دټولني بنسټ ايښونکی : محمد جان باوري             تاسيس : دکب مياشت ١٣٦٩ کابل، افغانستان               د افغانانو لپاره تاريخي ، کلتوري او پوهنيزي ليکني           


   
 
 
احمد علي کهزاد د افغاني پوهانو له نظره

                

                                 د استاد کهزاد دتلين درويشتم  کال  په مناسبت

                                                        

 

                                          احمد علي کهزاد د افغاني پوهانو له نظره 

 

خدای بخښلئ استاد کهزاد په ١٣٦٢ لمريز سپوږميز کال د ليندۍ مياشتي په دريمه نېټه د دې  نړۍ څخه سترګي پټي کړې . دادئ اوس پوره درويشت کاله تير شول چي د هېواد هغه ستر مورخ زموږ په منځ کي نشته ،  تر درويشته کالو ورسته هم  د هغه نامتو مورخ  تشه ډکه نه شوه بلکي لايې د بشپړکمبود احساس کوو . موږ په داسي حال کي د استاد کهزاد د سترو نوښګرانه او ملي _  تاريخي ليکونو څخه بې برخه يو چي اوس يې اړتيا تر پخوا څو واره زياته شوېده .

 له بده مرغه موږ په داسي حالاتو کي اوسيږو چي له يوې خوا د کهزاد په څير د ملي   تاريخ   ليکوال او څيړونکي څخه بې برخي يو او له بلي خوا قلم او کاغذ د يوشمير داسي کسانو لاس ته رسېدلې چي د هيواد ملي  ګټو ته هيڅ  پام نه ساتي  .  سمه ايزو، ژبنيزو  اوګروپيکو ګټو يې  پر سترګو توري تيارې خپرې کړي  او د تاريخي ليکنو تر سر ليک لاندي  داسي ناوړه  خپروني  کوي چي نه يوازي  د تاريخي ارونو سره سمون نه خوري بلکي  په  هېواد کي د ميشتو  اولسوتر منځ د نفاق او بد بختئ زهرشندي  . په دې هيله چي د استاد کهزاد ستر  او سپېڅلي روح ته  مي د هغه د لاري د يوه پيرو او لاوري په توګه خپله دنده تر سره کړې وي  دا دې  د هغه استاد د تلين درويشتم کال په مناسبت   (( کهزاد د افغاني پوهانو له نظره )) يوه لنډه ليکنه خپرېدو ته چمتو کوم .   

باوري

 

دمرحوم کانديد اکادميسن محمد ابراهيم عطايې  په نظر استاد کهزاد علاوه پر دې چي د هېواد نامتو مورخ دئ ، د هيواد برلاسئ ميتولوژيست هم دئ نوموړئ ليکي :  د مرحوم کهزاد په علمي او ارزښتمنو کارو کي يو هم د افغانستان پخوانئ تاريخ  او په هغه کي د ار يا ئيانو پر ټولنيز ژوندانه او قبلوي جوړښت پراخ بحث دئ چي هغه وخت يې هم ارزښت درلود او اوس يې دا ارزښت څو چنده سوېدئ .  او بيا ليکي : د مرحوم کهزاد  د افغانستان پخواني  تاريخ  کي ډير په زړه پوري علمي مواد سته او د ليکني ډول يې لوستونکو ته په تاريخ کي تر شا پاته طلايې عصر او تمدن  تداعي کوي . ( ٢٤ : عطايې )

دمرحوم  پوهاند  داکتر جلا الدين صديقي له نظره  د استاد کهزاد هغه پاملرنه چي د تاريخ ليکني په برخه کي يې د ارشيفي اسنادو  په اړه لري يوه ارزښتمنه ځانګړتيا ده ، نوموړئ  ليکي  : مرحوم کهزاد يکي از پژوهشګران مېهن پرستی است که خود به پرابلمهای تاريخنويسی در کشور از جهت کمبود يها ی مواد و اسناد درجه اول اشاره کرده و ضرورت ګرد اوری انهارا چنين خاطر نشان ساخته است :  ( در نوشتن تاريخ معاصر  هر قوم و مليتی اسناد خطی خانوادګی که اروپائيان ( ارشيو فاميلي ) ميګويند  اهميت زياد دارد و مبنای تاريخ معاصر بيشتر بران ګذاشته شده است  ، ولی هر قدر که وجود اين اسناد ضرور است ، دست يافتن بدان به مراتب مشکل تر ميباشد. ) ( ٤٣ : صديقی )

