ملګرو ملتونو د يونسکو اداره د خپلو موخو پر بنسټ د نړۍ يوشمير لرغوني ، تاريخي او طبيعي نامتو سيمي او ځانګړي ځايونه خپلي ادارې ته په رسمي توګه ثبت او مني . ورسته له هغه چي په نړيوال کلتوري ميراث کي ديوي سيمي د ثبت او منلو پريکړه وسي ، بيا د يونسکو اداره دنده لري چي د هغي سيمي د پيژندلو ، ساتلو او وده ورکولو وړ اړين شرايط برابر او و کاروي . د يو نسکو ادارې د دي کار د پر مخ بيولو لپاره د بيلا بيلو علمي څانګو ماهرين ګمارلي ، چي د ټاکلو معيارونو په رڼا کي د نړۍ وړ سيمي په ګوته او د منلو چاري يې وړاندي يوسي .
تر اوسه د يونسکو ادارې 754 ځايونه او سيمي د نړيوال کلتوري ميراث په توګه په رسمي ډول ځان ته منلي چي له دي جملي څخه 582 کلتوري ځايونه 149 طبيعي ځايونه او 23 مکس يا ګډ کلتوري _ طبيعي ځايونه دي . په دي لنډه ليکنه کي هڅه سوي چي د افغانستان او ګاونډيو هيوادونو هغه سيمي او ځايونه په لنډه توګه وپيژندل سي چي د يونيسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍکي ثبت او منل سويدي .
لومړۍ : افغانستان ؛ د دي سره سره چي د افغانستان په هر ګوټ کي داسي لرغوني ، تاريخي او طبيعي سيمي او ځايونه سته چي زيات شمير يې د نړيوال کلتوري ميراث په توګه د ثبت او منلو جوګه دي ، خو لا تر اوسه يوازي د جام څلې او د باميانو لرغونی سيمه د نړيوال کلتوري ميراث په توګه ثبت او منل سويدي .
د جام څلۍ : د افغانستان د غور ولايت شمال لويديځ لور ته د 65 مترو په لوړوالي د دولسمي ميلادي پيړۍ ښکلۍ څلۍ سته چي د اسلامي پير د ودانيو ځانګړې بيلګه ده . د جام څلۍ د يونسکو له خوا په رسمي ډول د 2003 يم ميلادي کال د جولاي په مياشت کي د نړيوال کلتوري ميراث په توګه ثبت او ومنل سو . ( په همدي پاڼه کي د جام څلې په اړه يو لنډ مطلب هم لوستلای سۍ )
د جام څلی
د باميانو لرغونې سيمه : داسيمه د يونسکو له خوا د کلتوري ساحی په نوم د نړيوال کلتوري ميراثونو په لړۍ کي ثبت او منل سويده .باميان د افغانستان مرکزي ولايت دۍ چي د ګريکو بو ديک او په ځانګړي توګه د ګندهارا د نامتو کلتور ستري بيلګي يې په خپل لمن کي ساتلي دي . دا سيمه په رسمي توګه د 2003 يم ميلادي کال په جولای مياشت کي د نړيوال کلتوري ميراثونو په لړۍ کي ثبت او ومنل سوه . .
د باميانو د لرغوني سيمي يوه برخه
( ګران لوستونکي کولاي سي په همدې پاڼه کي د باميانو په اړه يو مطلب ولولي )
دو هم : ايران ؛ زموږ لويديځ ګاونډي هيواد ايران د لرغونو اوتاريخي اثارو له جملي څخه تر اوسه څلور نامتو اثار په رسمي توګه د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او منل سويدي . په 1979 ميلادي کال د پريس پولي ( Perse polis )په نوم د ايران د پخواني لوي پاچا داريوش په وسيله جوړي سوې ماڼۍ چي د ودانولو تاريخ يې تر ميلاد 518 کاله وړاندي زمانو ته رسيږي ، دا ودانۍ د ايران هغه لرغونۍ ځاي دۍ چي د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او منل سو يدۍ.
د ايران د پرس پوليس (Posepolis)د ودانۍ يوه برخه
د ايران دوهم ارزښتمن ځاي د ايلام په ښارکي د توغار زنبيل په نوم لرغونۍ ځای دۍ چي د جوړيدو تاريخ يې 1250 کاله پخوا تر ميلاد ټاکل سويدۍ . دا لرغونی ودانۍ په 1979 ميلادي کال د يو نسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراثو نو په لړۍ کي ثبت او ومنل سو .
