موزيمونه د هيوادونو د وياړنو ټولګي دي ، موزيم پوهان د موزيم د پوهيدني په نيت بيلا بيل تعريفونه وړاندي کوي : يو شمير پوهان موزيم د لرغونو او تاريخي مدارکو ټولګه ګڼي ؛ د ځينو پوهانو په نظر موزيم هغه پوهنيز او تربيتي انسيتيوت دۍ چي د اړوندي ټولني غړو ته د خپلو نندارو په وسيله د هغې ټولني د اوښتون او بدلون لورۍ ښيې ؛ او يو شمير نور بيا موزيمونه د هيوادونو د هويت پاڼي ګڼي . زموږ په هيواد کي هم د نوښتګرۍ له وخته ( اماني دوره ) موزيمونه يوپه بل پسي پرانستل شوي او په بيلا بيلو دورو کي يې د ودي او لوړتيا په لور ګامونه اخستي ، خو کله ناکله د خپل يون په لار کي د ځينو ستونزو سره مخامخ شوي هم دي . په دي لنډو يادونو کي هڅه شوي چي د هيواد موزيمونو يون را څرګند او په بيلا بيلو دوروکي د موزيمونو د عروج او نزول حالات را ياد شي .
دافغانستان ملي موزيم: د موزېم بنسټ په١٢٩٧ لمريز کال دباغ باﻻ په ماڼۍکې د{ عجايبخاني} په نوم کښيښودل شو٠ په ١٣٠٣لمرېز کال په رسمي توګه د{موزه}په نوم داعليحضرت امان لله خان په وېنا د ارګ په کوټی باغچي ماڼۍ کی پرانستل شو ٠ په ١٣٠٨ لمرېز کال د حبيب ا لله کلکانې د داړه مارانو په وسيله چور او تاﻻن شو چې د موزېم په تارېخ کې د لومړې تاﻻن په نوم يادېږې ٠ د دې چپاول وروسته دموزېم ځنې مات او وران پاتې شونی په١٣٠٩ لمرېزکال د{کابل موزېم }په نوم ېاد او د بلدېي ماڼۍ ته چې د داراﻻمان ماڼۍ ته نږدی پرته ده وليږل شوه ، او په ١٣٣٦ لمرېز کال د هيواد ټول موزيمونه او له هغه جملې د کا بل موزېم د ښونې او روزنې وزارت پوری اړونده اداره وبلل شوه٠ په ١٣٥٢ کال{ د افغانستان ملی موزېم }په نوم ېادشو او همدا پنځوسمه لسيزه دملې موزېم د ودې پرله پسی کالونه بلل سوېدې٠ په ١٣٥٧ لمرېز کال دافغانستان ملې موزېم د طﻻ تپی د أثارو په ګډون يوازې د نندارې لپاره په خپلو ويترېنونو کې تر سل زره زېات أثاردرلودل، په داسی حال کې چې په لسګونو ز ره نور ارزښتمن أثاريې په خپلو اړوندو زېرمه ځاېونو کې ساتلې وه٠ په ١٣٥٨لمرېزکال د موزېم ماڼۍ دفاع وزارت ته ورکړل شوه او د موزېم أثار دارګ اړوند د نعيم خان ماڼۍ ته وليږل شوه٠ په١٣٥٩ لمرېز کال يو ځل بيا خپل پخوانې ماڼۍ ته وليږل شو او هلته يې خپلو نندارو ته دوام ور کړ٠ له بده په١٣٧٢لمرېز کال د موزېم دتاېخ دوهم چور او تاﻻن تر سره شو٠ دبرها الدين ربانې د واکمنۍ په مهال د ملې موزېم دوهمه غميزه داسی پيل شوه ته وايه کټ مټ دوهمه سقأوې ده٠ همهاغه شان داړه ماران راغلل او يو ځل بيا يې موزېم په داشان چوراو تاﻻن کړ چې د لومړۍ سقاوۍ غله ورته د پا چا سپين چرګان وشميرل شوه٠ په دې تر تيب دافغانستان ملې موزېم په سلو کې ٧٥ ارزښتمن أثار چې د اوېا ٧٠ کالونو په ترځ کی راټول او تر ﻻسه شوې وه د برهان ا لدين ربانی د واکمنۍ په دوو{ ٢} لومړېوکالونو کې چور اولوټ شول٠
په دې ورستی ېو ېو نېم کال کې يو ځل بيا د افغانستان ملې موزېم دفعاليدو هڅې پيل او د يو شمېر مسلکی کسانو په مرسته دښاغلی عمراخان مسعودي تر ﻻرښونې ﻻندی ګړندۍ شوېدی ، د ملې موزېم ټولو زېارکښو اوپه ملی پانګې مينوکار کونکو ته دپوره برې په هيله٠
