشتي په دريمه نيټه د افغانستان خپلواکي د انګريزانو له خوا د اوربند او متارکې تر نوم لاندي ومنل شوه ، او د هيواد د سر سپارلو زلمو په سر ښندنه افغانستان خپلواک شو.
پای
د خپلواکۍ په لاري کي د سرښندنکو وياړلې خاطرې دي ژوندۍ او هميشنۍ وي ! .