په ايران کي د تخواجه زنبيل(Tchogha Zanbil) د لرغوني سيمي يوه برخه
په ايران کي دريم نامتو ځاي د ميدان امام په نوم هغه ودانۍ ده چي په 17 مه ميلادي پيړۍ کي د ايراني پاچا شاه عباس په وسيله جوړه سوی او په 1979 ميلادي کال د ايران د دوو نورو ارزښتمنو اثارو په ډول د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او ومنل سوه .
د ميدان امام ( نقشه جهان ) په نوم د تاريخي ودانۍ يوه برخه
د ايران څلورم نامتو ځاي چي د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او منل سويدۍ ، د تخت سليمان په ياديږي . د دی ودانۍ د جوړيدو تاريخ شپږمي او اومي ميلادي پيړيو ته رسيږي ، چي په زيات ګمان د زردشتيانو د عبادت او مذهبي ارکانو ځاي په توګه کارول سويدۍ .نوموړې ودانۍ په 2003 ميلادي کال د جولای په مياشت کي د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په توګه ثبت او ومنل سوه .
په ايران کي د تخت سليمان ودانۍ يوه برخه
دريم : پاکستان ؛ د يونسکو له خوا په پاکستان کي شته شپږ ځايونه د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او منلي دي . موهنجودارو هغه لرغونې سيمه ده چي د يونسکو له خوا په 1980 ميلادي کال په نړيوال کلتوري ميراث کي ثبت او ومنل سوه . موهنجودارو د نړۍ له ډيرو لرغونو سيمو څخه شميرل کيږي ، هغه چي تاريخ يې 5500 کاله پخوا نيو زمانو ته رسيږي . داسيمه د اندوس سند پر څنډو اباد سوې ټا ټوبۍ دۍ چي د نړۍ په لومړنيو مدني سيمو کي شميرل کيږي .
په پاکستان کي د موهنجودارو د لرغوني سيمي يوه برخه
د پاکستان دوهم ارزښتمن ځاي چي د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او منل سويدۍ د تخت بهايې او سار بهلول په نوم ياديږي . د تخت بهايې د جوړيدو تاريخ د ميلاد لومړۍ پيړۍ ته رسيږي ، چي دهغه وخت د بودا يانو نامتو معبد پيژندل سويدۍ . او سار بهلول د تخت بهايې څنګ ته يوه بله ودانۍ ده چي د جوړيدو څرګنده نيټه يې نه ده ښودل سوې خو د ودانۍ چاري يې د اسلامي پير په بيلا بيلو دورو کي پر مخ بيول سويدي .
د تخت بهايې(Takht-e-Bahi) او سار بهلول (Sahr-i-Bahlol)يوه برخه
په پاکستان کي دريم ارزښتمن ځاي د تاکسيلا په نوم ياديږي ، چي په 1980 ميلادي کال د يونسکو له خواد نړيوال کلتوري ميرا په توګه ثبت او ومنل سو . تاکسيلا په دوهمه ميلادي پيړۍ کي د بودايانو ستر او نامتو معبد وو . تاکسيلا د اندوس سند پر غاړه داسي لرغونې سيمه ده چي د نيولتيک د دورې څخه بيا تر اسلامي پير پوري د بيلا بيلو دورو او په ځانګړي توګه د ګندهارا د ستر مدنيت اثار له ځان سره لري . .
د تاکسيلا د لرغوني سيمي يوه برخه
څلورم ښکلۍ ځاي د شاليمار باغ دۍ چي د يو نسکو له خوا په 1981 ميلادي کال د نړۍ د کلتوري ميراث په لړ ۍ کي ثبت او ومنل سو . د شاليمار باغ بنسټ د مغولي پاچا شاه جهان په وخت کي ايښودل سويدۍ . په باغ کي دننه د سپينو مرمرو څخه جوړ سوي مسجد ، د دې باغ ارزښت لا زيات کړيدۍ .
د شاليمار باغ يوه څنډه
داتهاد پاکستان پنځم ارزښتمن ځاي دۍ چي د يونسکو له خوا په 1981 ميلادي کال د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او ومنل سوه . د دي ودانۍ د جوړيدو تاريخ 14 مي ميلادي پيړۍ ته رسيږي چي د مغولي پاچاهانو د پيرد يوي ځانګړی بيلګي په توګه ګڼل کيږي . دا ودانۍ يا مسجد په 18 مه ميلادي پيړۍ کي د دوهم ځل لپاره په بنسټيزه توګه ترميم سويدۍ .