دهرات موزېم :په ډاډمنه توګه د دې ېادونې څرک نشته چې دهرات موزېم په کومه نېټه او دچا په وينا پرانستل شو ، يوازې دا ېادنه شوې چي په هرات کی د شجاع الدوله دواکمنۍ { رئس تنظيمه } پر مهال دهرات موزېم په لمرېز کال ١٣٠٣ کې تأسيس شوېدۍ٠ د دی موزېم د پرانستلو سره سم دهرات اړوندو دولتي ادارو ټول تارېخي اوفرهنګي توکې موزېم ته تسليم او ورسره يوځای هغه أثار چي په لرغونو او تارېخي سېمو کي ساتل شوې او ېا په ﻻس راوړل شوې وه هم موزېم ته وسپارل٠ د امانې دولت دړنګيدو په وخت { ١٣٠٧}د هرات موزېم ور جبرأ پرانستل شو او ېو شمېر هغه أثارچې د پخواني تنظيمه رئس په امر موزېم ته راوړل شوې وه بيرته خپلو پخوانيو ځايونو ته وليږل شوه٠ دبيلګي په توګه هغه مسي دېګ اوېوه ډبرېنه ليکنه بيا د ګازرګاه په نوم زېارت ته ېوړل شوه ٠ او يوشميرأثار دنائب ا لحکمه له ماڼۍ نه د ښونې او روزني ادارې تعمېر ته وليږل شوه٠ په ١٣١٠ لمرېز کال د هرات موزېم دهغه وﻻېت ښاروالۍ ادارې ته وسپارل شو٠په ١٣١٢ لمرېز کال دهرات موزېم د پارک هوټل په نوم نوې ودانۍ ته و ليږل شو ٠ په ١٣٣٩ کال د موزېم اداره يوځل بيا د ښونې او روزنې ادارې ته ور په غاړه شول٠ دهرات موزېم زېات شمير أثار دښاروالۍ له خوا پېرودل شوېدي،خو يوشمېر أثار په ١٣٢٥ لمرېز کال د کابل موزېم له خواچې د بګرام څخه تر ﻻسه شوې وه د تحفې په توګه ورکړل٠ د هرات موزېم هغه وخت ﻻ بډای او دپام وړ وګرځېدۍ چي د يونسکو له خواپه ١٣٥٢لمرېز کال هرات ديوې فرهنګې سېمي په توګه کانديد شول ٠ په ١٣٥٧ لمرېز کال د ملې موزېم او هرات موزېم تر منځ د ېوه پرو تو کول له مخې يو او بل ته د ننداره ېزو أثارو د وړلوراوړلو پروژه و منل شوه خو په هرات کې د ١٣٥٧ او ١٣٥٨ کالونو پيښو ددې امکان د پلې کيدو مخه ډب کړل٠ په ١٣٧٢لمرېز کال د اسماعيل خان په وسيله د هرات موزيم بيا پرانستل شو٠ خو د هرات تارېخي موزېم په دې دوره کې له پامه ولوېد او د جهاد موزېم په نوم نوۍ موزېم د زېاتی پاملرنې وړ وګرځېدۍ٠ په ١٣٧٤ لمرېزکال د هرات موزېم مسؤل ښاغلې عليشاه بهره او په هرات کې د طالبانو فرهنګې مسؤل عبد ا لسلام طيب د هرات موزېم د هڅو او منظمو نندارو ډاډ په هغه سمپوزېم کې چي په ننګرهار کې د سپک مؤسيسې په مرسته داېر شوې ؤ، نړېوالو ته ورکړ٠ په دې سمپوزېم کي د يونان، فرانسې،ايتاليا او سريلانکاسفيرانو هم ګډون درلود٠ د سمپوزېم برخه والو د ښاغلې طيب او ښاغلې بهره څخه د هرات د موزېم د أثارو دساتنې او د موزېم د منظمو هڅوپه اړه ستا ينه وکړل ، په داسې حال کې چي په همدې شپو او ورځو کې د افغانستان ملې موزېم دتاﻻنګرو او داړه مارو توپکيانو له خوا چور او تاﻻن شوې وو٠
په دې ورستې يو يو نېم کال د هرات موزېم ته ېوځل بيا پام ګرځېدلۍ دې په دې برخه کې د هرات موزېم مسؤل اوکار کونکواو هم دهرات فرهنګې او مسلکې کسان ښاغلې غنې نيکسېر،او ښاغلې نيکبين اود لرغونپوهنې ادارې مسؤل ښاغلې عبدا لواسع فېروزې ګړندۍهڅې د زېاتې ستاينې وړ دې ،په نېکو هڅو او فرهنګې ملې چو پړ کې ورته دﻻ برېو هيله کوم .