مرحوم سر محقق دوست شنواری  د استاد کهزاد په اړه ليکي : کله چي په ١٣٢٥ کال د مرحوم استاد کهزاد  ( د افغانستان پخوانئ تاريخ )  په دوو ټوکو کي خپور شو ، نو دا واقعآ يو ستر کار ؤ ، چي زموږ د هېواد د لرغوني تاريخ او فرهنګ په باب يې زښت ډير حقايق او افتخارات او نهايت زيات قيمتي  معلومات  د زمانې او لرغوني تاريخ په تاقچو کي له خاورو او دوړو را وايستل او د خپلو هېوادوالو په مخ کي يې کښيښودل چي موږ ورته په ډيره درنه سترګه ګورو .  ( ٧٣ : شينواری )

 د استاد مايل هروی په نظر  استاد کهزاد هغه مورخ دئ چي په خپلو ليکونو يې لوستونکي د هېواد په لرغوني  تاريخ  په پوره روښانتيا پوهولي دي  ،  نوموړۍ ليکي : همانطور يکه مورخ با نګاه ژرف و کنجکاوانه کوی وبرزن  ومينار  وستوپه ، لوحه سنګ منقوش  و سيکه زيبا ی باستاني و سنه کتبی و سائر پديده ای تاريخي را در مينګرد و اثری بازيافته از کاويشها بميان ميا يد ، انګا هست که  کهزاد به مثابه مورخ ژرفنګر   بينش خويش را و تصور اين نګريش را بزبان شيوا و فهما ادا ميکند . ) ( ٨١ : هروی )

زلمی هېواد مل د هېواد نامتو ليکوال  استاد کهزاد د هېواد د اوسنيو او راتلونکو نسلونو مورخ ګڼي ، نوموړئ ليکي : استاد احمد علي کهزاد ( ١٣٦٢ ه . ش . مړ ) زموږ د هېواد د معاصر فرهنګ يوه روښانه څيره ده .  څيړني او پلټني به يې د دې هيواد د لرغوني او معاصر تاريخ  د ډيرو تاريکو برخو د رڼولو په لړ کي تر مودو مودو پوري د ډيري منني او يادوني وړ وي . ارواښاد کهزاد په خپلو لسګونو تاريخي  ، جغرا فيا يې  او د لرغونپوهني  په تحقيقي اثارو او سلګونو مقالو کي  د افغانستان د تاريخ  او زړې جغرافيې  په اړه داسي  ټکو ته اشارې کړي دي چي د بل افغان مورخ په ليکنو کي به يا نه وي راغلي او که راغلي هم وي نو د ارواښاد کهزاد په حوا له به ليکل شوي وي . ( ٨٩ : هېواد مل )

د هيواد د نامتو ليکوا ل  محمد اکبر شور ماچ    له نظره استاد کهزاد يو ستر نورستان پوه ( نورستانشناس ) ګڼي او ليکي : استاد کهزاد با علاقمندي و عشق  خاصيکه به مردم ، وطن وتاريخ کشور داشت  با چيره دستی خاص توانست موجوديت ، هويت  و تبارز تاريخي وطن  و مردمانرا که از زمان باستان زير ابر های تيره وتار تاريخ پنهان و مستور مانده بود ، اشکار سازد و افغانستان  را بحيث يکي از کانون های قديم و باستانی که در قلب اسيا مو قعيت دارد معرفی و به اثبات برساند . ... هيچ يکی از نويسنده ګان و محققين کشور ما مانند استاد کهزاد پيرامون نورستان نه نوشته  وتحيق و نه تتبع  نموده اند  .  دانشمند و مورخ  شهير کشور ما با ژرفنګری  خاص و ديد وسيع  منشا خونی ، افتخارات تاريخی  و ديګر ګوشه های زنده ګي مردم نورستان را د را ثار خويش هم بصورت ضمنی، هم مقايسوی و هم مستقلانه ګنجانېده که از لحاظ تاريخی و اجتماعی از اهميت زيادی برخوردار ميباشد . ( ١٠٣ : شورماچ )

رسول باوري  استاد کهزاد د هېواد دنامتو لرغونپوه په توګه پيژني او ليکي : استاد کهزاد او په افغانستان کي د لرغونو څيړنو بهير داسي تړاو لري چي د کهزاد د نوم پرته په افغانستان کي د لرغونو څيړنو پيل د پوهېدلو نه دئ . ( ١٢٨ : باوري )

د کابل پوهنتون استاد پوهندوئ شا محمود محمود په نظر  استاد کهزاد د تاريخي جغرافيا نامتو پوه   اود ځوانو څيړونکو لپاره  سترلار ښود دئ  ، نوموړئ ليکي : مقالات و نبشته های متعدد از استاد کهزاد پيرا مون جغرافيايې تاريخي داريم  که نهايت ارزشمند است ...  استاد کهزاد با استفاده از اوستا نامهای مناطق مختلف را نشان داده است . در اوستا باب اول ، حصه سوم ان ونديداد سر اسر يک بحث جغرافيايې است و از شانزده قطعه زمين بحث ميکند که از نقطه نظر تاريخ ، جغرافيا ، مهاجرت اريا ئيها ، مدنيت ار يا يې دارای اهميت فوق العاده بزرګ است . و استاد کهزاد انرا به وضاحت لازم  روشن نموده است . ( ١٣٨ : محمود )