د داتها(Thatta ) تاريخي مسجد
رو هتاس فورت په پاکستان کي هغه شپږم ارزښتمن ځای دۍ ، چي يونسکو په 1997 ميلادي کال د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او ومنۍ . دا ودانۍ د مغولي پاچا همايون په سپارښت په 1541 ميلادي کال جوړه سوه . نوموړی ودانۍ هم د اسلامي پير د نامتو بيلګو په لړ کي شميرل سويده . دی ودانۍ ته د سيمي اوسيدونکي د روهيتاس کلا هم وايې.
روهتاس پورت (Rohtas Fort)يا د روهتاس کلا
څلورم : تر کمنستان ؛ په ترکمنستان کي تر اوسه يوه تاريخي او کلتوري ودانۍ د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او منل سويده ، چي د کلتوري پارک په نوم ياديږي . دا ودانۍ په 1999 ميلادي کال د کلتوري پارک په نوم ثبت شويده ، خو اوس د پخواني ميرو په نوم ياديږي . ميرو د ترکمنستان هغه نامتو اتل دۍ چي د لرغوني سوداګري لاري ( چي د وريښمولار په نوم ياديدل ) ساتونکۍ او پالونکۍ وو .د وريښمو دلاري تاريخي جرړي څه ناڅه درې زره کاله وړاندو مهالونو ته رسيږي .
د پخواني ميرو(Ancint Merv) يا اوسني کلتوري پارک يوه برخه
پنځم : اوزبکيستان ؛ په اوزبکيستان کي په ټوليزه توګه څلور تاريخ او کلتوري سيمي د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراثونو په لړۍ کي ثبت او منل سويدي . د لومړي ځل لپاره په خيوه کي د ايچين خان کلا په نوم تاريخي ودانۍ په 1990 ميلادي کال يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په لړ کي ثبت او ومنل سوه . د ايچين خان کلا په حقيقت کي يو لوی باغ دۍ چي د جګو ديوالونو په وسيله احاطه سويدۍ . د دې احاطې په دننه کي بيلا بيلي ودانۍ سته چي په 19 ميلادي پيړي کي د الي قلي خان په سپارښتنه او لارښوونه وداني سويدي .
د ايچين کلا(Itchan Kala) يوه برخه
د بخارا تاريخي مرکز د اوزبکيستان بل تر ټولو نامتو ځای دۍ چي د يونسکو له خوا په 1993 ميلادي کال د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او ومنل سو . بخارا 2000 کاله پخوا د وريښمو د لاري پر سر پرته ښيرازه سيمه وه . په اسلامي پير کي يې هم ټاکلۍ ارزښت درلود ، خو د سامانيانو د واکمنۍ پرمهال يې لا زياته وده اوپر مختيا وکړه . د بخارا د يولسمي او دولسمي ميلادي پيړيو اثار چي دجوړيدوپروسه يې تراولسمي ميلادي پيړۍ پوري دوام ومونداوس د يو نسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او منل سويدي .
د بخارا د يوې تاريخي ودانۍ يوه برخه
شاه خريش ياب د اوزبکيستان دوهمه ارزښتمنه ودانۍ ده چي د تيموري دوري د ودانيو هنر او ښکلا د ځان سره لري . دا ودانۍ په 2000 م ميلادي کال د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او ومنل سوه . شاه خريسيابز په حقيقت کي د تاريخي ودانيو ټولګه ده . ويل کيږي چي په پنځلسمه او شپاړسمه ميلادي پيړۍ کي د ګوډ تيمور د واکمنۍ پر مهال يې بنسټ ايښودل سويدۍ .
د شاه خريسيابز(Shakhrisyabz) د ودانيو يوه برخه
سمر قند د اوزبکيستان يو بل نامتو ښار دۍ چي د اسلامي پير د ښکلو ودانيو دلرلو په وجه زيات نامتوسويدۍ .د دې ښار ځني برخي د يونسکو له خوا په 2001 ميلادي کال کي د نړيوال کلتوري ميراث په لړۍ کي ثبت او ومنل سو . د سمرقند ښار تاريخ ليرو زمانو ته رسيږي ، خو د اومي ميلادي پيړۍ راوروسته بيا تر پنځلسمي ميلادي پيړۍ پوري په نوموړي ښار کي يو شمير داسي ښکلي ودانۍ جوړي سوی چي په نړۍ کي د اسلامي پير د نامتو ودانيو بيلګي ګڼل کيږي .
د سمرقند ديوې تاريخي ودانۍ يوه برخه
شپږم تاجکيستان ؛ د دي سره سره چي په تاجکيستان کي يو شمير ارزښتمنې تاريخي ودانۍ ، لرغوني سيمي او طبيعي منظرې سته خو له بده مرغه تر اوسه لا هيڅ يو هم د يونسکو له خوا د نړيوال کلتوري ميراث په توګه نه دۍ پيژندل سوۍ