دريم د کندهار موزيم : د کندهار موزيم د پرانستلو کال او موسيس پوره څرګند ندۍ ، هغه وخت چي د کندهار ښار والۍ اړوند زيرمه تون ( تحويل خانه )ديوه زيرمه وال ( تحويلدار ) څخه بل ته ورکول کيده ، د نورو شيانو سره يوځاي يوه جوړه کالي د وزير اکبر خان د کاليو په نوم چي پخواني زيرمه وال محمد عيسي خان ساتلي وه ، هغه يې خپل ځای ناستي نوي زيرمه وال په ټولګه کي ورکړل . ويل کيږي چي دا کالي د وزير اکبر خان هم هاغه کالي وه چي د انګليسي مکناتن سره يې د مخامخ جګړي په مهال په تن وه . ښايې چي همدا کالي به د موزيم د پرانستلو سبب ګرځيدلي وي . خو هغه څه چي څرګند دي هغه د هغه وخت د کندهار ښار وال محمد ناصر خان او د وخت نائب الحکومه محمد ګل خان مومند د نو مونو يادونه ده چي د کندهار موزيم سره د مرستي په اړه ياد شويدي .
د کندهار موزيم بنسټ دکندهار ښاروالۍ په ماڼۍ کي ايښودل شويدۍ . د موزيم ټول اثار تر 1334 لمريز کال پوري، ګډ او يوځاي ايښودل شوي وه . په همدې کال د وخت نائب الحکومه عبد الغني خان په سپارښتنه د موزيم او ښاروالۍ اداری او دفترونه بيل او د موزيم لپاره د ودي زمينه برابره شول . په 1335 لمريز کال د ښاروالۍ په ماڼۍ کي د موزيم د نندارو لپاره ځای وټاکل شو . په 1339 لمريز کال د ښووني او روزني وزارت په وړانديز د هيواد دنورو موزيمونو په څير د کندهار موزيم هم د ښاروالۍ د ادارې له اړخه بيل او د کندهار د ښووني اوروزني مديريت پوري اړوند اداره وګڼل شوه . موزيم ته د پخوانيو اثارو تر څنګ په همدې کال د نورو ادارو او د ځينو قومي مشرانو له لوري څه ناڅه ديرش قلمه نوي اثار د موزيم نوي اداری ته ورکړل .
د کندهار موزيم ته لکه چي وړتيا يې درلوده پام ونه ساتل شو ، ځکه يې د ودي او پر مختيا لاره ورواو ټکنۍ وه ، له يوې خوا په کندهار او د هغه په شا او خوا سيمو کي د لرغونپوهانو هڅي پر له پسې ونه ساتل شوي ، او له بلي خوا هغه لرغوني او تاريخي اثار چي د لوی کندهار په اړوندو سيمو کي د لر غونپوهانو له خوا د لرغونو سيمو څخه تر لاسه کيدل هغه به يا د کابل موزيم او يا په زياته پيمانه د ډافا اداری او لرغونپوهني انستويت په زيرمه ځايونو کي ساتل کيدل. د دي لاميلونو تر څنګ د وخت سيمه ايزو اداري واکمنو د وړ پاملرني نه شته والۍد موزيم دپراختيا او ودي لاره ډب کړه . يوازي هغه وخت چي د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند ګرځندوۍ څانکه پرانستل شوه ورسره سم د هيواد يو شمير موزيمونو د ودي چارو ته څه ناڅه پام واوښت . په 1351 لمريز کال د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزير دکتور محمود حبيبي د کندهار ولايت د سفر په وخت د کندهار د موزيم څخه ليدنه وکړه او د چارو د سمون په اړه يې د کندهار موزيم اداری ته دڅه ناڅه مالي او اداري مرستو ډاډ ورکړ . په هم دي وخت اوولس قلمه ارزښتمن اثار د کندهار د بيلا بيلو ادارو له لوري د موزيم اداری ته د سوغات په توګه وسپارل شوه ، اويو لږ شميرنوراثارد بازارڅخه و پيرودل شوه .