د افغانستان د علومو اکادمي علمي غړئ محقق مير احمد ګربز  استاد کهزاد د لرغونو اريائيانو د فکلوريکو ادبياتو ستر څيړونکئ ګڼي ، نوموړئ ليکي : جرګه د اوسني افغانستان لپاره هم  هغه ارزښتمنه موسيسه ده چي  د ملی او سيمه ايزو ستونزو د حل ،  لاري چاري مومي . پياوړي مورخ  کهزاد د اريا ئيانو د مهال هغه جرګې په ټول توان او هر اړ خيزه توګه را څيړلي او څرګندي کړېدي چي هغه مهال د بيلا بيلو ستونزو د حل ا و فصل لپاره يې کارولي دي .  تاريخي متون   ، د تاريخي ليکني  لپاره يوه ستره منبع ګڼل کيږي ، استاد کهزاد  د افغانستان پخوانئ تاريخ   او په خاصه توګه  اريائيان او د هغوۍ د مدنيت  په باب  ټول مواد له همدغو مدنيتونو څخه د را پاته متونو پر بنسټ د پيژندلو وړ ګرځولي دي . ( ١٥٧ : ګربز )

پوهنوال  داکتر خالق رشېد  د کابل پوهنتون پخوانۍاستاد د پښتو ژبي د منشا په اړه مرحوم استاد کهزاد يو له هغو نامتو څيړونکو څخه ګڼي چي ليکني او څيړني يې پخې او د درنښت وړ دي ، نوموړۍ ليکي : موږ په خپل هېواد او تاريخ  ليکونکو کي  د ګوتو په شمار کسان لرو ، خو که د ګوتو په شمير کي  بيا هم د خپل هېواد او تاريخ په وړاندي ټاکنه کوو  ، زه فکر کوم چي د استاد کهزادنوم او يادونه د لومړي توب حق تر لاسه کوي  .دا ځکه چي ده په خپلو تاريخي هستونو کي د ملي تاريخ ليکني ټول ارونه په نظر کي نيولي دي . پيښې ، او حوادث يې د يوه رښتني مورخ په توګه په پام کي نيولي ، او په ليکونو کي يې خپل ملي کرکتر له پامه نه دي ليري کړۍ .کهزاد د يوه مليت نه بلکي د يوه ملت مورخ دئ . د کهزاد ملي ځانګړني د تاريخ ليکني په برخه کي دومره په زړه پوري دي چي  په رښتيا د ملت  رښتينې  هنداره ګڼل کيږي .

اخځونه :

١ - د افغانستان په پخواني تاريخ کي د ځينو اتنکي او ميتولوژيکي اصطلا حاتو پر جوړښت لنډه تفسيري څيړنه . عطايې . ياد نامه کهزاد . ١٣٦٧ .

٢ - اهميت اسناد ارشيفي د ر اثار استاد کهزاد . جلا لدين صديقي .ياد نامه کهزاد . ١٣٦٧ .

٣ - د استاد کهزاد په اثارو کي  د ګرام د کلمې رښې او معنی . سر محقق دوست شينواری . ياد نامه کهزاد . ١٣٦٧ .

٤ - پيرامون نثر نويسی  استاد کهزاد . مايل هروی . ياد نامه کهزاد. ١٣٦٧ .

٥ - غرغښت ياګرشاسپ . زلمی هيواد مل . ياد نامه کهزاد . ١٣٦٧ .

٦ - مطالعات کهزاد در باره نورستان . محمداکبر شورماچ . يادنامه کهزاد . ١٣٦٧ .

٧ - کهزاد او لرغونپيژندنه . رسول باوري . ياد نامه کهزاد . ١٣٦٧ .

٨ - مباحث جغرافيايې  و تاريخي در اثار کهزاد . شامحمود محمود . يادنامه کهزاد . ١٣٦٧ .

٩ د کهزاد په ليکنو کي د اريا ئيانو فکلور . محقق نوراحمد ګوربز . يادنامه کهزاد . ١٣٦٧ .

١٠ - د پښتو ژبي منشا او د کهزاد څيړني . خالق رشيد . يادنامه کهزاد . ١٣٦٧ .

 

پای

دا تړاو هم ولولۍ

 

 استاد کهزاد نه هيريدونکۍ افغان مورخ او لرغونپوه

 

 

چي افغانستان وي استاد کهزاد به ژوندئ وي

  

ټوله کتونکي

بېرته شاته

Webmaster[at]Salaamtolana.orgDesign by: Benawa Network Copyright © SalaamTolana.org 2006