درواني لمريز ي پيړۍ پنځوسمه لسيزه په ټول هيواد او په ځانګړي توګه په کندهار او ګاونډيو سيمو کي د توريزم صنعت د غوړيدو لسيزه وه. په دي ترځ کي د کندهار موزيم ودي او پر مختيا ته هم پام وګرځيدۍ . په 1353 لمريز کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت پريکړه وکړه چي د کندهار موزيم لپاره يوه ځانګړی ماڼۍ د کندهار ښارد پراختيايې پلان سره سم ودانه کړل شي ، خو له بده مرغه هغه پريکړه عملي نه شول او د کندهار موزيم د ښاروالۍ په هم هاغه ودانۍ کي وساتل شو . په 1358 لمريز کال د وخت والي صاحبجان صحرايې هغه شل قلمه تاريخي اثار چي د څارندوې بيلا بيلو قوماندانيو له لوري تر لاسه شوي وه هغه يې د کندهار د خلقي موزيم د بيا پرانستلو پر وخت د موزيم اداری ته ورکړل .
د کندهار موزيم د 1359 لمريز کال وروسته د کندهار د نورو ادارو په څير د نندارو ولويد او دروازه يې د امنيتي دلايلو پر بنسټ وتړل شوه . د دي سره سره چي د وخت د کلتوري کميټې رئيس عبدا لقادر اشنا په وسيله دوه ځله رسما پرانستل شو خو د امنيتي انديښنو له مخي څه ناڅه لس کاله تړلې اوا ثار يې د نندارو پرته پټ وساتل شوه . له بده مرغه دکندهار موزيم د 1371 لمريز کال وروسته د خپل سري جګړو په مهال يې زيات شميراثار وسوځيدل او يو شمير نور يې د ناپوهو کسانو په وسيله چوراو له ميځه ولاړل . د خواشنۍ ځای لا دادۍ چي هم دا اوس هم د کندهار موزيم د بيا پرانستلو او يا ودي لپاره عملي پلان تر لاس لاندي نه شته ، او اداره يې دسيمه ايزو واکمنانو او يا په کابل کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لومړي رتبې چارواکو د هيڅ ډول مالي او معنوي ملاتړ څخه برخمنه نه ده .
د غزني موزيم : د غزني موزيم د دولتي او يا حکومتي پلان له مخي نه دۍ پرانستل شوې . د غزني ولايت په اړوندو سيمو کي د لرغونپوهانو پر له پسې څيړنو په وسيله په لاس راغلي لرغوني او تاريخي اثار په يو زيرمتون کي کښيښودل شوه او دا اثار ورو ورو زياتيدل ، چي پايله يې د محلي واکمنو له خوا د يوه موزيم د پرانستلو هڅه شوه . هغه وخت چي په غزني او شا اوخوا سيمو کي د لرغونپوهانو په وسيله څيړني وشوي ( په ځانګړي توګه د امريکايې انتروپولوجست لوويس دوپري څيړني چي د ماقبل التاريخ بيلا بيلو دورو اثار يې تر لاسه کړل او هم د ايتالوي لرغونپوهانو ټيم په ځانګړي توګه پروفيسور تدي څيړني چي د اسلامي دوري زيات شمير اثار يې تر لاسه کړل ) بيا د غزني موزيم ارزښت د پام وړشو . په 1338 لمريز کال د سلطان ابراهيم د مقبری څنګ ته د 42 مرمرينو ډبر ليکونو تر لاسه کيدلوپه وجه د غزني موزيم لا نور بډاي شو .
د لومړي ځل لپاره په 1340 لمريز کال د سلطان عبدا لرزاق ماڼۍ چي په غزني کي دهراتي تيموريانو د پير يوه ښکلې بيلګه وه ، د غزني موزيم په واک کي ورکړل شوه . په دې موزيم کي را ټول شوي اثار د دوو لارو تر لاسه شوي وه لومړي هغه اثار وه چي د حفرياتو او سپړنو پرته ترلاسه شوي وه لکه : يو شمير ډبريني ليکني ، په لاس ليکل شوي کتابونه ، ځني سکې يو شمير هغه ډبريني مجسمي چي د غزنوي پير په ماڼيوکي د ښکلا په نيت د اوبو پاشنو ( فوارو ) په توګه کارول شوي ، اوداسي نور يادولاي شو . دوهمه برخه هغه اثار دي چي د لرغونپوهانو په وسيله د سپړنو له لاري تر لاسه شويدي . په دي برخه کي د پام وړ او ارزښتمن اثار د ناور دښت څخه هغه ډبرين اثار يادولاي شو چي د 150 زره کالو څخه تر 100 زره کالو پخوا زمانو انساني ټولنو پوري تړاو لري ، او ياد اسلامي پير هغه اثار چي د غزنوي پير هنري مهارتونه راڅرګنده وي لکه هغه زينتي خاورين لوښي چي د ګچو څخه جوړشوي دي يا هغه مرمريني نقاشۍ چي د غزنوي پير د بر لاسو هنرمندانو پياوړتيا څرګنده وي او په دي ډول نور اثار چي د غزني په موزيم کي ساتل شوي وه ، يادولاي شو .
د غزني موزيم لپاره د ګرځندوۍ ادارې په 1350 لمريز کال يوشمير اثار وپيرودل او هم د دواړو ادارو په ګډ زيار د سيلانيانو د پام را اړولو په نيت پرله پسې نندارې پيل کړې چي د عايد څخه يې دواړو ادارو ته ګټه ورسيدل . په 1353 لمريز کال د ايتالوي لرغونپوهانو له خوا د موزيم د ماڼۍ د بياجوړيدو هڅه وشوه ، په 1357 لمريز کال وموړې موزيم د عبدا لا احد ولسي له خوا دغزني خلقي موزيم په نوم ونومول شو . دانوم بيرته په 1359 لمريز کال د غزني موزيم شو او له بده مرغه د موزيم نندارې د 1361 لمريز کال وروسته وځنډول شوي او په 1369 لمريز کال د غزني موزيم يو شمير اثار د امنيتي انديښنو له کبله د افغانستان ملي موزيم ته را نقل سوې او د پاته اثارود مصونيت او امنيت په نيت تر 1371 لمريز کال پوري دتړلو دروازو شل ته وساتل شوه . په 1371 لمريز کال د غزني نوي والي قاري بابا له خوا بيا پرانستل شو ، خو له بده مرغه د پرانستلو سره يوځاي د غزني د موزيم څخه يو شمير اثار چي تر اسلامي پير وړاندي زمانو پوري يې تړاو درلود ،ځني دا اثار په عمدي توګه له منځه ولاړل او يو شمير هم د توپکيانو په وسيله په بهرنيانو وپلورل شوه . قاچاقبرانو او توپکيانو يوازي د موزيم په لوټ بسنه ونه کړه بلکي د غزني پر هغه لرغونو سيمو او ځايونويې يرغل وروړ چي پايله يې د يوشمير ارزښتمنو اثارو ورانيدل او په بهرنيانو د يو شمير اثاروپلورل ، شوه . تر دي ناورين وروسته دادۍ اوس بيا د غزني موزيم ته پام نه شته او د ودي او پراختيا لپاره يې نه ځايې واکمنان د مرستي هوډ لري او نه هم د د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اوسنې واکمن چارواکي .
د مېمنې موزيم :په مېمنی کي د موزيم پرانستل د يوي ځانګړي پيښي پر بنسټ وو . په 1335 لمريز کال د مېمني لوي حاکم ( حاکم اعلا ) غلام حيدر خان د خپلو ميلمنو سره د ګرځيدو په وخت د سلطان سنجر سلجوقي غونډۍ ته ولاړل ، د غونډۍ په يوه برخه کي د لوی حاکم زوي محمد سهيل په ناببره توګه يو خاورين لوښۍ پيداکړ چي په هغه کي يو شمير پخوانۍ سکې ځای پر ځای شوي وې .وروسته له څيړنو او ارزونو څرګنده شوه چي نوموړي سکې د غوري پاچاهانو اړوند دي . د دې خاوريني کونجۍ ناببره پيداکيدل د دې لاميل شوه چي د نوموړي حاکم په سپارښتنه د مېمني موزيم پرانستل شي .
د مېمني موزيم د لومړي ځل لپاره خپلي نندارې د اطلاعاتو او کلتور مديريت په ماڼۍ کي پيل کړې ، د خپلو هڅو دپيل سره يو ځای د زياتو سوغاتونو په تر لاسه کولو د پام وړ موزيم وګڼل شو . د فارياب ولايت بيلا بيلو ادارو د موزيم لپاره ټول هغه اثار او لاسي ليکني ، په زيات مهارت اوبدل شوي قاليني ، يوشمير جنګي الات ، اوحتي يو شمير قامي مشرانو د پخوانيو ګاڼو او زيوراتو سوغاتونه هم د موزيم ادارې ته وسپارل ، چي په ډير لنډ وخت کي د مېمني موزيم په سلګونو اثار د ننداری لپاره پيداکړل .
د مېمني موزيم اداره په 1336 لمريز کال د ښووني او روزني مديريت ته وليږل شوه . د دي سره سره چي د موزيم اداره نوي مديريت ته وليږل شوه خو د موزيم لپاره ماڼۍ او د نندارو ځاي بدلون ونه موند . د موزيم مينه وال زياتيدل خو د سيمه ايزو واکمنانو او لوړو ادارو د نه پاملرنې په وجه موزيم لکه چي لازمه وه پر مختيا ونه کړل . په 1351 لمريز کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا د مېمني موزيم ته يوه ځانګړي بودجه وسپارل چي د هغي مالي مرستي په نتيجه کي د مېمني موزيم انګړ او ماڼۍ بياجوړه او د نندارو لپاره يې د نسبتا مناسبو ويترينونو په پرانستلو سره د زيات شمير سيلانيانو پام ځانته واړاوه .
د مېمني موزيم هغه وخت لا زيات د پام وړ ځاي پيداکړ چي د هيواد د شمال په بيلا بيلو سيمولکه دشلي ، دولت اباد ، فاروق اباد او يوشمير نورو سيمو کي د لرغونپوهانو په وسيله څيړنې او سپړنې تر سره شوي . د دي سپړنو په نتيجه کي د برونز دورې زيات شمير اثار د مېمني موزيم ته ورکول شوه چي د موزيم په هويت کي بنسټيز بدلون راوست او له هغه وخته را په ديخوا د مېمني موزيم يوازي يو فر هنګي او کلتوري موزيم نه بلکي د هيواد په ارکيالوجيکي موزيمونو کي شامل وګڼل شو . د مېمني موزيم ترټولو د پام وړ هغه دوه کالونه ( 1364 ? 1365 ) ګڼل شويدي چي د محمد رحيم سوګند په نوم يو فرهنګي شخصيت د فارياب ولايت د څارندوی اداره کي دنده درلودل ، نوموړي په خپلو ځانکړو هڅو وکړاې شول چي دموزيم د امنيت تر څنګ د ولايت د نورو واکمنانو او هم د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لوړ رتبه کسانو پام د مېمنی موزيم دلاودي او پرمختيا لپاره ، واړه وي . نوموړي په يوه سيمينار کي چي د کابل پوهنتون د تاريخ څانګي له خوا داير شوي وو ، د خپلو ارادو او نظرياتو پوره وضاحت وکړ او په دي لار کي يې د هيواد نامتو مورخ مرحوم پروفيسور دکتور غلام فاروق اعتمادي نه د مېمنی موزيم د ستونزو د حلولو لپاره مرسته وغوښتل .
د مېمنی موزيم د دي سره سره چي زياته وده او پراختيا لکه چي لازمه وه ونه کړل ، خو د څه ناڅه 35 کالونو په جريان کي په پرله پسې توګه د بيلا بيلو صنفونو اثار چي شمير يې زرګونو ارزښتمنو اثارو ته رسيدۍ را يو ځای او د يوه معتبر موزيم په توګه د هيواد د موزيمونو په لړۍ کي وشميرل شو ، خو له بده مرغه هغه وخت چي د شپيتمي لسيزي ورستي کالونو کي د مليشه يې ځواکونو پياوړتيا ته پاملرنه زياته شول ، نه يوازي داچي د موزيم د ودي بهير په ټپه ودريدۍ بلکي ورو ورو يې د امنيت له پلوه انديښني زياتيدې او د 1372 لمريز کال په ترځ کي د موزيم ور جبرا پرانستل شو او زيات شمير ارزښتمن اثار يې لوټ او تالان شول . د ناورين خبره لا داده چي همدا اوس هم د مېمنې موزيم لپاره د ودي او انکشاف هيڅ ډول پلان او پروګرام تر لاس لاندي نه دۍ نيول شوۍ . په داسي حال کي چي د سيمه ايزو واکمنانو تر لاس لاندي د ملي عايداتو يوه د پام وړ برخه په شخصي جيبونو کي لويږي .
|
افغان چارواکو يو شمير لرغونى اثار لاس ته راوړي |
په فارياب ولايت کې پوليسو د غوريانو د وخت ١١ تاريخي او لرغونى اثار چې د دغه لايت د قيصار ولسوالى د سلطان سنجر په تاريخى سيمه کې يې د قاچاقبرانو څخه لاس ته راوړي وو، پرون د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ چارواکو ته سپارلي دي . د اطلاعاتو او فرهنګ مشر ددغه اثارو لاس ته راوړل منلى ا ووايي چې قاچاقبران د پوليسو له منګلو څخه په تيښته بريالي شوي دي. ده څرګنده کړه دفارياب په يو شمير نورو لرغونو سيمو کې هم ورته غيرقانونى کيندنې دوام لري ، چې امنيتي چارواکى يې د مخنيوي په هکله پاتې راغلي دي. ددولت له هڅو سره- سره د هېواد په يو شمير نورو سيمو کې هم د زورواکو او قاچاقبرانو له لوري ورته په خپل سر کيندنې ترسره کيږي . | |
د مزار شريف موزيم : د مزارشريف موزيم له ډيرو پخوانيو زمانو را هيسي په غير رسمي توګه پرانيستۍ پاته شويدۍ ، له هغه وخته چي د مزار شريف لپاره د دې ماڼۍ بنسټ ايښودل شوي ، ور سره سم د زيارت لپاره د سوغاتونو راوړل پيل شويدي . زيارت ته سوغاتونه به په پيل کي د درويشانو حق ګڼل کيدۍ ، کله چي په 1312 لمريز کال پريکړه وشوه چي ټول هغه ارزښتمن سوغاتونه چي د زيارت په نوم درويشانو ته ورکول کيږي ، بايد د ملي ثروت په توګه وساتل شي . د همدې پريکړي پراساس د مزار شريف موزيم بنسټ کښيښودل شو .
د مزار شريف موزيم لومړنې مسوول د حاجي سليم خان په نوم ياد شويدۍ . نوموړې د زيارت درويش وو ، خو په څنګ کي يې د سوغاتونو د ساتلو دنده هم خپل کړه . د حاجي سليم خان دا دنده له 1312 لمريز کال څخه پيل او په پرله پسي تو ګه تر 1339 لمريز کال پوري دوام وکړ . د موزيم اثار کال په کال زياتيدل تر څو چي په 1338 لمريز کال د موزيم ادارې واګي دښاروالی د اداري څخه د ښووني او روزني ادارې ته وسپارل شوې .په همدي وخت د موزيم د اثارو شمير 735 قلمه ته رسيدۍ .
د موزيم په لومړنيو اثارو کي په زياته پيمانه د قران شريف پخوانۍ ليکل شوي بيلا بيل ډولونه ، د قران شريف بيلا بيل تفسيرونه ، نور مذهبي اثار او کتابونه شامل وه . پر مذهبي اثارو برسيره يو شمير په پوره مهارت اوبدل شوي او ګنډل شوي مسلې (جاينماز) د تسبحو بيلا بيل ارزښتمن او قيمتي ډولونه ، زينتي ګاڼي او طلايې مودلونه او يوشمير نور اثار چي له مذهبي او هنري پلوه يې ارزښت ډير زيات وو ، د مزارشريف په موزيم کي ساتل شوي وه .
د مزار شريف موزيم ورسته له هغه خپلي ننداري پيل کړي چي نوموړي موزيم د ښاروالۍ له اړخه بيل او په ښووني او روزني ادارې پور اړوند وبلل شو . داننداري هم د ټولو مينه والو په وړاندي نه تر سره کيدي ، بلکي يو شمير هغو کسانو ته د نندارو زمينه برابريده چي يا به د هيواد د پلازميني کابل څخه لوړ پوړي چارواکي مزار شريف ته ولاړل او يا به د سيمه ايزو ادارو لوړ رتبه کسانو د دې موزيم د ليدلو غوښتنه وکړل . د دي سره سره چي د ټولو مينه والو پر مخ نه وو پرانستۍ ، خو بياهم دودي او پراختيا لپاره يې لازم شرايط درلودل ، ټولو هغو کسانو به چي د دي موزيم دليدلو غوښتنه کوله ، هغوي به سوغاتونه او ارزښتمني ډالۍ هم د موزيم ادارې ته ورکولې ، په دي تر تيب د موزيم د بډای کيدو لاره پرانيستي ساتل شوي وه .
د مزارشريف موزيم د دوو خواو ارزښتمن ګڼل شويدۍ . لومړی دا چي نوموړي موزيم له يوه اړخه يو مذهبي موزيم وو ،له هغه وخته چي دازيارت جوړ شوي له هم هاغه وخته د سوغاتونو او ارزښتمنو ډاليو راوړل پيل شوي ، چي د زمان په تيريدو د موزيم زيرمه زياته شويده . دوهم دا چي د موزيم لپاره کارول شوي ماڼۍ په خپل وار د تيموري پير اړوند ښکلې ودانۍ ده ، چي د هنري او تاريخي پلوه ځانګړي ارزښت لري .دا ارزښت نه يوازي د پاکۍ او قدسيت له مخي دۍ بلکي د هغه جلال او دبدبی له مخي هم دۍ چي د ودانۍ په جوړښت کي بر ملا څرګنديږي .او هم د نامتو خټګرو لکه قيا م الدين او مولينا بنايې هغه زيار چي د دې ودانۍ په جوړولو کي يې ګاللۍ دۍ ، نه يوازي داچي ودانۍ يې مجلله جوړه کړې بلکي خپل نومونه يې هم ورسره ابدي کړيدي.
د مزار شريف موزيم د هغو اوړيدنو او تبديليو څخه زيات نه دۍ متاثره شوي ، لکه د هيواد نور موزيمونه . دا ځکه چي د دي موزيم لپاره دولتي مسولين او کارکونکي نه ګمارل کيده . موزيم په پرله پسې توګه د درويشانو له خوا اداره کيدۍ . د همدې لاميل په وجه د مزار شريف موزيم د يوه مذهبي موزيم په توګه وساتل شو . په 1375 لمريز کال د غبرګولي په مياشت کي د هغه سيمينار په وخت چي د سپک موسيسې له لوري داير شوي وو ، د مزارشريف د هغه وخت د فرهنګي چارو مسولينو سيمينار ته د نورو لرغونو او تاريخي اثارو او فر هنګي توکو په اړه د راپور په ترځ کي د مزارشريف د موزيم په اړه هم يادوني وکړي . د دي سيمينار برخه والو په ځانګړي توګه په پاکستان کي د فرانسې ، يونان او قبرس سفيرانو د مزار شريف د موزيم سره د دې موزيم د ودي او انکشاف په نيت د مرستي ژمني وکړې . د هغه سيمينار د دايريدو څخه تر اوسه اوه ، اته کاله تير شول ، خو لا تر اوسه هم نوموړو ښاغلو خپلي ژمني نه دي پر ځاې کړي . دا ده مزارشريف د فرهنګي چارو د مسولسينو او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو دنده شميرل کيږي چي نه يوازي د دی موزيم سره د ورکړل شويو پخوانيو ژمنو د عملي کولو زمينه برابره کړي ، بلکي د موزيم سره د لا نورو مرستو د پيداکولو لپاره نوي لاري چاري و لټوي .
درنو لوستونکو او د موزيمونو په اړه، مسايلو مينه والو سره ژمنه کوم چي بل څپرکۍ به د افغانستان نه ليږديدونکي موزيمونو په باب ، لنډه ليکنه وي